د کرکټ نړیوال جام، هند او پاکستان نن لوبه کوي

595

د اسټرالیا په کوربه‌توب د روان کرېکټ شل اووره نړیوال جام سیالیو تر لړ کې نن د هند او د پاکستان د کرېکټ ملي لوبډلې د یوه بل پر وړاندې لوبه کوي.

ټاکل شوې چې دغه سیالي نن د افغانستان پر وخت ۱۲:۳۰ بجې د اسټرالیا په مېلبورن کې پیل شي.

د دواړو لوبډلو ترمنځ په وروستیو پنځو سیالیو کې هند درې ځلې او پاکستان بیا دوه ځلې بریاوې خپلې کړې دي.

په ورته مهال د پاکستان او د هند د کرېکټ ملي لوبډلو په خپلو وروستیو پنځو شل اووره نړیوالو سیالیو کې یوازې یوه یوه لوبه بایللې او پاتې یې ګټلې دي.

د اسټرالیا مېلبورن کرېکټ لوبغالی د شاوخوا ۱۰۰زره نندارچیانو لپاره جوړ شوی چې نن به د هند او پاکستان د لوبې کتلو لپاره له نندارچیانو ډک وي.

په یاد لوبغالي کې شوې وروستۍ پنځه لوبې هغې لوبډلې ګټلي چې دویمه توپوهنه یې کړې ده.

د دواړو لوبډلو لوبډلمشرانو په خبري کنفرانسو کې یادې سیالي ته له بشپړ چمتووالي خبر ورکړی دی. د پاکستان لوبډلمشر بابرعظیم ویلي، که څه هم دغه لوبه له فشاره ډکه ده، خو دی پر خپلو توپ اچوونکو بارو لري.

بل‌خوا د هند د کرېکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر روهیت شرما بیا ویلي چې هر ډول لوبې ته چمتو دی او پاکستان ته به دې سیالي کې ماته ورکوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.