پوټزل: د نجونو ښوونځیو بندېدل د ملا هیبت‌الله کار دی

614

دعوت میډیا (چهار شنبه/۶ تله /۱۴۰۱): د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي مرستيال مارکس پوټزل په نيويارک کې د دې سازمان د امنيت شورا ناسته کې وويل، چې له شپږمو ټولګيو پورته ښوونځيو ته د افغان نجونو د نه پرېښودو او د افغان ښځو د حقونو محدوديت تصميم د ملا هبت‌الله اخوندزاده لخوا نيول شوی او هغه ته نږدې سخت دريځه کسان له دې تصميمه دفاع کوي.

پوټزل زياته کړه، د دې ډلې ځيني غړي که له ياد تصميم سره مخالفت هم لري، نه شي کولای او يا هم نه غواړي دغه لوري ته بدلون ورکړي.

پرون ورځ د ط البانو د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت سياسي معين شير محمد عباس ستانکزي په کابل کې وويل، چې ژر تر ژره دې د تعليم زمينه برابره او د ښوونځينو دروازې دې له توپیره پرته د ټولو پر مخ پرانيستل شي.

مګر د ط البانو د سرپرست حکومت د امر بالمعروف وزیر بیا په خپلو خبرو کې پرون ورځ وویل، دنیوي تعلیم مباح او د خپل امیر امر منل واجب دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.