دعوت ميډیا (جمعه/۱۸ وږی/۱۴۰۱): د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوتيرش اسلام آباد ته له رسېدو سره سم پر نړيوالو ږغ کړی چې د پاکستان له سېلاب ځپلو سره کومک وکړي.
انتونيو ګوتيرش د جمعې په ورځ (۲۰۲۲م کال د سپتمبر ۹) د اسلام آباد هوايي ډګر ته ورسېد. هغه ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت لوړ پوړي چارواکې حنا رباني کهر، د اطلاعاتو وزيري مريم اورنګزيب او د بهرنیو چارو وزارت يو شمېر لوړپوړو چارواکو ګوتيرش ته په هوايي ډګر کې ښه راغلاست ووايه.
د ملګرو ملتونو سرمنشي ګوتيرش غواړي چي په خپل دوه ورځني سفر کي په پاکستان کي د سيلابونو له کبله رامنځته شوي زيانونه له نژدې وګوري او له سېلاب ځپلو سره وويني. نوموړی به د پاکستان د لومړي وزير شهباز شريف سره هم ملاقات ولري. په پاکستان کي د تازه سختو بارانونو او سېلابونو له کبله تر اوسه تقريبا ۱۳۰۰ انسانان مړه شوي دي.
ګوتيرش پاکستان ته له رسېدو سره سم په هوايي ډګر کي وويل: «زه پاکستان ته راغلی يم چي د سېلاب له کبله د رامنځته شوو ورانيو وروسته د دغه هيواد د ولس سره خپل پېوستون وښيم.»
نوموړي د پاکستان سره د مرستو غوښتنه وکړه: «زه له نړيوالو څخه هيله کوم چي په داسې وخت کې د پاکستان سره مرسته وکړي چي دغه هيواد د اقليمي بدلون له کبله د رامنځته شوو ورانيو سره لاس او ګرېوان دی.»
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.