غزل

محمداجمل کریمي

583
ته وا خوند به ونه کړي؟
غزل
د عشق مِمبر ته په اذان،پسې راغلی یمه
له ځانه ورک یمه په ځان، پسې راغلی یمه
چاته اظهار ته مې تر اوسه داسې ګل ونه مند
په یوه نایابه ګلِستان، پسې راغلی یمه
مخلوقه! مانه مې علت دبربادۍ مه پوښتئ!
مخلوقه! بس خو په جانان ،پسې راغلی یمه
د پسرلیو سوې ساندې مې تر زړه وتلې
په پوهولو د خزان، پسې راغلی یمه
ګنې نو وخته به مې ځان ځینې ورک کړی و خو
د چا په سترګو په جهان، پسې راغلی یمه
په چا مې وخوړه ځواني؟ په څه کې لاړه رانه؟
هی!په قسم چې په ارمان، پسې راغلی یمه
کریمي غواړم د چا حُسن ته یې په بیعه واخلم
د ښو الفاظو په دوکان ، پسې راغلی یمه
2022/10/27

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.