دیارلس سوه افغانۍ

صدیق الله بدر

382

ناجيې پر موبایل لاس ونیو او ډرېور ته يې وويل: ((په درېیمه کارته کې له کابل بانک سره موټر ودروه.))
د هغې له دې خبرې سره د ډرېور تندی وغوړېد، په پوزې کش کړې هوا يې ورور ورو له خولې و ايسته او ويې پوښتل: ((معاشونه راغلي.))
ناجیې چې ځواب ورنه کړ، سر يې شا ته واړاوه او خوله يې وېړه کړه: (( مشرې! تا به هم دا پنځه میاشتې معاش نه وي اخستی؟))
ناجيه لکه چې د ډرېور خبره نه وي اورېدلې، موبایل غوږ ته کړ: (( ته لست جوړ که … ته يې له لګښت نه خلاص… ما ته خو غوږ شه… ومې ویل لګښت زه کوم، هر څه زه اخلم… نه، نه! اندېښنه مه کوه، تر دولس دیارلس سوه ډالرو نه زیاتېږي… نه له کوره نه… پیسې له بانکه اخلم… کوم ادرس چې مې درته ښودلی، په يو ساعت کې ځان ور و رسوه.))
موبایل يې بند کړ. تر خپل څنګ د ايښي دستکول پر سر يې کېښود. په دواړو لاسونو يې پر خپل مخ راخواره وېښتان يې د غوږ شا ته کړل او له ځانه سره لګيا شوه: ((اوس به خپلوانو ته وښييم چې په تخت جمعي کې خپلو خویندو او ورونو ته په ډالۍ خلک څنګه لګښت کوي.))
ډرېور موټر د کابل بانک مخې ته ودراوه. ناجيه ښکته شوه او له ښکته کېدو سره يې وويل: (( د يوې میاشتې معاش راغلی. ته يې بیا بله ورځ واخله. نن به تر ناوخته راسره په بازار کې يې.))
ډرېور وویل: ((ښه ده، که نن کېده د کور کرایه به مې پرېکړې وه، د کور خاوند ډېر په تنګ کړی…))
ناجيې د سترګو په برګولو سره د هغه خبرې ور پرې کړې: (( دلیل مه وایه، سبا يې واخله.))
ناجیه بانک ته ننوته، خلک په څو کتارونو کې ولاړ وو. زړه نا زړه غوندې شوه، غوښتل يې بېرته ووځي، خو په بر سر کې د ښځو پر لنډ کتار يې چې سترګې ولګېدې، کرار کرار ور خوځېده. څو ښځې د يوې غرفې مخې ته ولاړې وې. عينکې يې له سترګو سر ته کش کړې. کتار يې وشمېره، دا په کې نوبت ته ولاړه دیارلسمه ښځه وه.
غرفې ته نږدې شوې وه چې زنګ ورته راغی: ((بلی…اوس پيسې اخلم، لست دې جوړ کړ؟… خیر ما ته يې هم را مسیج کړه… داسې مه وایه ستا شتون حتمی دی، ستا ذوق او سلیقه مې خوښېږي… نه ډېره اندېښنه مه کوه، زما ډرېور او موټر شته، په نیمه شپه دې هم د کور د دروازې مخې ته ښکته کوم…بیا هم مننه… ګورم دې…خدای پامان.))
موبایل يې بند کړ. یو کس وروسته يې نوبت و. شاته يې وکتل، لس دولس نورې ښځې يې شاته ولاړې وې. کومې ښځې چې تر دې مخکې پيسې اخستې وې، د ټولو معاشونه په افغانۍ وو، د چا درې زره، د چا پنځه زره او د چا شپږ زره. دې ته سودا ولوېده، د غرفې پر خزانه دار يې غږ وکړ: ((زما حساب ډالري دی.))
• پروا نه کوي، ښځو ته مو امتیاز ورکړی، دواړه حسابونه په همدې غرفه کې پرې کوو.
شا و خوا ته يې وکتل، يوې ښځې تر شونډو لاندې ویل: ((ډالري ډالري.))
عینکې يې سترګو ته ښکته کړې، د غرور احساس يې وکړ، خو ژر پښېمانه شوه: ((هم ډالري، نو څه…اوس خو نورې ښځې هم ډالري معاش لري.))
نوبت يې راورسېد، ژر ژر يې د خپل بانکي حساب کارت را و ايست، د غرفې خزانه دار ته يې ورکړ: ((زما حساب وګوره، فقط یو نیم زر ډالره يې راکړه، نور يې بیا بله ورځ اخلم.))
خزانه دار د هغې کارت د خپل کمپيوټر پر سر کېښوده، پر کېبورد يې ګوتې پورې کړې، د کمپيوټر سکرین ته يې ښه په ځير وکتل، د واه په ډول لاسونه وخځول او په حیرانۍ يې ناجيې ته وکتل. دې ورته کړه: څه راګورې، پيسې راکړه، ناوخته کېږي.
خزانه دار کارت بېرته ورکړ: ((ډالري، اکونټ مو تش دی، د افغانۍ په حساب کې مو دیارلس سوه افغانۍ شته.))
رنګ يې والوت، خو ژر په ځان کابو شوه: ((نن يې په دفتر کې وويل چې معاشونه يې بانک ته انتقال کړي دي. دا يې څنګه انتقال کړي.))
له بانک نه په راوتو کې، هغې ښځې ته يې تر سترګو لاندې وکتل چې څو شېبې مخکې يې تر شونډو لاندې ډالري ډالري وایه، او اوس يې دې ته کتل او خندل يې.
موبایل يې له دستکول نه راواخيست او له ځانه سره يې وویل: (( اوس به د مالي مدیر خوښه شم.))
همدا چې موبایل يې غوږ ته کړ، خوله يې خلاصه کړه: ((ایازه! خدای دې وشرموه، له ادارې نه دې بار و بستره درتړم. خوار شې په دې مدیریت چې ته يې کوې، زما معاش خو لا بانک ته نه دی رسېدلی….څه، څه دې وویل؟ …اوووو، آی… رښتيا! ما خو تېره میاشت خپل معاش پېشکي اخستی و.))
ډرېور چې تر دې دمه خواشینی د موټر څنګ ته ولاړ و، د هغه پرېشانه حالت او خبرو په اورېدو. موسک شو.
۱۳۹۱.۱۰.۲ د شپې لس بجې، کابل، احمدشاه بابا مېنه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.