ورک غمی

شبانه پوپلزۍ

601

د پسرلي څپانده سیند داسې غړومبېده تا به ویل اوس به نړۍ تر ستونې تېره کړي؛ کله به یې څپې داسې پراخه شوې، چې د سیند له غاړو به هم را واوښتې، کله به له غټو تېږو سره په لګېدو اوبه یو متر پورته شوې. د پسرلي یاغي او مستانه سیند همداسې بهېده یوه زړه راښکونکې منظره یې جوړه کړې وه. ما یې هم ننداره کوله. څو شېبې د سیند مستۍ او یاغیتوب دومره غرقه کړم، چې هېڅ مې هم نه وو یاد، دا مې هم هېر کړه چې د څه له پاره سیند ته راغلې وم.

څو ورځې مخکې چې د سیند نندارې ته راغلې وم، د ګوتې غمی مې اوبه کې رانه ولویده؛ دا مې درېیمه ورځ وه، چې د بیا موندلو له پاره یې سیند ته راتلم، خو په دومره لوی سیند کې به مې چېرې لټاوه. سیند ته مې وکتل ومې ویل: امممم! خدای خبر زما ښکلی غمی دې چېرې یوړ.

که ریښتیا و وایم د موندلو تمه مې نه لرله خو هسې به مې زړه ته را ولیده چې کېدای شي، د سیند کومې څنډې ته راغلی وي.

د راتلو په وخت کې  سیند ته ورکښته شوم، لاسونه مې ورکښته کړه؛ غوښتل مې ویې مینځم، د سیند لېونۍ څپو و ویرولم، داسې نه چې خپلې غېږې ته مې کش کړي. ترې را پورته شوم، ناګهانه مې سترګې د یوې تېږې په بېخ کې ولګېدې، چې کوم څه ځلېږي، ګورم چې زما د ګوتې ورک شوی غمی دی.

اوه! خدایه شکر غمی مې پیدا شو. په همدې سره موبایل وشرنګېده. سترګې مې رڼې کړې، د ساعت زنګ و، موبایل مې را پورته کړ، د شپې یوه بجه وه. د ساعت زنګ مې بند کړ، سترګې مې له خوبه هېڅ نه خلاصېدې د خیر روژه او پیشلمی یې کړې؛ سترګې دې لا پټې کړې نه وي بیا د پیشلمي وخت شي.

بیا خپل خوب را یاد شو، څومره ښکلی خوب مې لیده، کاشکې څو شېبې نوره هم نه ویښېدی. بیا مې موبایل را پورته کړ، نه پوهېږم څه به مې کتل  د موبایل د سکرین په رڼولو سره مې د تیلګرام د میسج نښه تر سترګو شوه؛په ځیر ځیر مې ورته وکتل!

ماته په تیلګرام کې میسج!؟ خو ما سره خو تیلګرام کې هېڅوک هم نشته پرته له تا او ته خو میسج نه کوې، نو دا بیا څوک دی؟

د موبایل کود مې خلاص کړ؛ زړه مې درزا کوله، ګوتې مې ریږدېدې اخر څوک به وي، زړه مې ویل ته یې.

کله مې چې تیلګرام پرانیست. لیکل شوي وه. مننه!

له ډېرې خوشحالۍ مې له سترګو اوښکې راغلې، داسې احساس مې، وکړ چې ټوله نړۍ زما شوه.وروسته له میاشتوستا  میسج راغی. زما د لسګونو میسجو ځواب اخر راغی، نوره مو خوا بدي خلاصه شوه.

نېټه: د ۲۰۲۲ د اپریل /۷

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.