د ښه ژوند لپاره کورنۍ سره چلند کې بدلون راولئ

897

ډېری کسان کله چې په ټولنه او یا هم کاري چاپېریال کې وي، له خلکو او خپلو همکارانو سره ډېر په زړه پورې، صمیمي او له مینې ډک چلند کوي، چې له نیکه مرغه دا یو ښه عادت دی او په دې سره یې ورځ تر بلې د ملګرو شمېر هم زیاتېږي. خو له بده مرغه، کله چې دغه کسان کور ته ننوزي، دا هر څه له دروازې بېرون پرېږدي، داسې رفتار او خبرې کوي چې په یو ډول نه یو ډول یې د مېرمنې د آزار او خپګان سبب کېږي. ډېره کله دا خبرې ان د بې ادبۍ تر سرحده پورې رسېږي، خبره دومره له چوکاټه وځي، چې ان مقابل کس یې هم د زغملو توان له لاسه ورکوي.
کله چې موږ له خپلې مېرمنې سره ښه چلند کوو، دا په دې مانا ده چې هغوی موږ ته ارزښت لري او دا څه د مېرمنو لپاره تر هرڅه ارزښتناک او د قدر وړ دي، دوی احساس کوي چې خاوند ته یې څومره مهمه ده او د خاوند په شتون کې د پوره ډاډ او امنیت احساس ورته پیدا کېږي.
کله چې تاسو خپلې مېرمنې ته په احترام قایل شی او درنښت ورکړی، معلومه خبره ده چې دوی دوه چنده له تا سره ښه چلند کوي او په درنه سترګه درته ګوري. دا څه یوازې د مېرمنو کار نه دی، بلکې که تاسو په هر ډول چاپېریال کې له خلکو سره ښه چلند وکړی، نو په بدل کې به یې ښه چلند وینی. دا خبره سمه نه ده چې وایي:
«ښه مه کوه بد نشته»؛ بلکې اصلي خبره دا ده چې وایي: «انسان د احسان تابع دی»، که دې ښه وکړل په بدل کې به یې ښه ویني او که خدای مه کړه له چا سره بد چلند وکړی، نو بیا د ښو تمه هم مه ترې کوئ.
څېړنو ثابته کړې ده، چې د نارینه‌وو په نسبت ښځې څو چنده پر خپلو مېړونو مهربانه دي. کېدای شي ځینې وخت د مېرمنې لخوا هم له خاوند سره بد چلند وشي، خو په ګډ ژوند کې دا هر څه ممکن دي او باید د دواړو ترمنځ د خبرو له لارې جوړ جاړی وشي. مشهوره خبره ده چې وایي:
«که یو کس د بام پر سر یوازې ژوند کوي، بهتره داده چې له یوې ژبورې ښځې سره تر چت لاندې ژوند وکړي». مېړونو ته هم لازمه ده، چې تل د خپلو خبرو واک په خپل لاس کې واخلي، تل متین او باوقاره اوسي. د یوه نارینه لپاره لازمه ده چې هر موقعیت ته په کتو سره خبرې وکړي او خبرې یې د دې سبب نه شي، چې خدای مه کړه د چا د ازار سبب وګرځي.
کېدای شي کله په کور کې تاسو په غوسه وی، خو کله چې دروازه ټک ټک کېږي، ژر تر ژره باید د خپلو خبرو لهجې ته بدلون ورکړئ او په ډېره نرمه او له مینې څخه په ډکه لهجه او خلاص تندي له راغلي کس سره خبرې وکړئ.
له دې لیکنې څخه مو موخه دا ده، چې له هر چا سره باید د خبرو کولو ځانګړی طرز په پام کې ونیسئ، په ځانګړي ډول له خپلې مېرمنې سره، ځکه هغه ستاسو د ژوند شریکه ده، که تاسو د خپل ژوند له شریکې سره ښه اړیکه ونه لری، نو مه هېروئ چې له خپل ژوند څخه په هېڅ صورت سره خوند نه شی اخیستی او بالاخره دا څه د دې سبب کېږي، چې اولادونه به مو هم په ښه روحیه نه وي روزلي او ان ډېری وخت کېدای شي ستاسو په کورنۍ کې د درز لامل وګرځي.
د دې لپاره چې پوه شی تاسو په خپل کور کې له مېرمنې سره په اصولو او د ادبي معاشرت په چوکاټ کې خبرې او چلند کوئ که نه؟ باید دغو پوښتنو ته ځوابونه ووایئ.
مېرمن مو ستاسو د خبرو او ورځني چلند په اړه څه احساس لري؟
ستاسو چلند ستاسو د مېرمنې پر عزت نفس باندې څه تاثیر لري؟
مېرمن مو د یوه نعمت په سترګه درته ګوري او که په شتون مو شرمېږي؟
دغو پوښتنو ته په ځواب ورکولو سره به درته جوته شي، چې تاسې څه ډول کس یاستی، که پوه شوی چې تاسو په سم ډول له خپلې مېرمنې سره د معاشرت د ادابو له مخې پر مخ نه ځی، نو لا هم وخت لری چې خپل ځان جوړ کړی، څو له پاتې ژونده خوند واخلی.
څه باید وکړی؟
تاسو پر دې پوهېږی چې مینه ګوستاخي نه، بلکې د ښه ژوند لپاره تر ټولو یوه ښه لاره ده. که په رښتیا هم له خپلې مېرمنې سره مینه لری، نو ضرور باید له هغوی سره د معاشرت اداب هم زده کړی. د دغه کار د کولو لپاره تر ټولو مخکې له هغو کارونو لاس واخلئ، چې د مېرمنې د خپګان او ازار سبب مو ګرځي.
په دغه ځای کې درې شیان دي، چې له تاسو سره مرسته کوي، څو له مېرمنې سره مو د معاشرت اداب زده کړی.
۱- له مېرمنې سره مو داسې چلند وکړئ، چې تاسو یې هم د کولو تمه ترې لری.
۲- کله چې تاسو له کور څخه بېرون، په ټولنه، کاري چاپېریال او له نږدې ملګرو سره څه ډول چلند کوی، په کور کې هم په هماغه ډول خندان او مینه ناک اوسئ.
۳- هغه څه چې مخکې مو مېرمنې در څخه غوښتي، تر اوسه مو نه دي تر سره کړي، بیا ترې وپوښتئ، دغه څه هم ور سره شریک کړئ او قناعت ورکړئ چې غوښتنې یې باید په داسې سرحد کې وي، چې ستاسو له وس سره پوره وي. ډاډه یم کله چې له خپلې مېرمنې سره په سم ډول چلند وکړی، په هر ډول در سره ګزاره کوي، ځکه چېرته چې خوښي وي، هلته بیا مادیاتو ته دومره ارزښت نه ورکول کېږي او معلومه خبره ده، چې خوښ ژوند په ډېرو پیسو او مادیاتو کې نشته، یوازې موږ خپله کولای شو چې د ځان لپاره د خوښ ژوند زمینه برابره کړو او بس

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.