په افغانستان کې د تعویذ لیکونکو ګرم بازار

842
شعیب تنها شکران – دویچه ویله

13 ساعتونه مخکې

يو شمیر افغانان وايي په افغانستان کې د مختلفو بشري، اقتصادي او سیاسي ستونزو سره مهاله تعویذ لیکونکو ته د خلکو ورتګ زیات شوی دی. طالبان وایي، چې له تعویذ لیکونکو ازموینه اخلي او د جعلي تعویذ لیکونکو د کار مخه یې نيولې ده.

په افغانستان کې تعویذونه له ډيرې مودې راهیسې عام دي، خو داسې ښکاري چې په دې وروستیو کې زیات شوی. یو شمېر افغانان د درملنې، د بخت خلاصولو، د کار او کسب پیدا کولو، ناراضي جوړو ترمنځ د مینې زیاتولو، د بې اولادۍ ستونزې د حلولو او منتر ماتولو لپاره تعوذ لیکونکو ته ورځي.

د طالبانو د حج اوقافو وزارت یوې سرچینې دویچه ویله ته وویل، چې یوازې په کابل ښار کې ۱۵۰۰ تعویذ لیکونکو او دعاکونکي فعالیت لري. هغه وایي، چې ۱۸۰ تعویذ لیکونکي « جعلي» پيژندل شوي او کارو بار یې بند شوی.

شیدا، چې د هرات ولایت اوسیدونکی دی، تعویذ لیکونکي ته د خپل ورتګ کیسه په دې ډول بیانوي: «زما د ترور لور د خاوند سره کورنۍ ستونزه لري، زه د همدې لپاره یوه تعویذ لیکونکي ته ورغلم. دعا کونکي زما د عمه لور لپاره یو تعویذ ورکړ، چې په اوبو کې ګډ شي او وروسته اوبو وڅښل شي، او یوه بله پاڼه یې ورکړه، چې هغه په اور کې وسوځوي، څو لوګی یې په هغه ځای کې چې سوال کونکی تګ او راتګ لري، خپور شي.»

هغه وایي، چې کورنۍ یې دغه کارونه ترسره کړل، « خو نتیجه یې نه لرله.» د هغه په خبره، دغه تعویذ لیکونکی ډېر مراجعین لري او په هر تعویذ له مراجعینو څخه له ۵۰۰ تر ۶۰۰۰ افغانۍ اخلي.

سعید په کابل د یوه ملګري د تجربې په اړه چې تعویذ لیکونکي ته ورغلی و، وایي: «زموږ خپلوان دعا کوونکي ته ورغلي و او ورته یې ویلي و، چې زما بخت ازاد کړي، خو هغه کس چې ورته دعا کولو ورته ویلي و، چې تاسې تر جادو لاندې یاست او ستا بخت په اوو تورو اوښانو تړلی دی. هغه ورته ويلي ول چې زه ستا جادو خلاصولی شم، خو ته به باید لس زره افغانۍ ورکړې. بیا یې زما ملګري ته یو تعویذ وکړو او هغه ته یې وویل، چې د قرانکریم په منځ کې یې کیږدي، تر څو قسمت یې ښه شي، خو ستونزه یې حل نه شوه.»

شیخ مومن په هرات کې له مشهور دعا لیکونکو څخه دی او ۲۰ کاله کیږي، چې خلکو ته تعویذونه ورکوي. هغه وایي، زیات مراجعین لري او د ورځې له ۸۰۰ تر ۹۰۰ مراجعینو ته تعویذونه ورکوي.

شیح مومن زیاتوي: «ما هغو خلکو ته تعویذونه ورکړې دي، چې د سرطان په نا علاجه ناروغۍ اخته و او ډېر یې روغ شوې دي. ځینو مراجعینو مې د بې اولادۍ ستوونزه لرله ، الحمدالله زما تعویذونه اغېزمن تمام شوي او روغ شوي.»

نوموړی په داسې حال کې دا ډول ادعاوې کوي چې  پرناروغیو د تعویز د اغیزو هیڅ شواهدې موجود نه دي.

یو شمېر خلک په دې باور دي، چې د فریب ورکولو لپاره د تغویذونو لیکل د پیسو ګټلو یو کسب ګرځیدلی.
یو شمېر خلک په دې باور دي، چې د فریب ورکولو لپاره د تغویذونو لیکل د پیسو ګټلو یو کسب ګرځیدلی.انځور: 3rd Eye/Reza Sahel

په هرات کې یوه ډاکټر محمد رفیق شیرزي دویچه ویله ته وویل: «د طبي علومو د اساساتو او تیوریو له مخې د افغانستان په مختلفو سیمو کې چې کوم تعویذونه د تعویذ لیکونکو له لورې ناروغانو ته ورکول کیږي، په ناروغ هیڅ ډول روغتیایي اغېز نه لري او دا عمل تر ډېره تلقيني اړخ لري.«

دا په داسې حال کې ده، چې ځینې دیني عالمان هم دغسې تعویذ لیکل جایز نه بولي.

په کابل کې یو دیني عالم سید عبدالهادي هدایت وایي، تعویذ لیکل په اسلام کې جایز دي، خو د پیسو ګټلو لپاره د کسب په توګه او خلکو ته د فریب ورکولو لپاره تعویذ لیکل د قرانکریم له ایایتونو څخه ناوړه ګټه پورته کول جایز نه دي او په «کبيره يا لویو ګناهونو» کې شمیرل کیږي.

یو شمېر خلک په دې باور دي، چې د فریب ورکولو لپاره د تغویذونو لیکل د پیسو ګټلو یو کسب ګرځیدلی.

د بادغیس ولایت اوسیدونکي رامین دویچه ویله ته وویل: «زه له اسلامي امارات غواړم، چې جعلي تعویذ لیکونکي ونیسي، ځکه دا کسان خلکو ته فریب ورکوي او بل دا چې خلک ځوروي او د قرانکریم له آيتونو څخه ناوړه ګټه پورته کوي.»

طالبان وایي، که له تعویذ لیکونکو څخه د لیاقت ازموینه اخلي، چې معلومه شي، څوک د تعویذ لیکولو  وړتیا لري.

د طالبانو د حج اوقافو وزارت یوې سرچينې چې نه غواړي نوم یې یاد شي، دویچه ویله ته وویل: «د کابل ښار په مختلفو ناحیو کې ډېر تعویذ لیکونکي شتون لري، دلته لږ تر لږه۱۵۰۰ تعویذ لیکونکي فعالیت کوي.»

د طالبانو دغه چارواکی زیاتوي: «هغه کسان چې غواړي، د شریعت مطابق تعویذونه ولیکي او فعالیت ولري، باید حج اوقافو وزارت ته ورشوی، څو ترې هغوی ازموینه واخلي، چې هغوی علم لري او یا نه.»

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.