امریکا رسماً اعلان وکړ چې د افغانستان کنګل شوې پیسې به د سویس بانک ته وسپارل شي

615

امريکا رسماً اعلان وکړ چې د افغانستان د کنګل شوې پانګې ۳,۵ ميليارډه ډالر به سویسي BAS بانک ته ورکړي، ترڅو هغوی يې په بشري برخو کې مصرف کړي.

اقتصاد پوهان وايي، د زېرمه شويو شتمنيو مصرفول به د افغانيو ارزښت له خاور سره خاورې کړي.

 خان محمد ستانکزی او اسد مبارز وايي: «د لوی سياسي بدلون باوجود د کلدارې په پرتله د افغانيو ارزښت ښه وضعيت کې دی. د پشتوانې مصرفېدا به د افغانيو ارزښت راکم کړي او د قېمتۍ يوه څپه راتلونکې ده.»

بشري مرستې اقتصادي ټيکاو نشي رامنځته کولی او پکې د بهرنيانو او طالبانو پراخ فساد نه يوازې فقر کم کړی نه دی، بلکې لا زيات شوی.

توماس ویسټ:له افغانستان سره د تعامل ملاتړی یم

امریکا وايي له افغانستان سره د تعامل ملاتړي دي. د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټوماس وېسټ په تازه مرکه کې ویلي چې دوی په افغانستان کې د دایمي ثبات او د افغانستان د خلکو د هوساینې ملاتړي دي. دده په خبره دې موخې ته د رسېدو لپاره یوازینۍ لار دا ده چې له اوسني حکومت سره د تعامل او مذاکراتو ور پرانیستی وي. هغه د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ آزادول هم مهم ګڼلي دي او په خبره یې دا په دې مانا ده چې امریکا د افغانستان خلکو ته ځانګړې پاملرنه لري. نوموړي وویل د خپل ماموریت په اوږدو کې هڅه کوي د افغانانو او امریکايي وګړو لپاره تر ټولو ښه اقدامات ترسره کړي. هغه همدا راز ویلي چې د افغانستان بانک خپلواکي باید وساتل شي او په خبره یې دمګړی د افغانستان شتمني د افغانستان بانک او نوي حکومت ته د سپارلو نه ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.