د انکلستان د کرېکټ ملي لوبډلې د اسټرالیا په کوربهتوب د کرېکټ شل اووره نړیوال جام په پایلوبه کې پاکستان ته په پنځو وېکټو ماته ورکړه او د ۲۰۲۲ کال د نړیوال جام اتلولي یې وګټله.
دا په شل اووره سیالیو کې د انګلستان لوبډلې دویمه اتلولي وه.
پاکستان په دغه لوبه کې لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکل شویو شلو اورونو کې یې د اتو لوبغاړو په سوځېدو انګلستان ته د ۱۳۸ منډو هدف وټاکه.
د پاکستان لپاره په توپوهنه کې شان مسعود تر ټولو زیاتې ۳۸ منډې جوړې کړې.
د انګلستان لوبډلې که څه هم د توپوهنې پیل ښه، خو د لوبې په منځنیو اورونو کې یې لوبه ورو شوه چې وروستیو کې د بن سټوک ناسوځېدلو ۵۲ او معین علي د ۲۰ منډو پر مټ انګلستان لوبه کنټرول کړه.
انګلستانۍ لوبډلې د پاکستان ورکړل شوی هدف په ۱۹ اوور کې ترلاسه کړ او د دویم ځل لپاره د شل اووره سیالیو اتله شوه.
انګلستان له دې وړاندې په ۲۰۱۰ کال کې په لومړي د شل اووره سیالیو اتلولي ګټلې وه.
د انګلستان د کرېکټ ملي لوبډلې همداراز له ۳۰ کلونو وروسته نړیوال جام له پاکستانۍ لوبډلې خپل غچ بېرته واخیست او پاکستان یې د ۱۹۹۲ نړیوال جام د اتلولۍ بیا تکرار ته پرې نهښود.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.