طالبان له ملت او نړيوالې ټولنې سره په تقابل کې واقع شوي

سيد حسين پاچا

493

طالبان له ملت او هم له نړيوالې ټولنې سره په تقابل کې واقع شوي

طالبانو اوس پر نړيوالو د خپل حکومت رسميت پېژندنې لپاره د نجونو ښوونځي يرغمل کړي دي

يوازې الله تعالی پر ټول مخلوق ((انسانانو)) ټولواکمن دی انبياء عليهم الصلاة والسلام هم يو محدود حق لري. امارت ((شيخ هبت الله)) له چا د زده کړې او نورو مشروع حقوقو اخېستنې حق نه لري

نوټ : بريرة رضی الله تعالی عنها چې له خپل څښتن مغيث (رض) سره خوښه نه وه او حال دا چې هغه ((مُغيث)) ته ګرانه وه، خو د هغې طبيعت نه منلو. کله چې ازاده شوه، نو غوښتل يې چې له هغه سره پاتې شي او له پيله يې دا هوډ وو چې د ژوند خپله لاره بدله کړي او هغه هم پوهېده چې بربرة (رض) ورسره نه پاتې کيږي.. هرکله چې به هغه له کوره راووته، نو هغه به ورپسې د مدينې په لارو کوڅو کې منډې وهلې او ورته ويل به چې ((ما مه پرېږده او له ما مه جلا کېږه!)). ان تر دې چې پېغمبر (ص) پخپله وليده چې اوښکې يې پر ږيره يعنې مخ روانې دي او نه ودريږي او عباس (رض) يې وويل ته وګوره چې مغيث بريرة (رض) څومره خوښيږي يعنې څومره ورته ګرانه ده،. خو د هغې نه خوښيږي؟

رسول الله صلی الله عليه وسلم هغې ته وويل چې ((ارجعي الې زوجک)) خپل کور ته دې لاړه شه يا په نورو ټکو خپل څښتن ته دې ورشه، خو هغې ورته وويل چې ((اتأمرني يا رسول الله صلی الله عليه وسلم)) ايا تاسې ما ته امر/حکم کوئ؟ نو هغه مبارک ورته وويل چې ((لا، بل انا شافع)) نه، دا زما حکم/امر نه، بلکې دا زما سپارښتنه (شفاعت) دی يا په بله مانا زه يو منځګړی يا خيرخواه يم، نو هغې ورته ووويل چې ما ته د دې اړتيا نشته يعنې نه يې منم.

خدای مه کړه که نن موږ داسې کار وکړو، نو څه به مو حال وي؟ له نېکه مرغه چې الله تعالی او  اسلام موږ ټولو نارينه او ښځينه وو او هر چا ته خپل – خپل حق ورکړی دی. اوسنۍ واکمنې ادارې د کومو اصولو له مخې يې له نجونو د زده کړې حق اخېستی؟ او ولې؟

طالبان چې ملت ته مخه نه کوي. له ولس ، له ګاونډيو او هم له نړيوالې ټولنې سره د تفاهم ژبه پيدا کولی نه شي، نو اوس له نړيوالې ټولنې د نجونو د ښوونځيو په يرغملولو سره د خپل حکومت رسميت پېژندنه غواړي چې دا کار يې زياتی دی او د ټولو نورمونو، اصولو او اخلاقو له مخې د منلو وړ نه دی. دا د ولس حق دی چې د خپلو لوڼو او اولادونو د زده کړې لپاره راپورته او له ګرېوانه يې ونيسي.

خبريال :

د طالبانو يو لوپوړي چارواکي خبريال ته ويلي‌دي ((که نړيوال د نجونو د ښوونځيو خلاصول غواړي، نو لومړی دې د دوی حکومت په رسميت وپېژني)).

سرچينې زياته کړې چې دا د دوی د مشرتابه پرېکړه ده.

***      ***      ***

طالبان د خپل ورک مشرتابه د هرې نامشروع پرېکړې په منلو او تر سره کولو مکلف نه دي.

فتح الباري شرح صحيح البخاري ((کتاب الطلاق)) باب شفاعة النبي صلی الله عليه وسلم في زوج بريرة

باب شفاعة النبي صلى الله عليه وسلم في زوج بريرة

حدثنا محمد أخبرنا عبد الوهاب حدثنا خالد عن عكرمة عن ابن عباس أن زوج بريرة كان عبدا يقال له مغيث كأني أنظر إليه يطوف خلفها يبكي ودموعه تسيل على لحيته فقال النبي صلى الله عليه وسلم لعباس يا عباس ألا تعجب من حب مغيث بريرة ومن بغض بريرة مغيثا فقال النبي صلى الله عليه وسلم لو راجعته قالت يا رسول الله تأمرني قال إنما أنا أشفع قالت لا حاجة لي فيه

اسلامي زده کړه او سلوک ((رويه/چلند))

عن ابن عباس -رضي الله عنهما- في قصة بريرة وزوجها، قال: قال لها النبي -صلى الله عليه وسلم-: «لو رَاجَعْتِهِ؟» قالت: يا رسول الله تأمرني؟ قال: «إنما أشْفَع» قالت: لا حاجة لي فيه. [صحيح : رواه البخاري]

شرح الحديث

كان زوج بريرة رضي الله عنها عبدا يقال له مغيث رضي الله عنه، وكانت بريرة رضي الله عنها تخدم عائشة رضي الله عنها قبل شرائها، فلما أعتقتها، وجُعِل لها الخيار في البقاء مع مغيث أو الفراق فارقته بريرة رضي الله عنها، فكان مغيث رضي الله عنه بعد هذا التصدع الأسري يدور خلفها في سكك المدينة وطرقها يبكي ودموعه تسيل على لحيته؛ وهذا من شدَّة محبته لبريرة رضي الله عنها، علَّها تراجع قرارها وترجع إليه. فقال النبي صلى الله عليه وسلم لبريرة رضي الله عنها: لو راجعته لكان لك ثواب. فقالت بريرة رضي الله عنها: يا رسول الله أتأمرني بمراجعته وجوبًا. فقال صلى الله عليه وسلم: إنما أتوسط له. فقالت رضي الله عنها: لا غرض ولا رغبة لي في مراجعته.

بريرة رضی الله تعالی عنها چې د پېغمبر صلی الله عليه وسلم په کور کې د ام المؤمنين عائشې چوپړ (خدمت) کولو او د کور په کارونو کې يې ورسره لاسنيوي (مرسته) کوله او ازاده نه وه، نو ام المؤمنين د هغې ملاتړ کولو، ويې پلورله او ازاده يې کړه. له بل لورې د څښتن په حق کې ورته پېغمبر صلی الله عليه وسلم نصيحت يا سپارښتنه وکړه او د هغه په استازيتوب يې منځګړيتوب وکړ او د سمون هڅه وکړه، خو هغې ونه منلو. داسې نه چې خدای مه کړه هغې د پېغمبر (ص) حکم يا منځګړيتوب ته درناوی نه لرلو، بلکې د زړه تمايل يې بيرته له مغيث سره نه وو او دا د هر انسان يو فطري (طبعي) حق دی چې الله تعالی هر چا ته ورکړی دی. له دې امله موروپلار خپله لور او زوی له بل چا سره په زور (جبر) په نکاح او ورسره په ګډ ژوند کولو مجبورولی (مکلفولی) او هڅولی نه شي.

Shaykh Akram Nadwi on Obedience to Creation

Prostrating to Husbands | Shaykh Akram Nadwi

دا چې موروپلار خپل اولادونه په دې مجبورولی (مکلفولی) او هڅولی نه شي، نو حاکمه اداره څنګه پر خلکو او نړيوالو د ځان په رسميت پېژندنې لپاره د نجونو ښوونځي يرغملوي ((بونګه کوي)) او له ځان سره يې تړلي ساتي. د خپلو ستونزو لپاره ولس او د نجونو ښوونځي چې دا د ټولو ګډ ملکيت دی يرغمل کړي او تړلي ساتلي دي. دوی خو تر اوسه نورې بېلابېلې پلمې کولې چې اوس دا پلمه ورته چا په خوله کې ورکړه؟

د داسې يرغملګرو لپاره د قانون جوړونه څه ارزښت لري؟

سمه ده چې ځينې ښه کارونه يې هم وکړل، خو پخپلو ځينو ناپوه او بېځايه کړونو سره يې پر هغو ټولو سيوری وغوړولو. دې ولس خو دوی ته د دې لپاره غېږه نه وه خلاصه کړې چې سبا ته به يې همدوی بيرته يرغملوي، بلکې د دې لپاره چې له هغو نورو هم ناخوښه ول، خو دوی داسې کار وکړ چې ځانونه يې په لوی لاس له ولس څخه لېرې کړل چې دا واټن ترې ورځ تر بلې زور اخلي. بله دا چې دوی خو دلته پخپله خوښه نه، بلکې د نورو په خوښه په لوی لاس راوړل شول او واک ته يې ورسول.

دوی خو ځانونه خپلواک او جمهوريت بلواک ګڼل، خو وړمه ورځ چې د قطر په دوحه کې د نورو له استخباراتو او نورو اړونده نظامي لوړپوړو چارواکيو سره د پټو دروازو تر شا پټې ليدنې وکړې، نو خپله دعوی يې خپله تر سختې نيوکې او پوښتنې لاندې راوسته چې سمله لاسه د روسيه د ملي امنيت مشاور څرګندونې وکړې :

تاند :

د روسيې د ملي امنيت شورا منشي نيکولای پتروشيف په تازه څرګندونو کې امريکا متحده ايالات تورن کړي،‌ چې د خپلو سياسي- جغرافيوي موخو لپاره يې د طالبانو، القاعدې او داعش ډلې رامنځته کړي دي.

همداسې ضمير کابلوف هم ورپسې څرګندونې وکړې :

د افغانستان لپاره د روسيې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمير کابلوف د طالبانو د حاکمې ادارې او امريکا متحده ايالاتو په وروستيو خوږو شوو اړيکو غبرګون ښودلی.

نوموړي په داسې حال کې، چې يو ځل بيا ېې امريکا او بريتانيا په افغانستان کې د داعش ډلې په پياوړتيا تورن کړي، پر امريکا تور پورې کړی، چې طالب مشران يې په خپلو ډرون بريدونو ډارولي او روسيې نه واټن اخيستو ته مجبوره کړي دي.

کابلوف په يوه تازه مقاله کې دا هم ليکلي، چې امريکا طالب مشران د چين د مخالفې ډلې ايغوريانو د فعاليتونو نه محدودولو ته هڅوي.

حاکمه اداره دې لږ له خپل ځان سره سوچ وکړي چې له يو لورې يې د نجونو ښوونځيو او نورو ناسمو کړنو ولس له ځان څخه خپه او لېرې کړ او له بل لورې يې خپل پخواني انډيوالان او ملاتړي له ځانه خپه کړل او هغوی په زغرده ويلي چې دوی يې له موږ سره واټن اخېستو ته مجبوره کړي دي.

دوی چې ځانونه خپلوان ګڼل او ولسمشر غني او جمهوريت لاسپوڅي او بل واکه، نو اوس دوی خپل ځانونه د انصاف په هېنداره کې څنګه ويني؟

دوی چې له ترکي علماو څخه د ځان په ګټه د ملاتړ غوښتنه کوي چې د دوی د ملاتړ په پايله کې به يې نړۍ په رسميت وپېژني، نو دا غوښتنه ولې له دارالعلوم حقانيه نه – نه کوي؟

کاشکې چې حقانيه خو يوه ورځ د دوی په ملاتړ خپل غږ پورته کړی وای او يا لږ تر لږه د يو ساعت هومره هم د خپلې مدرسې ومخې ته سړک ته راوتلی وای او د دوی په ملاتړ يې غږ کړی وای او له خپلو حکومتونو يې غوښتی وای چې تاسې خو يې په رسميت وپېژنئ. دا متره هم پکې نشته او نه دومره توان لري چې د دوی په ملاتړ غږ پورته کړي. د جهاد فتواو يې ورکولې شوې، خو نن يې د رسميت په پار يو غږ هومره هم پورته کولی نه شي، نو لاسپوڅي نوره څنګه وي؟

دا اړينه نه ده چې طالبان دې د شيخ هبت الله اخونزاده هره خبره چې له اصولو سره په ټکر کې وي ومني. دا چې د الله تعالی پېغمبر صلی الله عليه وسلم خپله سپارښتنه او د درېيمګړيتوب يا مينځګړيتوب رول پر بريرة رضی الله تعالی عنه ونه تپه، بلکې خوا يې پرې هم بده نه شوه، نو امارت او د امارت مشرتابه د کومو شرعي اصولو (ارزښتونو) او لاسوندونو له مخې له نجونو د زده کړې او له مېرمنو د کار حق اخېستی دی؟ او ولې؟

پوښتنه دا ده چې امارت او هم يې مشرتابه او ځينې اړوند نور لوړپوړي چارواکي ځانته په کوم حيثيت قايل دي؟ د الله تعالی پېغمبر صلی الله عليه وسلم چې د چا شخصي ژوند ته نننوت او نه يې پرې خپله د درېيمګړيتوب خبره تحميل نه کړه، نو دا اوسنۍ واکمنه اداره چې د اسلامي نظام د تحکيم باټې هم وهي څنګه اخېستای شي او د نجونو د زده کړې بنسټيز ښوونيز مرکزونه او ښوونځي له ځان سره پر نړيوالو د خپل رسميت پېژندنې لپاره له ځان سره يرغمل کړي دي. ښکاره خبره ده چې د دوی په ژمنو او کړنو کې سره يووالی نه شته، نو ځکه نړيوالې ټولنې هم له خوږې ګوتې نيولي دي.

پايله

له دې دا جوتيږي چې اوسنۍ حاکمه اداره د ملت په خوښه نه، بلکې د نورو نامشروع غوښتنو د تر سره کولو لپاره په لوی لاس راوړل شوې چې نن له دغې کورني، سيمه ييزې او نړيوالې ستونزې سره لاس و ګرېوان دي چې نه کورنی مشروعيت تر لاسه کولی شي او نه بهرنی چې بله لار ورته پاتې نه ده، نو ځکه يې د نجونو ښوونځي د خپل رسميت پېژندنې لپاره له ځان سره يرغمل کړي او اجازه نه ورکوي چې خلاص شي.

دا بايد موږ نن او يا وروسته ومنو چې موږ مجاهدين او نه دوی طالبان او نه نورې اسلامي سختديزې ډلې ټپلې لکه داعش، القاعده او داسې نور د حکومت جوړونې او حکومت کونې لپاره نه يو روزل شوي. دا ټولې ډلې ټپلې د جنګ او په افغانستان د نظامونو د پرزونې او له هر اړخيز پلوه د افغانستان د کمزوري کولو او وروسته پاتېوالي لپاره جوړې شوې وې چې هر چا پکې خپلې مشخصې موخې لرلې، نو ځکه اوسنۍ حاکمه اداره هم د تېرو جهادي او جمهوري نظامونو په شان پخپلو ژمنو او کړنو کې پاتې راغلل. دوی ته د ارګ نيول مهمه برېښېده، خو د ارګ ساتنه او حکومت جوړونه او ساتنه هر يو ځانته خپله رسالت او مکلفيتونه لري، نو ځکه جنګ راته اسان، خو په حکومت جوړونه کې مو باد ووتل او دا اوسنۍ اداره هم د امريکا په مصنوعي اکسېجن چليږي. که اوس پرې هغه اکسېجن ((پيسې)) بندې شوې، نو پر هماغه ساعت به يې ساه ختلې او له مينځه تللی وي.

په درنښت

سيد حسين پاچا

طالبان : که نړيوال د ښونځيو خلاصول غواړي، موږ دې په رسميت وپېژني

https://khabarial.com/archives/30128

هند وايی د افغانستان خاوره بايد د ترهګرو له ډلو له خوا ونه کارول شي

https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-63605065

ملګري ملتونه : افغانستان په ګڼو کړکېچونو کې ښکېل دی

https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-63600536

طالب مشرانو اعلان وکړ چې اوسنی نظام بايد ړنګ شي

https://khabarial.com/archives/1249

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.