د روان کرېکټ شل اووره نړیوال جام سوپر ۱۲ پړاو کې نن پنجشبه د اکتوبر ۲۷مه سوېلي افریقا بریالۍ شوه چې بنګلدېش ته د ۱۰۴ منډو په توپیر ماته ورکړي.
په دغه سیالي کې سوېلي افریقا د «رایلي روسو» د سیلیزې پرمټ په ټاکل شویو شلو اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو بنګلدېش ته د ۲۰۶ منډو هدف وټاکه.
رایلي روسو دغه سیالي کې ۱۰۹ او کوینټن ډيکاک ۶۳ منډې وکړې.
د سوېلي افریقا د ورکړل شوي هدف په ځواب کې د بنګلدېش کرېکټ ملي لوبډلې له ټاکل شویو شلو اورونو څخه یوازې ۱۶.۳ اووره ولوبول او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یې ۱۰۱ منډې جوړې کړې.
د بنګلدېش لپاره په توپوهنه کې لېټن ډاس تر ټولو زیاتې ۳۴ منډې جوړې کړې.
د سوېلي افریقا لپاره په توپ اچوونه کې انخېل نوکیا په ۳.۳ اورونو کې د لسو منډو په بدل کې څلور بنګلدېشي لوبغاړي وسوځل او تبرېز شمسي بیا څلورو اورونو کې ۲۰ منډې ورکړې او د سیالې لوبډلې درې لوبغاړي یې وسوځول.
سوېلي افریقا په دې بریا سره په خپل ګروپ کې په یوې بریا او یوې بېپایلې لوبې سره په درېوو امتیازونو سره لومړی ځای لري.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.