د پښو پوندې مو ولې چاودېږي؟ عوامل او درملنه یې

ستار ارین

564

کله چې د بدن وچوالی او یا د اوبو نشتوالی رامنځ ته سي د پوندو د چاودېدو سبب ګرځي، د پوندو د چاودېدو په صورت کې باید د بدن د اوبو کموالي ته فکر وسي چې د بدن اوبه به مو نه وي کمې سوې، د دې په صورت کې پوندې چاودېږي.
یوازې د اوبو کموالي په صورت کې پوندې نه چاودېږي بلکې ګڼ شمیر نور لاملونه هم لري چې د پوندو د چاودېدو سبب کرځي زۀ به دلته ترې یادونه وکړم.

هغه عوامل چې د پوندو د چاودېدو سبب ګرځي:

چاغوالی:
۱- د چاغوالي له امله پر پوندو باندې د ټول بدن اضافي فشار راځي.
۲- که په دې وخت کې تاسو پر پوندو کوم ډول رطوبت یا د لندبل کریم استعمال نه کړئ نو په دې صورت کې مو پوندې چاودېږي.

د ویټامینونو کموالی:
زموږ وجود زیات شمېر مالګین، ویټامینونو او نورو غذایي موادو ته اړتیا لري، که زمونږ بدن د یادو شیانو له نیمګړتیاو سره مخامخ وي بدن مو له خوشکۍ سره مخ کېږی، همدا وجه ده چې زموږ پوندې د وچیدو سربېره د چاودیدو سره هم مخ سي.

خلاص بوټونه استعمال:
که چیرې داسې بوټونه یا څپلۍ استعمالوئ چې پښې مو په کې ازادې وي هم د پوندو چاودیدلو سبب ګرځي.

په ګرمو اوبو لامبل:
په ګرمو اوبو حمام کول که څه هم زموږ بدن ته ارام وربښي خو له بده مرغه زموږ د پوټکي روغتیا لپاره غوره نه ثابتیږي، ګرمې اوبه زموږ د بدن طبیعي غوړ ليرې کوي چې ورسره بدن خوشکیږي.

پورتني عادتونه یوازې زموږ د پښو او پوندو چاودیدو لامل نه بلکې د لاسونو او مخ هم کیږي، د دې پاملرنې لپاره تاسو تل پر پوندو واسلین او د رطوبت کریم ولګوئ او هیڅکله پوندې وچې مه پریږدئ.

ځینې کسان د حساسیت له کبله هم د پوندو چاودیدو سره مخ کیږي، دوی باید په خپل وخت د پوټکي ځانګړي متخصص ته مخه کړي.

که پوندې مو چاودلې وي او تاسې يې د درملنې لپاره ډېرې هڅې کړې وي او ټولې بې ځايه تللي وي، نو د اندېښنې پر ځای بايد دغه لارښوونې عملي کړئ، ان شاءالله له دې ستونزو به خلاص سي.

که د چا پوندې تل چودلې وي، نو اول بايد دغه ناروغ ډېرې اوبه څښل خپل عادت وګرځوي، چې د بدن اوبه يې پوره وي او تر څنګ يې لاندې لارښوونې عملي کړي.

کيله:
که چیرې کيله ښه ميده کړئ او په چاودو پوندو يې ولګوئ، نو په ډېر لنډ وخت کې به مو د پوندو چاودې ښه شي.

د ليمو اوبه:
د پوندو او لاسو د چاودو لپاره ليمو تر ټولو غوره او اسانه درمل دي. د ليمو اوبه، چې په تړمو اوبو کې ګډې کړې او لس دقيقې په کې خپلې پښې کېږدې، نو دا د پوندو د چاودو لپاره غوره درملنه ده.

هره شپه له ويده کېدو وړاندې د زيتون تېل په پښو ومښئ، لس دقيقې ورته انتظار وکړئ، بيا جرابې پښو کړئ او ويده سئ. دا کار چې څه وخت تکرار سي، نو د پوندو چاودې به مو له منځه ځي او بې غمه ژوند به کوئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.