د لنډیو په څپو کې د تړلو ښوونځیو ازانگې
پنځمه برخه
اوس نو ناچار چې کډه وکړو
خپل واکداران خو مکتبونه بندوینه
جلۍ وطن نه کډه وکړه
وجه یې دا وه چې یې بند شول مکتبونه
نجونو ته زیری ورکړئ خلکو
اوازه راغله ښوونځي یې خلاصوینه
ترشپـږم پورته د نجونو ښوونځیو نه خلاصېدلو موضوع نه یوازې د افغانانو لپاره، بلکې د نړیوالو لپاره یو درد سر جوړ کړی دی او هره لاره چې د ستونزې حل ته وړاندې کېـږي، مثبته پایله نه ورکوي.
همدې ستونزې پورې اړوند مې د دې برخې لپاره دا لاندې لنډۍ راټولې کړې دي:
چې مکتب بند شو زه به څه کړم
په رڼو گورم تویوم اوښکې اهونه
ښوونځی بند، غږ خو یې راغی
زه چې دوی گورمه ژوندون هم بندوینه
چې له مکتب یې دوښمني ده
د دوی څه خوښ دي چې دوستي به یې کوینه
دوی به په نجونو نور څه وکړي
ښوونځی بند، کور کې بندي، نور څه راځینه
اوس نو ناچار چې کډه وکړو
خپل واکداران خو مکتبونه بندوینه
بهرنی مېـړه به وکړم
پښتون واکدار مې ښوونځي ته نه پرېـږدینه
جلۍ وطن نه کډه وکړه
وجه یې دا وه چې یې بند شول مکتبونه
پر وچو شونډو یې ښېرې وې
ښوونځی بند و چا ریښتیا ویلي ونه
خدای مهربان دی صبر وکړه
د ښوونځي دروازې بیا راخلاصوینه
ښېرا مې کړې وې مکتب ته
شونډې گنډلې سترگې ټيټې گرځومه
رنگ به مې ولې نه زېـړېـږي
ښوونځي بند شول له درسو نه ووتمه
زما له زړۀ نه څه خبر يې
مکتب چې بند شو، زړه مې پرې شو په قاشونه
نجونو ته زیری ورکړئ خلکو
اوازه راغله ښوونځي یې خلاصوینه
خوب او خوراک یې رانه واخیست
کوم وخت چې پوه شوم ښوونځي تړلي دینه
ارام له ما نه تېښته وکړه
چې کال پوره شو لا تړلي مکتبونه
ښوونځی کولپ شو زه شوم مړاوې
پر زړه مې پاتې دې د زدکړې ارمانونه
اوس به نو خود خوشاله گرځم
اوازه راغله ښوونځی مې خلاصوینه
د ښوونځي ارمان مې زړه کې
پـړمخې ولویده ریښتیا مړاوې به شینه
خوشې چټي مې خواري وکړه
چې تر شپـږم پورې مې تېر کړل کړاوونه
اور مې پر ټول بدن بلېـږي
چې ښوونځي ته مې پراته دي غټ کولپونه
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.