له ایران څخه تر ۳ زره ډېر افغان کډوال رااېستل شوي

1,052
محمد اسماعیل شاکر / دویچه ویله

12 ساعتونه مخکې

د طالبانو د کډوالو او بیاراستنېدونکو چارو وزارت ویلي، تر درې زرو ډېر کډوال د اسلام کلا او ابرېښم پل له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.خو له ایرانه راستانه شوي کډوال څه وايي؟

قسمت ځدران چې څه موده وړاندې له ایرانه افغانستان ته ستون شوی، وايي له افغانانو سره د ایراني چارواکو چلند اړ کړ چې له ټولو مجبوریتونو او ناخوالو سربیره هم بیرته هېواد ته ستون شي. هغه وايي: «ان په هوټل کې مو کوټه هم نه شوه کرایي کولای.»  

دغه شاوخوا ۳۰ کلن ځوان دویچه ویله ته وویل: «په هوټل کې مو یا کوټه نه شوای کرایې کولای، که مو کرایه کوله په ډېره لوړه بیه، کله چې زه هلته وم نو د اطاق یوې شپې کرایه شاوخوا ۵۰۰ زره ایراني تومن کېده، کله چې مونږ د یوې ډوډی روپی نه لرو نو د یوې شپې دومره لوړه کرایه مو څنګه ورکړې وای.»

قسمت ځدران زیاته کړه په افغانستان کې روان وضعیت ډېری ځوانان اړ کړي چې په سختو او مرګونو لارو ایران او له هغه ځایه اروپايي هېوادونو ته ولاړ شي.

تر ۳ زرو ډېرو افغان کډوالو راستنېدل

د طالبانو ادارې د کډوالو چارو وزارت اعلان کړی چې په تېرو دریو ورځو کې ۳ زره او ۱۹۱ افغان کډوال د اسلام کلا او ابرېښم پل له لارو هېواد ته راستانه شوي دي.

ددغه وزارت په یوه ویناپاڼه کې راغلي:«د هرات ولایت د سرحدي آمریت د مالوماتو پر بنسټ، ۲زره ۸۴ مهاجر چې ۳۲۵ یې په ۹۶ کورنیو پورې اړه لري او ۱۷۵۹ یې مجردان دي، د اسلام کلا له لارې افغانستان ته راستانه شول.»

خبر پاڼه زیاتوي چې یو زر او ۱۰۷ تنه نور افغان کډوال بیا د نیمروز ولایت د ابرېښم پل له لارې هېواد ته راستانه شول.

اجبارې اخراج

سره له دې چې د طالبانو په خبرپاڼه کې نه دي ویل شوي چې دغه کډوال په خپله خوښه راستنیږي او که په زور اېستل شوي، خو یوشمېر کتونکي وايي ایران په دې وروستیو کې افغانان په زوره له هېواده باسي.

له ایرانه د افغان کډوالو اخراج
له ایرانه د افغان کډوالو اخراجانځور: DW/S. Tanha

د افغانستان د کارګرانو ملي اتحادیې مشر معروف قادري دویچه ویله ته وویل، ایران د افغان کډوالو ضد د ټولو نړېوالو کنوانسیونو او منل شویو اصولو خلاف تګلاره پلې کوي.

«سره له دې چې په افغانستان کې هم دغو کډوالو ته هیڅ ډول د کار زمینه نه ده برابره خو هغوی اړ کیږي چې د اقامې د نشتوالي یا نورو پلمو له مخې افغانستان ته راوشړل شي، اوس باید طالبان د افغانستان د خلکو پروړاندې خپل مسؤلیت احساس کړي» 

د ښاغلي قادري پروینا، اوس په افغانستان کې وضعیت خورا بحراني دی او په دغسې یو وخت کې د افغانانو په زور اېستل د نړېوالو اصولو ترڅنګ د ګاونډېتوب اصولو خلاف هم دی.

یوه بنسټېزه پوښتنه دا هم ده چې سره له ټولو سختیو او د کوربه هېوادونو ناوړه چلند ولې بیا هم ځوانان په سختو لارو خپل هېواد پرېښودو ته زړه ښه کوي؟

قسمت ځدران دویچه ویله ته وویل، لوړې مسلکي زده کړې لري خو په هېواد دننه ورته د کار زمینه نشته: «افغانستان کې دندې نشته، اقتصاد په ټپه ولاړ دی، دلته ډیری ځوانان چې د ماسټری او دوکتورا تر کچو زده کړې یې کړي خو دلته ورته د کار زمینه برابره نه ده، دوی مجبور دي چې بهرنیو هېوادونو په ځانګړي توګه ایران ته ولاړ شي هغه په قانوني او یا هم قاچاقي لارو وي.»

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت وايي، د راستنو شویو کډوالو له ډلې یې نیږدې ۷۰۰ کسان د بیړنیو مرستو لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې یا IOM ته معرفي کړي دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.