د افغان جرمن په سایت کی د محترم (هاورن حکیمی) د لیکاڼی نه خبر شوم چی د ښاغلی باری جهانی، د مثنوی اثر چی تر لسو زرو ډیر ابیات لری، په څلور سوو پاڼو کی چاپ او خپور شوی دی، چی واقعاً د هیواد، ملتی پښتو ژبی د ادب او ثقافت میننانو ته لوی تاریخی زیری بلل کیږی.
څه مهال چی په شعر کی د مثنوی نوم واخستل شی، سمدلاسه، بلخی جلال الدین محمد او د هغه د مثنوی اثر ذهن ته تداعی کوی، چی د خپلی زمانی داسی یو ادبی عارفانه شاهکار بلل کیږی، چی د تصوف اوعرفان په برخه کی تر اوسه پوری، ساری نلری، تردی چی مولانا جامی یی په پهلوی ژبه کی کلام الله بولی.
داکتر اقبال چی د تصوف او عرفان په برخه کی مولانا، د ځان لارښود بولی، په خپل یوه شعر کی د مولانا او بوعل سینا مقایسه پداسی الفاظو څرګندوی:
بوعلی اندر غبار ناقه گم
دست رومی پردۀ محمل گرفت
وین فروتر رفت و تا ګوهر رسید
وان به دریایی چو خس منزل ګرفت
څرنګه چی مثنوی نژدی اته سوه کاله دمخه لیکل شویده، دا د هماغی زمانی او دوری د اسلامی پوهی او معرفت او عرفان او اخلاقیاتو یوه روښانه هنداره ده.
نن اته سوه کاله وروسته، د جهانی مثنوی زموږ د پښتنو په ملتی پښتو ژبه کی کښل کیږی، ولی لوی او اساسی تفاوت په دی کی دی چی جهانی د دی عصر او زمان پوری تعلق لری او لکه داکتر اقبال د شرق اوغرب د تهذیب، ثقافت، د ټولنیز ژوند د فلسفی او تمدن سره ژوره آشنایی لری.
زه باور لرم چی د جهانی په مثنوی کی به هغه مفاهیم نغښتی وی چی د متقدمینو په آثارو او اشعارو کی نه میندل کیږی.
د دی عصر نسل، د نن ورځی، د ټولنیز ژوند ټولو اړخونو او پدیدو ته د شعر او هنر په شمول، د علم او معرفت او هنر، د نوی ایجاباتو، اقتضآتو او معیارونو په سترګه ګوری، نه د سوونو کلونو، پخوانی ارزښتونو او معیارونو پر بنسټ.
فقید ملک الشعراء بهار، نظم او شعر ته، د پیغام او ټولنیز رسالت له محتوی له اړخه، په ځانګړی سترګی ګوری، په بل عبارت که د منظوم کلام هدف د هنرد پیاوړی کول او د هنری استعداد د تبارز په منظور وی او هنر د هنر دپاره د پیاوړتیا دپاره استخدامیږی، داسی کلام نظم او ویونکی یی ناظم دی او که چیری شعر د یوه ټولنیز رسالت محتوی ولری نو شعر د ټولنی دپاره دی او ویونکی یی شاعر بلل کیږی. بهار په څرنګنده وایی :
صنعت و سجع و قوافی نظم است و شعر نیست.
ددی څخه څرګندیږی چی بهار د منظوم کلام مادی اړخ او عروضی او بدیعه صنایعو ته، د نظم په سترګه ګوری نه دشعر.
بهار بل ځای وایی:
ای بسا شاعر که او درعمر خود نظمی نساخت
وی بسا ناظم که او در عمر خود شعری نګفت
زه باور لرم، که د ملک الشعراء بهار قضاوت ته د شاعر او ناظم په مینځ کی د یوه معیار او حد فاصل په سترګه وګورو، جهانی د پښتو ژبی او ادب او شعری صلابت په لرولوسره، سرآمد اقران، شمع فروزان او ماه تابان دی.
ښاغلی محترم (هارون حکیمی) د جهانی د مثنوی په باب یوه کره لنډه تبصره کی لیکلی دی: (زه باور لرم ددغه اثر لوست به په فکری تعمیر او تعمیری فکر په خپرولو کی بارزه ونډه ولری.)
واقعا د فکر د تطهیر او تعمیر رسالت، د مفکرانو کار دی، نه د عادی او معمولی تخیلاتو خاوندانو.
علامه داکټر اقبال پدی اړه فرمایی:
شعر را مقصود اګرآدم ګریست
شاعری هم وارث پیغمبریست
زه په خپل نوبت ښاغلی جهانی ته د داسی ادبی رسالت په سر ته رسولو او د شعر او ادب تولو میننانو ته د داسی ناب او کمیاب اثر د خپریدو له امله مبارکی وایم.
په درناوی
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.