Notice: Function _load_textdomain_just_in_time was called incorrectly. Translation loading for the a3-lazy-load domain was triggered too early. This is usually an indicator for some code in the plugin or theme running too early. Translations should be loaded at the init action or later. Please see Debugging in WordPress for more information. (This message was added in version 6.7.0.) in /home/dawatmedia/public_html/wp-includes/functions.php on line 6121

Notice: Function _load_textdomain_just_in_time was called incorrectly. Translation loading for the real-time-auto-find-and-replace domain was triggered too early. This is usually an indicator for some code in the plugin or theme running too early. Translations should be loaded at the init action or later. Please see Debugging in WordPress for more information. (This message was added in version 6.7.0.) in /home/dawatmedia/public_html/wp-includes/functions.php on line 6121

Notice: Function _load_textdomain_just_in_time was called incorrectly. Translation loading for the publisher domain was triggered too early. This is usually an indicator for some code in the plugin or theme running too early. Translations should be loaded at the init action or later. Please see Debugging in WordPress for more information. (This message was added in version 6.7.0.) in /home/dawatmedia/public_html/wp-includes/functions.php on line 6121
یو لوی ویر او ستره ضایعه – DawatMedia24

یو لوی ویر او ستره ضایعه

مطیع الله سحر احمدزی

1,212

دا یو ستر واقعیت او زموږ د عقیدې او باورونو برخه ده چې هر ژوند په مرګ تمامېږي او هر ژوندی مري، خو هغوی بختور دي چې ژوند یې د خدای ج د رضا او د ولس د خدمت په لاره کې تېر کړی وي. په ژوندونې یې نیک او ښه عملونه کړي وي. د حاجي صاحب شمروز ولي خېل په څېر د دغسې نېکو او خادمو انسانو په مړینه بیا ټول غمجن او خواشیني وي.

ژوند لکه د بادو پیمانه او یا هم د ژمي مازدیګر نه پرې مړښت شته او نه یې هم تمېدل، د سترګو په رپ کې تېرېږي. حاجي صاحب شمروزخان بابا نږدې سل کاله عمر وکړ، مګر بیا یې هم د مرګ په ورځ او تر دا اوسه پورې ټول خواخوږي او دوستان داسې غمجن او ارمانجن دي لکه یوه ورځ ژوند یې چې کړی وي.

د احمدزیو قوم دروند سپین ږیری او د ولي خېلو د شورا رئیس اروښاد حاجي شمروز ولي خېل د 1401 کال عقرب (لړم) میاشتې په 18 نېټه  له دې فاني دنیا څخه سترګې پټې کړې او له موږ څخه یې د تل لپاره خدای پاماني واخیسته. ارواښاد نیږدې سل کاله عمر وکړ، خو ترپایه یې په ذهن، ناسته پاسته، له یو بل سره په سلوک، خبرو او حتی حافظه کې هېڅ ډول منفي بدلون رانغی.

اروا ښاد موږ ټولو ته د پلار او نیکه په شان مینه راکړې، دغه خواخوږی انسان نه یوازې زموږ نږدې خپلوانو او دوستانو، بلکې د هر مسلمان او وطنوال له درد چې خبر شوی، نو پرې دردېدلی او په هره خوشحالۍ یې خوشحاله شوی.

د ده هره خبره زموږ لپاره یو لوی درس وو. په کوم مجلس کې به چې دی و هغه مجلس به په ده او د ده په خبرو رنګین و. تل به یې موږ ځوانانو ته زیاتې سپاريښتنې کولې. ویل به یې چې ګورئ ځواني ما هم تېره کړې، د ځوانۍ دوره د لېونتوب دوره وي، خو د ځوانۍ په دغه لېونۍ دوره کې ما نه څوک ازار کړي او نه مې هم له خپل مسولیت څخه مخ اړولی. تاسې هم باید ډېر پام وکړئ، څومره مو چې وس کېږي یو مسلمان ته خیر ورسوئ، د خلکو له ځورونې ځان وساتئ، هر مشر او سپین ږیری خپل مشر وګڼئ او درناوی یې وکړئ.

کله چې ما د پوهنتون د فراغت اسناد واخیستل، نو یوه ورځ قضا ماذدیګرکورته راغی، په حویلۍ کې ودرېد، له ستړي مشي وروسته مې ورته وویل، دننه کېنوو.

ویل، نا د ناستې وخت نه دی، اوس اذان کوي، د فراغت مبارکي درته وایم. خدای دې تل بریالی لره.

د مننې په ویلو مې ورته د چایو او ناستې ست وکړ.

وې خندل، ویل، چای، خواږه او ناسته دې پور وي، بیا په کرارې اوس جومات ته ځم.

له روانېدو سره یې تر دروازې ما هم ملتیا وکړه، په تلو تلو کې یې راته وویل بچیه که په ژوند کې دې بریالیتوب غواړې، نو د مور او پلار ډېر احترام او عزت کوه. په ژوند کې دې پیسې او ښه دنده نشي بریالی کولی، خو چې د مور او پلار دعا درسره وي، نو بیا به هر چېرته کامیاب او سرلوړی یې.

ارواښاد حاجي صاحب ډېر ښه خویونه لرل. په ماشومانو او کمکيانو ډېر مهربانه و. د همزولو او مشرانو  یې ډېر درناوی کاوه. مجلس یې خوږ و، خوږې او ګټورې خبرې یې په اورېدونکو نه غمېدلې. له حسد، کینې او تربګینۍ څخه یې ډېره کرکه کوله. تل یې په مینه، ورورولۍ او یووالي ټینګار کاوه.

موږ ځوانانو ته به یې ویل چې ګورئ هيڅکله په کار کولو ونه شرمېږئ. په حلاله روزي پيدا کولو کې شرم نشته، بل ته لاس نیول شرم دی.

ارواښاد حاجي صاحب زموږ ټولو لپاره برکت او د یووالي سمبول و. د جمعې او رخصتیو په ورځو او فارغ وخت کې به په ده ورټول وو. له پنده ډکې کیسې او سپارښتنې به یې کولې او په خبرو خبرو کې به یې له ژوند او نورو سره تعامل در زده کاوه.

 نن د هغه نشتون زموږ لپاره ډېر سخت دی، الله پاک دې موږ ته دا وس او توان راکړي چې د دوی تشه ډکه کړو، د دوی په لارښوونو او سپارښتنو عمل وکړو.

 ارواښاد حاجي صاحب تل د حق پلوی و، هر چاته یې د نېکو او خیر مشوره ورکوله. د شخړو حل یې بحثونه او ناندرۍ نه، بلکې منځګړتوب او د دواړو لوریو قناعت باله. بختور سړی و، په هره شخړه، کشاله او جرګه کې به یې چې ګډون او یا د خیر خبره وکړه، نو خدای تعالی به په ښه توګه حل او فصل کوله .

د ارواښاد حاجي شمروز ولي خېل د شخصیت په اړه مې له زیاتو قومي مشرانو سره مرکې وکړې، ټول یې په مړینه ډېر خواشیني وو او د ده مرګ یې د ټول احمدزي قومونو لپاره یوه ستره ضایع وبلله.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.