ملي بیرغ

عبدالباري جهاني

1,201

په واشګنټن کي اوسېدونکو افغانانو ټلیفون را ته وکړ چي د  سیمي اوسېدونکي افغانان غواړي په یوه لوی پارک کي د افغانستان د استقلال د ورځي په مناسبت جشن جوړ کړي. او ماته یې هم په دي مراسمو کي د ګډون کولو بلنه راکړه. ماته دا عجیبه ښکاره سوه چي افغانان په خپل هیواد کي د دې مبارکې ورځي د تجلیلولو لپاره هیڅ ډول مراسم نه لري او حتی د استقلال د ګټونکي پاچا اعلیحضرت غازي امان الله خان نوم نه سي یادولای او خپل ملي بیرغ پورته کولای نه سي خو په واشنګټن او د نړۍ په نوروسیمو کي خپل ملي بیرغونه پورته کوي او ملي سرود، چي په افغانستان کي یې ږغول ناروا دي، ږغوي. ځکه مي دا غزل ولیکله.

خدایه بیا به کله وینم خپل رنګین بیرغ منلی

د وطن پر جګو غرو نو د اسیا د کور ښاغلی

بیا به کله ور ړانده کړي غبرګ لېمه د غلیمانو

بیا به کله را پخلا سي مرور له کوره تللی

د هغې ورځي په تمه سپینوم تیارې د عمر

چي یو ځل مي وای لیدلی خپل منبر تر هسکه تللی ۱

تل به نه وي زموږ په مېنه د تیارې ابۍ شریکه

پر لمن د شنه اسمان به یوه ورځ وي لمر ختلی

که دا مېنه د « امان » وه د تیارو لمن ټولیږي

پکښی وینو به یارانو د رڼا د بري څلی

یوه ورځ به پلونه ګوري د پېړۍ د کاروانونو

دا ویده اولس به ویښ سي د ازل بلا وهلی

بیا به ګورو چي ستانه سي پخواني زاړه وختونه

بیا به وینی چي رقیب وي له جنډۍ سره وتلی

پټ یې غوږ ته دی راوړی د نسیم پر وزر زېری

ما پرون په نیمه شپه کي پیر په خوب کي دی لیدلی

تور او سور زرغون بیرغ به بیا پر دې سیمه رپیږي

چي لا پاته یو افغان وي چي ودان وي لا یو کلی

جهاني فال مي کتلی هغه ورځ به لیري نه وي

چي پردۍ فتوا وي هېره محتسب وي تښتېدلی.

۱: د منبر څخه مطلب د افغانستان د بیرغ د محراب او منبر نښان دی.

د ۲۰۲۲ کال د سپټمبر اتمه، ویرجینیا.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.