جو بایډن د دغه هېواد د غیرناټو متحدانو له نوملړ څخه د افغانستان نوم لرې کړی دی

570

 جو بایډن د دغه هېواد د غیرناټو متحدانو له نوملړ څخه د افغانستان نوم لرې کړی دی.

په هغه لیک چې د امریکا سپینې ماڼۍ د بهرنیو چارو وزارت ته لېږلی، په‌کې راغلي چې جو بایډن د امریکا د اساسي قانون پر بنسټ دا پرېکړه کړې ده.

امریکا په ۲۰۱۲ کال کې افغانستان د غیرناټو سازمان د ملګرو هېوادونو په نوملړ کې وراضافه کړی و چې پر بنسټ یې، د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي او پوځي اړیکې پراخې شوې وې.

افغانستان د غیرناټو سازمان د ملګري هېواد د امتیاز ترلاسه کولو سره کولای شوای له دغه هېواد څخه د ناټو سازمان د وتلو پرته هم د نظامي تجهیزاتو پېر، ښوونې او پوځي مرستو برخه کې د امریکا همکاري له ځان سره ولري.

د اسلامي امارت په واکمنېدو او امریکا سره یې تېر ته په کتو، افغانستان د دغه هېواد د غیرناټو ملګرو هېوادونو له نوملړ اېستل شوی دی.

بل‌خوا قطر بیا د امریکا او اسلامي امارت ترمنځ د دوحې تړون ته د اسانتیا برابرولو له امله سږ کال د امریکا د غیرناټو متحد په توګه معرفي شوی دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.