غزل

عبدالباري جهاني

766
زه به دي پلو له مخي لیري کړم پخلا به سو
راسه چي له ښاره سره ووزو پر بېدیا به سو
څو به لا په پټه له هینداري څخه سوال کوو
چیغه به سو، دار به سو، منصور به سو، رسوا به سو
خولې د عالمونو څوک ګنډلای نه سي وايی دي
نور به لاس تر غاړي پکښی ګرځو بې پروا به سو
ډېر مو په لیلا پسي تڼاکي سولولي دي
نن به د جنون زولنې ماتي کړو لیلا به سو
مات به د پانوس کړو نامحرمه دوږخي سکوت
شمعي ته به نه وایو لمبه به سو بورا به سو
زه به مي دا عمر په کچکول کي سپلنی کړمه
پټ به د رقیب له بدو سترګو سو تنها به سو
پل به له نسیمه سره اخلو څوک مو څه ویني؟
پاس به د اسمان پر لمن وګرځو عنقا به سو
ته لکه غنچه زه به شبنم غيږي ته درسمه
بس دا یوه شپه سره یوازي تر سبا به سو
راسه جهاني چي دا بوډۍ شېبې دي مستي کو
ترنګ به سو، سارنګ به سو، پیاله به سو، مینا به سو.
عبدالباري جهاني
د ۲۰۲۲ کال د اګست د میاشتي اته ویشتمه، ویرجینیا

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.