غزل

دیاسنګهـ انجان

238
خوږې ځـــکه د تا پسـتې خــــبرې دي جانانه
خوړلــي دې د جگو غرو گورگورې دي جانانه
غــوږو ته د رباب ورکـــــړه لږ تاو ربابي پاڅه
راوړي مې خـــوږې درتــه سنـدري دي جانانه
مقام ته په ملــــــتیا د زحمـتونو رسیدل دي
قسمت له گـــړنګو سره ټکــــــري دي جانانه
تصویر جوړول غواړي ستاد حسن بې له شکه
زما قـــــــلم نن بــیا کــــړي وزرې دي جانانه
د مینې باران وچ شو پدې ځمکې داسې ښکاري
الـــوتــې لـه بـامو ځــــکه کوترې دي جانانه
سـر ایښئ مې د هجر په ازغـیو له مودو دی
بالښتونه ستا د غېږې رانـه لـرې دي جانانه
چیرته ما یوازې څوک پریږدي پخپل حال کې
راتاو رانه د تا د یاد لښکــــــرې دي جانانه
د تورو شپو میلمه یمه خلاصون مې ترینه نشي
پکـتیا د غرو له ما پاتي چکرې دي جانانه
صفت ستا د ښـکلا له انجان اورمه ډیلي کې
کیسې د په والله چې خوندورې دي جانانه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.