چیغې مې د زخم غوندې درد کا

نورمحمد لاهو

118
چیغې مې د زخم غوندې درد کا
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
نو چې ځې ، زما د کور دروازه هم راپسې کولپ کړه !
غواړم پَل دې زما کور کې
لکه پروت ناز ک ریدی په سپیره خاوره
د کوم چا ترپښو لاندې زخمي نشي
او په لاره یوه سیند ته قسم ورکړه
چې زما د کور کیلي د سمندر ناوې ته ورکړي
ته چې ځې نو
ددې خونې منتظرې ستړې ستړې هواګانې خپل پیکي پورې واوبه
ځکه زلفې په نڅاکې لکه څانګې د ګلابو د باد غیږ کې
نورې هم ښایسته کیږي
بِنَفشې دې تر اوبو هم تازه کیږي
*****
ته چې ځې نو دا زما د کټ تر څنګه
د سوسن ولاړ ګلدان لکه زما د کور شیشه ټوټې ټوټې کړه
چې د چا پرکمیسه د انځور شویو سرو ګلونو
خوشبويي پکې شنه نه شي
ته چې ځې نو ها زندان هم سره لمبه کړه
کوم چې تا زما د زړه پر ژوبله ځمکه آباد کړی
دا اسیرې چیغې اورې ؟
چې له درده یې وجود لکه زخمي ګوتې خوږیږي ؟
دا بندیانې مرغۍ غواړم په هوا شي
* * * * **
ښه چې ځې نو ،
فقط سترګې دې درپوه کړه ،
چې شیبه د مخه ښه کې
شاته
ماته
نه را ګوري

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.