د مولوي ضياءالرحمان اصغر د پام وړ

532

د مولوي ضياءالرحمان اصغر د پام وړ :

اسلام يو منځلاری دين دی زياتی و کمی زغملی نه شي

الم تری ان الله انزل من السماء ماء فاخرجنا به ثمرات مختلفا الوانها ومن الجبال جدد بيض وحمر مختلف الوانها وغرابيب سود، ومن الناس والدواب والانعام مختلف الوانه کذلک انما يخشی الله من عباده العلماء ان الله عزيز غفور [فاطر : ۲۸]

يو ځلې قرآن لوستل زده کړه بيا رسنيو ته راووځه. قرآني ايات مو مکرراً ناسم ((غلط)) وويلو، خو ښه دا شوه چې مانا يې مو په فارسي کې سمه کړه، خو دا په ياد لره چې بريالي هغه څوک دي چې په لمانځه کې عاجز او په زړه او هر عمل کې له خدای وېره لري

نوټ : ان الله يخشی من عباده العلماء

يعنی خداوند (ج) ميفرمايد واقرار ميکند که علماء اشخاصی استند که از خداوند ترس دارد.

زه د افغانستان او د ګردې نړۍ پر علماو په تېره بيا د اکوړې مدرسې حقانيې ته بلنه ورکوم چې تاسې د خپل دغه نالوستي او کم فهمه پوهاوي ته وګورئ چې نوموړی هډو په صرف ونحو او اعراب هم نه پوهيږي. نوموړی دومره نالوستی دی چې حتی د ((اِنَّ)) حرف تاکيد او د ((اِنَّمَا)) ترمينځ توپير هم نه شي کولی او بيا دا رسنيو او يوټيوب ته راوځي او پر خلکو د کفر، خوارجو/داعشيانو (سلفيانو)، ملحدينو، کمونستانو او د پخواني حکومت پاتې شونو تورونه لګوي او ان د مرګ حکم ((فتوی)) يې ورکوي.

قد افلح المؤمنون – الذين هم في صلاتهم خاشعون

مالك بن أنس.. من قال لا أدرى

كان الإمام مالك شديدًا جدًّا في تأكّده من علمه في الفتوى، ودقيقًا جدًّا في صحّتها، وإذا لم يكن مُتأكّدًا من مسألة ما، لم يكن ليجرؤ على الحديث فيها، يقول الهيثم بن جميل: كنت ذات مرة مع الإمام مالك عندما سئل أكثر من أربعين سؤالًا، وسمعته يردُّ: لا أعرف إلى اثنين وثلاثين منهم. وقال عنه الإمام الشّافعى: عندما يُذكر العلماء، يكون الإمام مالك نجمًا بينهم. ويقول الإمام مالك عن نفسه إنّه لم يجلس لإعطاء فتوى، قبل أن يجيزه عليها لأوّل مرّة سبعون عالمًا من المدينة، وقال عن كتابه الموطّأ: عرضتُ كتابى على سبعين من علماء المدينة، وكلُّهم وطّأنى عليه أي وافقوا عليه، لذلك سمّاه «الموطّأ».

د جميل زوی هيثم وايی چې زه يوه ورځ له مالک سره ناست وم چې له هغه څخه له څلوېښتو زياتې پوښتنې وشوې  او هغه ورته د ۳۲ پوښتنو ځواب په ((نه پوهېږم)) ځواب ورکړ او اته (۸) پښتنو ته يې ايله د هغه ځواب وويلو.

او په بل کې دا راځي چې هغه له څلوېښتو پښتنو څخه ايله څلور ځواب او نورې ۳۶ ځواب نه کړې او ورته ويې ويل چې ((نه پوهېږم)).

Imam Malik ibn Anas was one of the most respected scholars of fiqh who ever lived. Once a man came to Imam Malik from a very far distance and he asked him 40 questions. Imam Malik only answered four of them and for the rest of the 36 questions he replied, “I don’t know.”

داسې نه چې هغه نه پوهېده، بلکې هغه له مسؤوليت وېرېده، خو موږ له مسؤوليت نه وېريږو، خو دا ځانته شرم ګڼو چې ولې پوښتنه مې ځواب نه کړه.

الدين النصيحة

ښاغليه،

ما خو چې په يو څو يوټيوبي ويډيوګانو کې ستا خبرې واورېدې، نو هېښ شوم چې ولې د سياسي واک لپاره د انسان او د يو مسلمان مرګ او د وينو توېدو ته دومره تږی يې؟

ايا دا مجازي واک چې نن به درسره وي او سبا به نه وي په دې ارزي چې تاسې دومره انسانوژنې ته په هوس کې ياست؟

آخر ولې؟

سمه ده چې د عالِم مرګ د عالم (مخلوق) مرګ دی، خو له بل لورې قرآن په ومن احيا سره ((الناس)) ياد کړی دی او په ((الناس)) کې به ټول رانغاړي ولو که يو څوک مسلمان هم نه وي، خو که زياتی ورسره وشو هغه بل مجرم انسان پرې مسؤول دی. څښتن تعالی زياتی زغملی نه شي.

زموږ د جهادي پير له پيله تر دې دمه هر نظام او هرې ډلې خپل مخالفين په يو او بل نوم د نورو او بېګانه وو په نغوته او لمسونه ډېر او ښه بېرحمه ووژل، خو هېچا هېڅوک په مکمل ډول ختم نه شول کړلی.

الراحمون يرحمهم الرحمان تبارک وتعالی ((ارحموا من في الأرض يرحمکم من في السماء)).

في هذا الحديثِ يقولُ رسولُ اللهِ صلَّى اللهُ علَيه وسلَّم: “الرَّاحمون”، أي: الَّذين يَرحَمون مَن في الأرضِ مِن إنسانٍ أو حيوانٍ أو طيرٍ أو غيرِه؛ شَفَقةً ورَحمةً ومُواساةً، “يَرحَمُهم الرَّحمنُ”، برَحمتِه الَّتي وَسِعَت كلَّ شيءٍ، فيَتفضَّل عليهم بعَفوِه وغُفرانِه وبرِّه وإحسانِه؛ جزاءً وفاقًا، فاللهُ عزَّ وجلَّ متَّصِفٌ بالرَّحمةِ، وهو سُبحانَه الرَّحمنُ الرَّحيمُ، الموصِلُ الرَّحمةِ إلى عِبادِه، وليستْ رَحمتُه سبحانَه كرحمةِ المخلوقِ؛ فإنَّه عزَّ وجلَّ ليس كمِثلِه شيءٌ. … سنن الترمذي … ثمَّ أمَر النَّبيُّ صلَّى اللهُ علَيه وسلَّم بالرَّحمةِ، فقال: “ارحَموا مَن في الأرضِ”، أي: جميعَ مَن في الأرضِ مِن أنواعِ الخَلْقِ، “يَرحَمْكم مَن في السَّماءِ”، أي: مَن عَلَى السَّماءِ، وهو اللهُ تعالى العليُّ بذاتِه، المستوِي على العرشِ فوقَ سَمَواتِه. … ثمَّ قال النبيُّ صلَّى الله عليه وسلَّم: “الرَّحِمُ شِجْنةٌ”، والشِّجنةُ في الأصلِ: عُروقُ الشَّجرِ المشتَبِكةُ، والمرادُ بها القَرابةُ المشتبِكةُ كاشتِباكِ العُروقِ، والمرادُ مِنها هنا أنَّها مُشتقَّةٌ “مِن الرَّحمنِ”، أي: مِن اسمِ الرَّحمنِ، فكأنَّها مُشتبِكةٌ بمعاني الرَّحمةِ اشتِباكَ العُروقِ، وقيل: في وجهِ الشِّجنةِ أنَّ حُروفَ الرَّحمِ مَوجودةٌ في اسْمِ الرَّحمنِ، ومُتداخِلةٌ فيه كتَداخُلِ العُروقِ؛ لكَونِها مِن أصلٍ واحدٍ، والمعنى: أنَّها أثَرٌ مِن آثارِ رَحمتِه، مُشتبكةٌ بها، “فمَن وصَلها”، أي: الرَّحِمَ، “وصَله اللهُ”، أي: أوصَل اللهُ إليه رَحمتَه وإحسانَه وإنعامَه، “ومَن قطَعَها”، أي: الرَّحِمَ، “قطَعه اللهُ”، أي: قطَع اللهُ عنه الرَّحمةَ والإحسانَ والإنعامَ. وفي الحديث: الحثُّ على التراحُمِ بين الناسِ وعلى صِلةِ الأرحامِ. … وفيه: التحذيرُ الشَّديدُ مِن قَطْعِ الأرحامِ بينَ الناسِ

تجربو دا ښوولې تاسې چې د رب العالمين له کتاب سره ناپامي ښه خبره نه ده.

ناپوهي او بېباکي دې له دې په ښکاره څرګنديږي چې که تاسې د څښتن تعالی په کتاب کې هر چېرته ((اِنَّ)) وګورئ، نو هغه به چېرته او څنګه کارول شوی وي؟

او که تا ((اِنَّمَا)) وګورئ، نو هم هغه به څنګه او چېرې کارول شوی وي؟

د بېلګې په توګه:

ان

اِنَّ واخواتها

اِنَّ ، اَنَّ ، کَاَنَّ ، لکِنَّ ، لَيْتَ ، لَعَلَّ

اِنَّ او اَنَّ دواړه د تاکيد لپاره راځي.

 

ان الله لايحب کل مختال فخور

ان الله علی کل شيئ قدير

ان الله عزيز حکيم

او داسې نور

انما

ان = حرف تاکيد

ما

اقسام ما

  • ما زائدة
  • ما النافية العاملة
  • ما الشرطية
  • ما المصدرية
    • ما مصدرية ظرفية زمانية
    • ما مصدرية غير ظرفية
  • ما الاستفهامية
  • ما التعجبية
  • ما الکافة
  • ما المبهمة

انما الهکم اله واحد

انما المؤمنون اخوة

انما يخشی الله من عباده العلماء

انما يعمر مساجد الله

انما توعدون …

انما الأعمال بالنيّات

او داسې نور

ناپوهي دې تر دې کچې ده چې د ((اِنَّ)) او ((اِنَّمَا)) تر مينځ توپير هم نه شې کولی.

داسې برېښي چې صرف ونحو دې هډو لوستې نه ده او که لوستې دې هم وي، نو هډو سر دې پرې هم نه دی خلاص شوی. زه خو چې ګورم نو صرف بهايي او شرح مائة عامل دې هم نه دی لوستی چې په ترکيب واعراب باندې دې سر خلاص شي او بيا دې زياتي ته ګوره چې پر خپلو مخالفينو باندې د کمونيستانو، ملحدانو، سلفيانو، داعشيانو او خوارجو نومونه ږدې او مرګ يا وژنې ته يې لا نور خلک هڅوې، ولې؟

ايا ستا د دې کړنو پر ځای به دا ښه نه وي چې ولاړ شې خپله ځان په علم دين پوه کړې. خپله يې هم سم زده کړې او نورو ته يې هم سم وښيي.

وما كان المؤمنون لينفروا كافة ۚ فلولا نفر من كل فرقة منهم طائفة ليتفقهوا في الدين ولينذروا قومهم إذا رجعوا إليهم لعلهم يحذرون

عربى – التفسير الميسر : وما كان ينبغي للمؤمنين أن يخرجوا جميعًا لقتال عدوِّهم، كما لا يستقيم لهم أن يقعدوا جميعًا، فهلا خرج من كل فرقة جماعة تحصل بهم الكفاية والمقصود؛ وذلك ليتفقه النافرون في دين الله وما أنزل على رسوله، وينذروا قومهم بما تعلموه عند رجوعهم إليهم، لعلهم يحذرون عذاب الله بامتثال أوامره واجتناب نواهيه.

ټوله کرۍ ورځ چې يوټوب ته ناست او خلکو ته زهرجنې، له کرکې او درز  يا تفرقه اچونې خبرې کوې، نو ولې ځان په دين، سياست او په نورو مروجو علومو کې نه پوهوې. څه به دې کم شي که يو څه سم زده کړې او سمه ګټه ترې واخلې.

ته په دې ښه سوچ وکړه چې د زمکې پر مخ لکه چې له تا او ستا له ډلې پرته نور هېڅوک مسلمان نشته؟

د اکوړې په حقانيه مدرسه کې مو ايله همدا زده کړه کړې ده؟

د بېګانه وو استخباراتو لکه چې درته ښه ماغزه در پرېمينځلي دي، ځکه خو د ((اِنَّ)) او ((اِنَّمَا)) دواړو ترمينځ په توپير هم نه پوهېږې.

له دې داسې برېښي چې ښه په پوره کچه نالوستی او بېسواده يې. سپينه پګړۍ څوک عالم کولی نه شي تر څو چې سمه زده کړه ونه کړي. زه باور لرم که يو ځلې پوه (عالم) شوې، نو بيا چې څوک د زمري زړه هم درکړي ميډيا ته به راونه وځې او له مسؤوليته به تښتې.

ګلستان سعدي

پرسيدن عيب نيست، ندانستن عيب است

له دې امله فاسألوا اهل الذکر ان کنتم لاتعلمون

ښه به دا وي چې دا ځل په يوه بله مذهبي جګړه کې ښکېل نه شو.

په درنښت

سيد حسين پاچا

ايا مولانا مجيب الرحمان انصاري رښتيا هم د سپوږمۍ په رڼا کې ليدل شوی؟

https://www.youtube.com/watch?v=NwMSQ93ODEI

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.