د لنډیو په هنداره کې د سیلاو د غمیزې ننداره /۴ برخه

آصف بهاند

635

د لنډیو په هنداره کې د سیلاو د غمیزې ننداره

څلورمه برخه

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه

یوسلوشپـږشپـېتمه برخه

سېلاو لیدلي نه یې پوښته

خړې اوبه دي د دوزخ څو پړاوونه

 

سېلاو لیدلي نه یې پوښته

خړې اوبه دي د دوزخ څو پړاوونه

 

لوی او وړوکی سېلاو ورک شه

دواړو تباه کړل زموږ کر کلي کورونه

 

د سېلاوونو او نورو طبعي افاتو د رامنځته کېدو په گڼ نظریات لا پخوا وړاندې شوي وو. پوهانو او قلموالو پر دې ټینگار کاوه او کوي یې چې دا هرڅه موږ انسانانو کړې او خپل ځانته او خپل ژوند ته مو بلا بوټه کړې ده؛ خو حریص هېواودونه او نه مړېدونکي پانگوال د طبیعت په ورانولو کې ډېر ورانونکی رول لوبولی دی.

زموږ په هېواد کې د سواد د ټيټې کچې او ناو پوهۍ په وجه په دې هم څوک نه پوهېږي چې څنگه خپله انسانانه خپل چاپېریال او خپله خړۍ خرابوي او د پېلابېلو آفتونو د رامنځته کېدو سبب کېږي چې یو افت پکې سېلاو دی. زموږ یو چیز ههمه قلموال په ډېره خوږه او عامه ژبه همدې ستونزو او عاملینو ته یې داسې اشاره کړې ده:

«د وچکاليو، سېلابونو، طوفانونو، قحطيو، ځنګل اورونو او ورته نورو قدرتي آفاتو له کبله به په راتلونکو لسيزو کي د نړۍ دومره لوی شمېر انسانان هجرت ته مجبور سي، چي د روانو جګړو او بحرانونو د مهاجرو څخه به څو چنده زيات وي. د لوېديځي نړۍ هيوادونه اوس لا دغه وخت ته چمتو والی نيسي او د مهاجرت او ورسره تړلو موضوعاتو په هکله پر قانوني تعديلونو غور کوي. دغه لويي او بېساري قدرتي فاجعې ځکه انسانانو ته په انتظار دي، ولي چي پر کومه مځکه چي اوسېږي، هغه يې د خپل بېباکه، کبرجن، نه مړېدونکي او اصراف د ژوند په طرز ککړه کړې ده او اقليم ته يې نه جبرانېدونکی زيان رسولی دی. په زياته صنعتي او «پرمختللو» هيوادونه اقليم ته په داسي مقدار زيان رسولی چي ټول انسانان به يې پور پرې کوي. په خپل لاس خپل ځان او د مځکي د کورې اوسېدونکو نورو ژوند کوونکو ته دغه لويه او تر فکر او فهم څخه لويه فاجعه حضرت انسان پخپله ځان ته دعوت کړېده. نه يوازي زموږ راتلونکي نسلونه بلکه موږ تاسو به پخپله په خپل ژوند کي لا د لويو قدرتي آفاتو شاهدان سو. الله دي پر انسانانو ورحميږي او ورته فهم او درک دي ورکړي چي د خپل ژوند پر طرز له سره فکر وکړي. آمين»

 ډېری هېوادونه د طبعي پېښو د مخنیوي لپاره مخکې تر مخکې کار کوي او که څه پېښ هم شي، دومره امکانات یې لا له پخوا ورته برابر کړي وي چې جبران او درملنه یې وکړي، راشه موږ ته گوره او زموږ فکر او امکاناتو ته وگوره.

دا هم په یبل او د سیل په وراني پورې اړوند څو نوې تخلیق شوې لنډۍ:

 

په سیلاوونو دې خدای یوسه

چې دې رمباړې څو شېبو کې غلې شینه

 

سېلاو مخکښته تېز روان وي

ته یې سرزوری مخ په بر وهې زورونه

 

ستا سرزوري سم لوی سېلاب دی

سېلاب تېرېـږي ته شله یې په کلونه

 

پنځه وو ورونه، زېـړ گـلونه

سېلاو کنډٙو کړل د يوې باغچې گـلونه

 

سېلاو له غرونو شو راکښته

لاندې یې یوړل د خوارانو خړ کورونه

 

سېلاو له غرونو شو راکښته

لاندې یې یوړل د خوارانو درمندونه

 

لوی او وړوکی سېلاو ورک شه

دواړو تباه کړل زموږ کر کلي کورونه

 

اوبه له پاسه تل وي خړې

سیل هم له پاسه راروان وي هرڅه وړینه

 

موږ به د کوم افت ویر ژاړو

جگړه، قحطي اوس راروان دي سېلاوونه

 

سېلاو لیدلي نه یې پوښته

خړې اوبه دي د دوزخ څو پړاوونه

 

سېلاو مې فکر کې لا نه و

موږه ویده وو چې یې راوړل کړاوونه

 

تر زړه یې وینې څاڅي خلکو

سېلاو پرې راغی، ځکه وینې تویوینه

 

وروستي سېلاو نه مې درس واخیست

نور د باران نوم به وانخلم په عمرونه

 

چې د سېلاب وراني ته گورې

بیا د جگړې ورانی به ووزي له سرونه

 

زما زړه هم کړم ـ کړم دی

ته راته وایې کلی وران په سېلابونه

 

یو ځلې بیا که لږ راروغ شوم

سېلاو وران کړی کور به بیا ابادومه

 

سېلاو مې مینه رانه یوړه

اوس که دا ټوله دونیا زما شي څه بې کړمه

 

ټټر مې غوڅ کړه زړه مې گوره

چې درمعلوم شي په سېلاو داغلي زړونه

 

څوک مو له حاله نه خبرېـږي

که په لس ځلې سېلاو وران کړي زموږ کورونه

 

سودا مې دې ته ده جانانه

باران ورېـږي بیا به راشي سېلاونه

 

 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.