د مېز له روک څخه یې یو خودرنگ را واخیست او د یادښت د کتابچې پر سر یې کېښود. ښکته پورته یې ورته وکتل: “ښکلی دی خو لا کارولی مې نه دی، هسې نه بند شي، کار ونه کړي.”
قلم یې بېرته د مېز په روک کې کېښود، لومړی یې د خپلې کرتۍ جېبونه وپلټل: “نه، نه! ښایي په بیک کې مې ایښی وي.”
د مېز تر څنګه یې ایښی بیک ته یې لاس ور اوږد کړ، را وا یې خیست، د مېز پر سر یې کېښود. لټ په لټ یې کړ خو تر څه سوچ ور په یاد شو چې پرون اداري مدیر د سندونو تر امضا اخیستلو وروسته د ده قلم پچچه خپل جېب کېښود. موسکی شو: ” عجیبه خلک دي یو قلم ته یې هم سترګې وي، زنګ به ور ووهم چې رایې وړي.”
سر یې کیڼ او ښي لور ته وخوځاوه: “نه، ښه نه ده؛ وایي به چې مشر د یوه قلم لپاره هم زنګ را وهي، هسې هم ټول یادښتونه پخپله هغه اخلي.”
یوه ارامه ساه یې وکښله خو لکه چې څه وریاد شوي وي، په بېړه یې د ډیجیټل تلفون غوږۍ راپورته کړه. د شمېرې د داېرولو پر وخت تندی گونځې شو: “نه دومره د باور وړ نه دی، هغه دوه نورو جلسو کې هم ناقص یادښتونه اخیستي وو، هسې نه بیا دا کار وکړي. ښه ده چې زه هم یو نیم یادښت واخلم، بیا به د کومې موضوع پر سر له چرت وهلو خلاص یم.”
زنګ تېر شو، له دویم زنګ سره مبایل یې وشرنګېد. غوږۍ یې د مېز پر سر کېښود. راپاڅېد، د پتلانه له جېبه یې مبایل را وایست. په ځیر یې پر سکرین سترګې ښخې کړې. نااشنا شمېره وه، د نه ځوابولو تڼۍ یې کېکاږله. په ډیجیټل تلفون کې د اداري مدیر غږ اوچت شو: “بلې، بلې.”
غوږۍ یې پر تلفون کېښوده: “قلم مهم نه دی، دونر نه وي، بیا به خپه وي چې تلفون مې ورته جواب کړی نه دی.”
مبایل یې راپورته کړ، غوښتل یې هغې شمېرې ته زنګ ووهي چې بیا له هماغې شمېرې زنګ راغی، د دې خبرې په کولو سره چې حتما کوم ډونر به وي، ژر یې مبایل غوږ ته کړ، خو د بلې صاحب! په ویلو سره یې ژبه ونښته: ب…ل…ې، څه، کور ته زنګ ووهم، خیر…ری…ری…يت…
رنګ یې تور واوښت. په غوسه یې تلفون په زوره پر مېز ورخوشې کړ : “کور دې لوگډ مه شه، تلفون دې ولې بند کړ. په کور کې څه خبره ده، څه شوي؟”
د لاسونو له تېز تېز مروړلو سره دوه درې ځلې تر وره پورې لاړ او راغی، نپوهېده چې څه وکړي، تلفون یې را واخیست او هغې شمېرې ته یې زنګ وواهه خو شمېره بوخته وه.
کور ته يې زنګ وواهه، موبایل بند و. اندېښنه يې زیاته شوه. دوه درې ځلې یې بیا هم زنګ وواهه خو دستګاه ځواب ورکاوه چې شمېره د پوښښ له ساحې وتې او یا ګل دی.
د دروازې په لور په منډه شو.
له دفتر نه د وتلو په شېبه کې اداري مدیر یې مخې ته و درېد، په یوه ساه یې هغه ته وویل: “مدیر صاحب! زه کور ته ځم که ډونران راغلل زما تر راتګه یې بوخت وساته، زه ژر بېرته راځم.”
په موټر کې له کیناستو سره یې د خپلې کوڅې وکیل ته یې زنګ وواهه: “کور ودانه مې راباندې ملامته نه ده، په رښتیا هوایي او ساده یم، ولې مې لومړی دا کار ونه کړ.”
تلفون زنګ تېر کړ، خو چا ځواب ورنه کړ.
سودا یې شوه: خدای دې نه کوي، کومه بده پېښه نه وي شوې، وړه مې هم سبایي وار دوه وټوخل… خو د کور موبایل ولې بند دی؟ … ها هغه خو وران و. هغه مې باید جوړولو ته راوړی وای …زوی ته به مې زنګ ووهم. نه نه، هغه به اوس په امتحان کې وي. هسې نه که خبر نه وي پریشانۍ نه به یې هر څه هېر شي.”
موبایل یې له خپل تندي سره دوه درې ځلې وټکاوه، خولې پرې راماتې شوې: “که غله اوښتي وي، مېرمنه مې هسې هم لوړ فشار لري، که څه پرې شوې وي…”
لاسونه یې غوږونو ته کړل: “توبه توبه، خدای دې نه کوي. خدای دې…”
ډرېور پرې غږ وکړ: “رییس صاحب ستاسو کور ته را ورسېدو، انشالله چې خیر و خیریت دی. که څه خبره وای خلک به راټول وو.”
هغه په بېړه موټر نه ښکته شو او په منډه ګور ته ننوت.
لورکۍ یې د سوپې په سر له خپلو نانځکو سره لګیا وه. مېرمنه یې چې له سوپې سره د اوبو نل ته نږدې په کالي مینځلو بوخته وه او د ده له ناببره او په بېړه کور ته ننوتلو وارخطا کړې وه، په وارخطایۍ يې وپوښتل: “خیریت دی، ولې دې رنګ اوښتی، دا وخت خو هیڅکله نه راتلې؟”
هغه بې له دې چې څه و وایي د خپلې لور ترڅنګ پر سوپې کېناست. هغه یې غېږ کې ونیوله، ښکل یې کړه او تر یوې اوږدې او ژورې ساه اخستلو وروسته یې وویل: “یو چا زنګ وهلی و، ویل یې یو ګاونډی مو یم، کور ته زنګ ووهه، بیا مې چې څومره کوښښ وکړ، تلفون یې بوخت و.”
له دې سره یې مخ په قبله لاسونه لپه کړل: “شکر خدایه چې څه پېښه نه وه.”
غوسه ورغله، سترګې یې رډې رډې راووتې: “زه به د دې تلفون کوونکي سابه په مالګه کوم.”
له کور نه په وتو غوښتل یې اداري مدیر ته د ډونرانو د راتګ په اړه زنګ ووهي چې بیا له هغې شمېرې ورته زنګ راغی. موبایل یې په غوسې سره اوکې کړ او د غږ د لوړولو بټن یې هم وواهه: “زه به درسره پوه شم، تا خو راکې وینه وچه کړه…”
هغه خواب ورکړ: “وبښه، زه معذرت غواړم، تا چې زنګ واهه هغه له خپل ګاونډي سره په تلفون بوخت وم، بیا مې له شرمه درته زنګ ونه واهه، فقط یوه شمېره رانه غلطه شوې وه، زموږ د ګاونډي پر کور غله اوښتي وو، هر څه یې ترې وړي.”
موبایل يې په غوسې د موټر سیټ ته ګوزار کړ او موټر ته وخوت. لکه چې څه سوچ ورغلی وي، له ځانه سره وبونګېد: ” هسې هغه سړي ته په غوسه شوم، خپه شوی نه وي. بد کار خو يې نه و کړی، که رښتيا زما کور ته غله اوښتي وای، څه به کېده؟”
ډرېور يې په اوږه وډباوه: ((اکسلیټر ته لته ورکړه چې تر مېلمنو لږ مخکې دفتر ورسېږو.))
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.