کدو او ګټې یې

721

کدو رسوال الله ته د خوښې خوراک وو

 پوهان وایي چې کدو له سبزیجاتو څخه نه بلکې له میوه جاتو څخه ګڼل کیږي، په قران کریم کې کدو د یونس علیه السلام له خوړو څخه یاد شوی، دغه ډول په بېلا بېلو حدیثونو کې ذکر شوي چې کدو د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د خوښې خواړه دي.

د پوهانو په وینا په ټوله نړۍ کې ۴۵ ډولونه کدوان موندل کیږي او هر یو یې بیلې بڼې، خوندونه او ګټې لري، چې دغه راز د استعمال لارې یې هم مختلفې دي.

د تغذیې متخصصه «جولي ګاردن روبنسون» ویلي چې نیمه پياله کدو ۲۰۰سلنه ويټامن ای چمتو کولای شي، د نورو ګټو سربېره د سترګو روغتیا سالموي او د نظر په تیزولو کې مرسته کوي.

کدو په بېلا بېلو ډولونو پخیږي او هم اومه استعمالیږي، دغه راز کولای شئ د کدو تخمونو وخورئ او ددې له پاڼو هم ګټه پورت کړئ.

کدو کې په پراخه کچه ویټامن سي شتون لري، په حقیقت کې کدو یو په زړه پورې او جلا خوند لري.

ډاکټره جولي کاردن زیاتوي چې کدو په پوټاشیم هم بډایه خواړه دي، چې زمونږ د غړو عضلاتو په جوړولو او پیاوړلو کې مرسته کوي، دغه راز کدو په هر ۱۰۰ ګرامه کې ۱۲ کالوري هم لري.

له بل پلوه، د کدو زړي یا تخمونه د وګړو په تناسلي آله کې د وینې کچې په لوړولو کې ځانګړی رول لري، او دوی سره د جنسي فعالیت مودې اوږدولو کې هم مرسته کوي.

د ژمي په یخو شپو کې پوهان د کدو او نورو نارنجي رنګه سبزیجاتو د خوړلو سپارښتنه کوي، ځکه چې دا د بدن په دفاعي او جنسي ځواک ښه کولو کې مرسته کوي.

لکه څرنګه چې کدو په سوپ کې هم استعمالیږي او د سوپ استعمال د ژمي په یخو شپو کې ګټور وي او جلا خوند لري، سربېره پر دې کدو غوړ هم کم لري او بیټا کیروټين او اومیګا ۳ غوړ اسیدونو څخه هم برخمن دی.

کدو د سترګو لید سربېره د سرطان خطر په کمولو کې مرسته کوي، جلد یا پوستکي ته ښکلا بښي، لوړ فشار کنترولوي او د اضافي وزن مخنیوی هم کولای شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.