فکرونه ولې وژل کېږي؟

شبانه پوپلزۍ

998

فکري وژنه څه ده؟ فکر ولې وژل کېږي؟ فکري وژنه یوه ټولنه لو کومو ستونزو سره مخ کوي؟ زموږ په ټولنه کې دا ستونزه تر کومې اندازې لیدل کېږي او د دې ستونزې د مخنیوي له پاره څه باید وکړو؟ دا هغه پوښتنې دي، چې په دې مقاله کې به ځواب شي او پر دې موضوعاتو به بحث وشي.

کله چې یو انسان په رواني لحاظ ځپې، د هغه فکري استعداد ته ضربه رسوې، فکر یې ګډوډوې، داسې ضربه رسول چې هغه بیا د کوم څه په اړه د فکر کولو وړتیا ونه لري، مطلب د فکر کولو قوت او استعداد یې وژنې دا فکري وژنه ده. چې د فکر وژنه د جسم تر وژنې هم خطرناکه ده.

فکري وژنې ډېر وخت په ارادي ډول وي او ځینې وخت بیا په غیر ارادي ډول هم کېږي.

په ارادي ډول یو هیواد د بال هیواد د وګړو د فکري وژنې لامل کېږي؛ دوی په قصدي ډول د خپلو ګټو له پاره د بل هیواد د وګړو فکرونه په بېلا بېلو لارو وژني، چې دا کار د جګړې، ویرې او منفي تبلیغاتو په واسطه ډېر وخت ترسره کېږي، تر څو د هغه هیواد وګړي فکر ونه شي کړي او د فکر کولو او کار کولو قدرت یې له منځه یوسي، د پرمختګ مخه یې ونیسي. لکه زموږ فکرونه چې تل په بېلا بېلو لارو د نورو هیوادونو په واسطه وژل شوي او وژل کېږي، تر څو دا هیواد تل نورو ته احتیاج وي.

بل ډول هم غیر ارادي فکري وژنه ده، چې ځینې کورنۍ د خپلو اولادونو د فکر د وژنې لامل کېږي حال دا چې موخه یې خپل اولاد ته ضرر رسول نه وي، ځینې وخت د ټولنې دودونه او ناسمې پریکړې د دې لامل کېږي، چې د یو کس یا ډېرو کسانو فکرونه و وژني.کله چې یو ماشوم محدود شي دا مه کوه هغه مه کوه، په هر څه کې بې ځایه چیغې پرې ووهل شي د هغه پر استعداد نیوکې، کورنی تاوتریخوالی دا ټول د فکري وژنې لامل کېږي او د ماشوم فکر خرابېږي او بالاخره یې د فکر وژنې لامل کېږي. دودونه او بې ځایه نیوکې هم د نوي فکر د تولید د مخنیوي لامل کېږي او نوی فکر او استعداد وژني. دا زموږ د ټولنې د وګړو یو بد عادت دی، کله چې یو کس غواړي په ټولنه کې نوی فکر تولید کړي، یوه نواوري وکړي، یوه نوې خبره یوه نوې نظریه وړاندې کړي، په دې وخت کې د ټولنې د ډېری وګړو تر نیوکې لاندې راځي او په دې کار سره د دې کس او نورو جرات ترې اخلي او د فکري وژنې لامل یې کېږي، چې دا بیا ډېری وخت په ارادي ډول وي او یا هم غیر ارادي ډول هم دا کار کېدای شي.

فکري وژنه یوه ټولنه له ډېرو بدبختیو سره مخ کوي، که د یوې ټولنې د وګړو فکر ووژل شي په اصل کې هغه ټولنه له مرګ سره مخ دی، نو ځکه ځینې هیوادونه غواړي، چې د نورو زیانونونو تر څنګ زموږ د ټولنې د وګړو فکري وژنه هم وکړي. د فکري وژنې د زیانونو په  اړه د پښتو ژبې مشهور شاعر ګل پاچا الفت صاحب داسې وایي:

هر څه چې مې وژنې خیال او فکر مې مه وژنه

په دې کې مې وطن ته لوی تاوان لیدلی دی

په دې بیت کې وینو چې الفت صاحب هم فکري وژنه د یو ملت او هیواد لوی زیان ګڼلی او دا غوښتنه یې کړې، چې خیال او فکر مو مه وژنئ، ځکه په دې کې مې وطن ته لوی تاوان دی. که د یو کس فکر ووژل شي، هغه وطن ته کومه ګټه نه شي رسوی؛ بلکې کېدای شي د هیواد د بربادۍ لامل شي. د تاریخ په اوږدو کې موږ د دې شاهدان یو چې کله د یو کس فکر زموږ د هیواد د دښمنانو له خوا خراب شوي، ور مینځل شوی او خپل انساني او وطني احساس یې ور وژل شوی؛ هغه کس بیا هیواد له لویو ستونزو او بدبختیو سره مخ کړی دی.زموږ ټولنه هغه ټولنه ده،چې تقریبن ټول وګړي یې له فکري وژنې سره مخ دي او فکر یې وژل کېږي او کلونه کېږي، چې د فزیکي جنګ له امله مو د جسمي وژنې تر څنګ ژوندي انسانان په بېلا بېلو لارو د فکري وژنې ښکار شوي دي؛ نو ځکه دا هیواد له بدبختیو نه خلاصېږي.

د دې له پاره چې ځانونه او خپل هیواد له بد بختیو څخه خلاص کړو، اړینه ده چې لومړی فکري وژنه بند کړو، لومړی دې ته پام وکړو چې خپله یو د بل فکر ونه وژنو او بیا پر دې کار وکړو چې نور مو فکري وژنه ونه کړي، تر څو په دې سره له هر ډول بدبختیو څخه خلاص شو. کله چې د انسانانو تر منځ فکري وژنه بند شي، نور جسمي وژنه هم بندیږي او له هر ډول بدبختیو خلاصېږو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.