محمد رفیع څنګه د بالیوډ غوره سندرغاړی سو؟

731
محمد ابراهيم سپيڅلی – دویچه ویله

12 ساعتونه مخکې

د هغو کسانو یو اوږد ليکلړ موجود دی، چي له لاهور څخه د ممبي فلمي صنعت ته ولاړل او هلته بريالي سول. د دغسي ستورو له ډلي څخه یو هم محمد رفیع دی، چي د مرګه يې ۴۲کاله کېږي، خو لا يې نوم هغسي ژوندی دی.

هغه دغه بریالیتوب ته په اسانۍ نه دی رسیدلی، بلکي د دې ترمخه چي د ممبی پر هنري اسمان وځلېږي، ډېري شپې يې پرځان روڼي کړي دي.

د هندي فلمي موسیقۍ په تاریخ کي ۱۹۴۴ميلادي کال د دوو ټکو له مخي ځانګړی ارزښت لري، یو دا چي د موسیقي ږغوونکي نوشاد علي فلم «رتن» په سېنما کي خپور سو، دوهم دا چي محمد رفیع د ممبی په نیت لاهور پرېښود.

په ممبی کي د رفیع  د اوسیدو د لومړي ځای په اړه مشهور شاعر جاوید اختر داسي وايي: «د ممبی د بهنډي بازار په ګڼ مېشته سیمه کې يوه کوچنۍ کوټه یا خونه د هغه لومړی استوګن ځای وه. په دې هيڅوک نه پوهېدل، چي دلته یو داسي هنرمند اوسي، چي د هندوستان هر ګوټ ته به يې ږغ ورسیږي.«

د ان فلم یوه صحنه
د ان فلم یوه صحنهانځور: Mary Evans Picture Library/picture-alliance

نوشاد په یوې مرکې کي د یوې پيښي بیان داسي کوي، یوه ورځ دی له کاردار پروډکشن هاوس څخه دباندي راووتی، ناڅاپه يې یوتنکی ځوان ولیدی، ده ته يې هغه لیک ورکړ، چي لکهنو ته تللی او دده له پلار څخه يې ورته راوړی ؤ، د نوشاد په خبره، د لیک له لوستلو وروسته يې تنکي ځوان ته وکتل، هغه په ډېر ساده ډول ورته وویل: «یو چانس خو راکړه!»
په هغه وخت کي »پهلي اپ کي نام» په نامه یو فلم جوړېدی، په دغه فلم کي له «جي ام دراني او علاؤالدین سره ،چي وروسته د پاکستان مشهور فلمي ستوری سو» یوځای محمد رفیع ته هم د یوې ګډي سندري چانس په لاس ورغلی، د سندري مطلع يې داسي وه «موږ د هندوستان یوو، هندوستان زموږ دی.»

لیک او د رفیع زحمت چنداني ګټه ونه کړه. د هندي فلمي سندرو په اړه د سرجیت سينګ د لیکلي قاموس له مخي له یاد فلم څخه یو کال وروسته رفیع صاحب ته یوازي د داسي  ۱۰ سندرو موقع مساعده سوه، چي نیمايي ګډي سندري یا کورس وې او له نوشاد سره د یوې بلي سندري ثبت ته دوه کاله سترګي په لار پاته سو.

له بله اړخه طلعت محمود او مکېش نسبتا ژر د بریالیتوب منارونو ته وختل، طلعت محمود له دې وړاندي په «آل انډیا راډیو لکهنو» کي د «میر، داغ، جګر » او نورو مشهورو شاعرانو غزلونو د ویلو په سبب ډېر مشهور سوی ؤ.
ممبی تر رسېدو وروسته ورته انل بسواس یوه په زړه پوري سندره ورکړه، ده هم په ډېر کم وخت کي داسي چمتو کړه، چي تر ډېره وخته خلکو اورېدله، د هغي سندري مطلع داسي وه:« اې زړګیه! ما داسي ځای بوزه، چي هلته هیڅوک نه وي.»
د مکېش کېسه هم نژدې دغسي وه، انل بسواس هغه ته د «دل جلتا هی تو جلنې دې» یوه داسي په زړه پوري سندره ورکړه، چي د «سهګل» غوندي لوی سندرغاړي يې هم ستاینه وکړه.
په دې برخه کي «انل بسواس» د خپل وخت یو ځانګړی نوم دی، مګر رفیع دده «هوکړه» ترلاسه نه کړای سوه.

د هندي فلمونو موزیم
د هندي فلمونوموزیمانځور: Getty Images/AFP/P. Paranjpe

په دې وخت کي دلیپ کمار او راج کپور په فلمي ډګر کي د اتلانو په څېر وځليدل، نو همدا سبب ؤ، چي رفیع، نوشاد او دلیپ کومار لکه یو هنري مثلث بېلول يې ګران کار ؤ، مګر په ۱۹۴۸مېلادي کال کي د دلیپ کمار او نوشاد په ګډ جوړ سوي فلم «مېله» کي بیا هم د سندرو مرکزي ږغ د مکېش ؤ.

مغل اعظم یوه صحنه
مغل اغظم فلم یوه صحنهانځور: picture-alliance/Mary Evans Picture Library

په ۱۹۵۱مېلادي کال کي له «دېدار» فلم څخه د ځوان رفیع د بخت ستوری وځلېدی «هوې هم جن کیليې رسوا،نصیب درپه ترې او میري کهاني بهولني والې» هغه مشهوري سندري وې، چي د هنري لاري ډېري غوټي يې ورته پرانیستې.

دانو هغه کلونه ول، چي شنکر جی کشن، مکېش د راج کپور لپاره په «اواره» فلم کي په داسي ډول وکاروی،  چي بالاخره مکېش یومخ د راجکپور ږغ وګرځیدی.
په همدغه کال «ترانه» فلم هم خپور سو، په کوم کي چي د بسواس موسیقي او د طلعت له سوزه ډک ږغ اورېدونکي په خپل جادوکي را ونغښتل، «سیني می سلګتي هی ارمان، نین ملي نین هويي باورې اور ایک مین هو ایک میري بې بسي» په ډول مشهوري سندري هم په «دېدار» فلم کي د نوشاد او رفیع له زیار څخه کمي نه وې، خو په ۱۹۵۲مېلادي کال کي نورو هیلو ته زړونه په هوا ول، دانو هغه کال ؤ، چي نوشاد د «آن او بېجو باورا» فلمونو لپاره موسیقي جوړوله، دا داسي فلمونه ول، چي د هغوی لپاره د مکېش او طلعت ږغونه مناسب نه ول.

د نوشاد نامې لیکوال راجو بهارتن له نوشاد څخه پوښتنه کړې وه، چي تاسو د «بېجو باورا» فلم لپاره د طلعت پرځای محمد رفیع ولي غوره کړ؟ نوشاد صاحب ورته وویل: «طلعت د غزل په هنر کي ډېر رسېدلی دی، د هغه ږغ خپل ځان ته یو ځانګړی انداز لري، نو که چیري زه د مکېش یا طلعت ږغونه غوره کړم، اړ یم چي د خپلو سندرو د کمپوز لپاره همدغه ځانګړي انداز ته مقید  پاته سم، خو د رفیع ږغ بیا هر ډول موسیقۍ او کمپوز ته جوړ دی.»

دلوالي دلهن لیجایګا
دلوالي دلهن لیجایګاانځور: AFP/Getty Images/I. Mukherjee

دا هغه څه ول، چي رفیع ته يې په نورو ټولو نارینه هنرمندانو کي ځانګړی امتیاز ورکړی ؤ، ځکه ده نیمايي کلاسیکي سندري، غزل، قوالي، بجن، رومانوي او د سندرو نور ډولونه په داسي ډول ویلای سوای، چي د هر اورېدونکي پر زړه يې منګولي ښخولې.
د بېجو باورا فلم له خپرېدو وروسته د محمد رفیع د شهرت نغارې خپرې سوې، هغه نهه کاله ترمخه د یوې سندري ویلو یوازي لس هندۍ کلداري حق الزحمه اخیستله او له دغه فلم څخه وروسته يې پر يوې سندري دومره کلداري اخیستې لکه لتامنګیشکر ته چي ورکول کېدې او هغه حق الزحمه ۵۰۰ هندۍ کلداري وې.

مغل اعظم یوه صحنه
مغل اغظم فلم یوه صحنهانځور: picture-alliance/Mary Evans Picture Library

نوموړي شوخي او مستي سندري هم د نیم کلاسیکو سندرو په ډول داسي ښې ویلې، چي تراوسه يې مینه وال اوري. نو همدا سبب ؤ، چي له دې وروسته به رفیع د هر موسیقي جوړونکي لومړی انتخاب ؤ.
محمد رفیع له خپل هنر سره د لېونۍ میني په خاطر ډېر پیاده مزلونه وکړل، ډېر کلونه تولیدي شرکتونو ته ولاړی راغلی، په وچه ډوډۍ يې ګذاره وکړه خو همت يې له لاسه ورنه کړ، بالاخره د هندي سندرو په ډګر کي يې داسي تاریخ وګټی، چي تر اوسه د غوره سندرغاړو په کتار کي لومړی ځای لري.

هغه وخت، چي په ۲۰۱۳کال کي د هندي سېنما د یوې پېړۍ د بشپړېدو په ویاړ د « سي این این» او « آی بي این» مشهورو چینلونو په همکارۍ «د هندۍ سېنما لوی ږغ»  لپاره یوه سروې وسوه،  په دې سروې کي تر ټولو ډیري رایي رفیع صاحب ګټلي وې.

راجکپور
راجکپورانځور: picture-alliance/Mary Evans Picture Library

پر همدې مهال د بي بي سي د اسیايي څانګي په سروې کي دده دغه سندره: « بہاروں پھول برساؤ» لومړی مقام ترلاسه کړ.
ترهغه، چي د موسیقۍ او سندرو مینه وال وي، ږغ به یې د زمانې خاوري پټ نه کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.