د هډوکو ناروغي

1,030

دهډوکو ناروغي (استيؤپروز ):Osteoporosis دي ناروغي ته په انگليسي استيؤپروز او دخلگو په ژبه دهډوکو ويلي کېدل يا کمزوري ورته وايي .داستيوپروز ناروغي دانسان د وجود تول هډوکي تر تآثير لاندي راولي.داناروغي د پاخه عمر لرونکو انسانانو کې زياته ليدل کېږي چه خصوصا په ښځوکې %80 او نارينو کې %20 فيصده ليدل کيږي .ديو سروي له مخي پدي ناروغي اخته کسانو شميره په امريکا کې تقريبآ لس ميلونوته رسيږي .ددي ناروغي هم تداوي سته او هم يي مخنيوي کېږي خو څرنگه چه داناروغي په کراره کراره او دوخت تيريدوسره په انسا ن کې پیداکېږي نو تداوي يي هم لږڅه وخت نسي اوپه تددرجي ډول جوړيږي لږ حوصله پکارده.

داستيؤ پروز ناروغي عاملونه ياسببونه
سن او سال چه تر 65 کلني پورته سي.

ارثي يا جنتيک.

دکلسيم کموالي.

د وټامين ډي کموالي.

سگريت څکول.

الکول استعمالول

ډنگر والي چه دوجود وزن تر 56 کليوگرامه کم وي.

غير منظم غذايي خوا ړه.

روماتيزم ناروغي

داوږده وخت لپاره گلوکوکورتيکويددواگاني استعمالول.,..

دچاو زیات چښل هم کله کله دپښتورگودلاری کلسیم دوجود څخه باسی.

دناروغي نښي نښاني:

دوږو درد

دستون فقرات او ملادرد.

دهډو درد.

دخوب خرابوالي.

بي اشتهايي.

خستگي او دستړيا حس.

دخلگوسره په اجتماعي اړيکووکې کي کموالي .

په روحی دول دمرگ بيره ورسره.

داپورته هغه نښي نښاني دي چه اکثره وخت ددغه ناروغي سره ملگري وي. دناروغي تشخيص ډاکتر له خوا د ځنيو معايناتو په واسطه ايښودل کيږي لکه په وينه کي دکلسيم مقدار .راډيولوژيک عکس دهډوکوچخه.دمريض شکايت اوريدل اوداسي …

دناروغي تداوي;

منظمه غذا

په کافي اندازه کلسيم اخيستل

دلمر دوړانگو چخه استفاده کول

د ډي ويتامين لرونکو موادو چخه استفاده کول.

دزياتي مالگي داستعمال چخه ځان ساتل

دسگريټو دڅکولوچخه ځان ساتل

منظم او سپک فزيکي تمرين لکه قدم وهل سپک حرکتونه,بايسکل چلول…

سپورت په هفته کي څلور واري يوساعت په اندازه.

دپورته ذکرشوو شيانو څخه تر ټولو مهم او تاثيرناکه شي دکلسيم لرونکو موادو څخه استفاده کول دي چه داستيوپروز په مريضی اخته کس بايد په ورځ کي 1500 ملي گرامه کلسيم واخلي چه يو مثال يي په لاندي ډول دي دهغه له مخي تقريبي حساب ورته کولاي شي

يوغاب مستي تقریبا 450 ملي گرامه کلسيم لري.

يوپياله شيدي تقریبآ300 ملي گرامه کلسيم لري.

يوه پياله شلومبي تقریبآ 285 ملي گرامه کلسيم لري.

يوه کوچني ټوټه پنير يا په اصطلاح چکيده 115 ملي گرامه کلسيم لري

يو کوچني گلاس شريخ 120 ملي گرامه کلسيم لري

دماهي غوښه کوچني ټوټه 324 ملي گرامه کلسيم لري,

دپورته مثالو په نظر کي نيولوسره خپله روزانه کلسيم مقدار تقريبي حسا ب کولاي شي فقط کلسيمي مواد يو منفي تاثيرلري هغه داچه که زيات استعمال شي کيداشي دقبض سبب شي نور نو کم داسي خاص تاوان نلري کوشش کوي چه دلبنياتو چخه زياته استفاده وکي ځکه په زياته اندازه کلسيم لري.
همدرا رنگه د ډي ويټامين هم په کلموکي کي دکلسيم په جدب کي ډير غټ رول لوبوي او هروخت بايد استفا ده تري وشي د ډي ويټا مين مهمه منابع دلمر وړانگي دي چه په ورځ د 15 دقيقولپاره مخ,لاسونه, بازوگان ,مخامخ لمرته نيول کيفايت کوي. همدارنگه ددي ناروغي لپاره مختلفي دواگاني شته چه د ډاکتر دمشهوري مطا بق ور کول کيږي یوڅومثالونه یی دادی Bisphosphonates: __ Alendronate =Fosfamax __ Risedronate = Actonel __ Ibandronate = Borniva __ Zoledronic acid = Reclas

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.