د افغانستان د هېرو شوو کیسو له سوژو سره دوه نوي فلمونه

791
5 ساعتونه مخکې

که څه هم نړۍ د اوکراین پر جکړې تمرکز کړی دی، خو افغانستان او خلکو ته یي د پام را اړولو په خاطر دوه مهم او نوي مستند فلمونه جوړ شوي چې تیر کال په بیړه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته له یاده ایستل شوي دي.

د «Retrograde» یا «شاتګ» په نوم د نیشنل جیوګرافیک فلم د یوه افغان جنرال کیسه کوي چې بې فایدې یې په ۲۰۲۱م کال کې د طالبانو د پرمختګ د مخنيوي هڅه کړې ده. نټ فلکس هم د «In her Hands» يا «د هغې په لاسونو» په نوم فلم په تولیدولو سره په دغه هیواد کې د یوې تر ټولو ځوانې ښاروالې کیسه کړې ده چې د اسلامپاله طالبانو په واکمنیدو سره له خپل هیواده تيښتې ته اړه شوې ده.

د Retrograde  فلم ډایرکټر متیو هاینمن وویل: «زمونږ له یاده وتلي دي چې په وروستي ځل مو کله د افغانستان د جګړې په هکله بحث کړی او یا مو په اړه یي مقاله لوستلې ده، دا څه وخت و؟»

هغه زیاته کړه: «مشخصه ده چې تر اوسه پورې د دې هیواد په اړه یو شمیر رپوټونه موجود دي، خو ډیري خلک د هغه هیواد په هکله چې مونږ له یاده ایستلی دی، خبرې نه کوي.»

د ميدان ښار پخوانۍ ښارواله ظریفه غفاري چې د «In her Hands»  فلم په خپریدو سره ورته پام را اړول شوی دی د فرانسې خبري آژانس ته وویل چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال «اوسمهال افغانستان په نړۍ کې داسې یو هیواد دی چې یوه ښځه په کې کولی شي خپل بدن، اولادونه او خپل هر څه ؤپلوري؛ خو ښوونځي ته د تلو اجازه نه لري.»

په نړیوالو سیاسي غونډو کې افغانستان د بحثونو له اجنډا څخه وتلی دی، خو د دغو دواړو فلمونو کار له افغانستان څخه د متحده ایالاتو د ځواکونو له وتلو مخکي میاشتو کې پيل شوی و، ځکه هغه کسان چې د دې فلمونو سوژه دي هڅه یي کوله چې د خپل هیواد له پاره لا زیات امن او د مساواتو پر بنسټ راتلونکی جوړ کړي.

دا دوه فلمونه داسې پای ته رسيږي چې اصلي کرکټرونه یي مجبوره دي چې له خپل له هیواد څخه بهر د دغو فلمونو ننداره وکړي، ځکه طالبانو په چټکۍ سره د دوی ټول کارونه له منځه وړي دي.

په یوه د لومړیو صحنو کې لیدل کیږي چې امریکایي ځواکونه مجبوره دي خپل تجهیزات له منځه یوسي او هغه اضافي مهمات چې افغان متحدینو یي ورته ډير سخت ضرورت درلود ویجاړ کړي.

په Retrograde فلم کې د افغان جنرال سمیع سادات پر فعالیتونو تمرکز شوی دی. وروسته له دې چې امریکایان په هلمند کې له خپلې اډې ووتل، سمیع سادات موافقه وکړه چې د هاینمن د فلمبردارۍ کامرې هغه تعقیب کړي، ځکه نوموړي د طالبانو د پرمختګ د مخنیوي له پاره د وروستیو هڅو مسئولیت په غاړه اخیستی و.

 

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.