فردي نظم او خوښي

نیک محمد همدرد

722

اس چې مهار نه شي ،منزل ته نه رسيږي. تيل او ګاز چې رابند نشي هيڅ شي ته حرکت نه ورکوي،اوبه چي راټولي نشي بريښنا او انرژۍ نه جوړوي،او ژوند چي متمرکز، وقف او منظم نشي وده نه کوي.

د ژوند وروستي موخه خپلو خوښيو ته رسيدل دي،او دا بل هيڅوک نشي درته کولای ،بله دا چې خوښي مادي شيان ترلاسه کول نه دي ،بلکي عاطفي او روحاني اړخ لري،د ژوند په مهمو برخو کې نظم راوستل تاسو ته تر نورو شيانو ډير خوند او خوښي درکولای شي ،

ځان درناوي د فردي نظم ريښه ده،انسان هله درنیږي چې خپل ځان ته د (نه )ويلو وړتيا پيدا کړي ،ځان ته نظم او ترتيب جوړ کړئ،په يو وخت کي يو کار وکړئ،تر څو مو چې يو کار ختم کړي نه وي بل کار ته لاس مه اچوئ،ځان ته لومړيتوبونه وټاکئ،چي کوم کار به مخکي او کوم به وروسته کوم،ځان ته اصول وټاکئ،چي هر څه وشي ،دا کار به کوم او دا به نه کوم،

ځان ته د ژوند هدف وټاکئ،چي دهغه مقام ته به په دومره وخت کي ځان رسوم،برياليتوب هله ممکن دي چې ځان تر ډيره وخته ډير سخت کار کولو ته اړ باسئ،د زيار يو اړين شرط فردي نظم دي،برياليتوب هله ممکن دی چې تاسو په خپل زړه او اسانه لاره نه ټاکلو بريالي شئ.

د ژوند په هره برخه کې پر انديښني د برلاسي کيدو ښه لاره فردي نظم او قوي هوډ دي،که مو دا ولرل د ځان په اړه به ښه احساس وکړئ،

تاسو چي په خپلو هيلو پسي ښه په ډاډ روان شئ،او بيا ځان دي ته وهڅوئ،چي له ټولو سختيو او خنډونو سره بيا هم مزل وکړئ؛ نو د قوت احساس به وکړئ،ځان درناوي به مو زيات شي او بيا چي د خپلي خوښي حالت ته هر ګام اخلي د خوښې ژور احساس به کوئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.