د مسکا/خندا جسمي او رواني ګټې

ژباړه ـ ریاض مقامزی

698

وايي هغه مجلس ډېر خوندور وي، چې په مسکا/خندا پیل شي او په همدې بڼه پای ته ورسېږي. شاید تاسو هم په همداسې ډېرو ناستو کې ګډون کړی وي او یا هم ډېری وخت به پر شونډو مسکا لرئ او فکر به کوئ، چې دا ستاسو یو عادي عادت دی او د ښه شخصیت نمایندګي مو کوي؛ مګر حقیقت بل ډول دی. هغه دا چې مسکا/خندا په ټولنه کې ستاسو د شخصیت د محبوبولو ترڅنګ ستاسو بدن ته نورې جسمي او روانې ګټې هم لري، چې په دې لیکنه کې پرې خبرې شوي دي.

 

د مسکا/خندا جسمي او رواني ګټې

ځينې روانپوهان (ارواپوهان) پر دې باور دي، چې د انسان د رواني سکون لپاره مسکا/خندا تر ټولو غوره درملنه ده. دوی وايي، مسکا/خندا د انسان په بدن کې د خوښۍ د پیدا کېدو سبب کېږي او یو خاص احساس/حالت تجربه کوي. همدارنګه د انسان مورال او روحیه پیاوړې کوي، چې په دې توګه د ناروغيو او ستونزو پر وړاندی منظم ځواک پیدا کوي او کولای شي له هر ډول سختو حالاتو بریالی ووځي. په هر حال؛ د مسکا/خندا له بې شمېره ګټو څخه یې ځینې دا دي.

لومړی| پر ستونزو مو برلاسی کوي

پر ستونزو برلاسی تر ډېره په قوي روحیې پورې تړاو لري او مسکا/خندا هغه څه دي، چې انسان ته د قوت او ځواک احساس ورکوي. که خپلې ټولنې ته وګورئ، مسکانه خلک تر نورو ډېر ځواکمن معلومېږي او پخپل ټولنیز ژوند کې تر هغو ډېر بریالي وي، چې پر ټنډو یي دولس بجې دي. نو که غواړئ قوي روحیه ولرئ، پر ستونزو برلاسي شئ او همېشه د پیاوړتیا احساس درسره وي؛ نو مسکا هېڅکله مه هېروئ.

دویم| له اظطراب او فشار څخه مو ژغوري

“اظطراب” او “فشار” دوه هغه رواني ستونزې دي، چې انسان ذهناً شکنجه کوي او د پرمختګ مخه یې په ډېر سخت ډول بندوي. هغوی چې له دې دوو ستونزو سره مخ وي، ګامونه یې د ناکامیو طرف ته درومي؛ نو که غواړئ له دې خطرناکو مشکلاتو په امان کې شئ هڅه وکړئ تل مسک اوسئ، لکه څنګه چې زموږ د مسلمانانو رهبر “محمد مصطفی (ص)” به همېشه مسک و.

درېيم| د بدن دفاعي ځواک پیاوړی کوي

مسکا/خندا د اظطراب هورمونونه له منځه وړي او په مقابل کې د بدن د ایمني سيسټم سلولونو ته وده ورکوي. چې په پایله کې انسان د ناروغیو پر وړاندې د مقاومت یو فوق العاده ځواک پیدا کوي او پر ناروغيو ژر نه اخته کېږي. مسکا مه هېروئ ترڅو ناروغي مو هېر/هېره کړي.

څلورم| د درد تسکین کوي

څېړنو ښودلې ده، چې خندا د اندورفین هورمون د ترشح کېدو سبب کېږي. په دې ډول انسان ته خوښي او ښه احساس ورکوي. همدارنګه په موقت ډول دردونو ته تسکین هم ورکوي. نو خندا/مسکا وکړئ ترڅو دردونه مو آرام وي.

پنځم| د زړه روغتيا او د وزن کمښت

په مسکا سره په رګونو کې د وینې جریان ښه والی پیدا کوي او په دې توګه مو د زړه روغتيا هم تضمینېږي. همدارنګه په ورځني ډول د ۱۰ او ۱۵ دقیقو ترمنځ خندل کولای شي څلوېښت کالوري انرژي وسوځوي او په دې توګه مو په کال له “۱” څخه تر دوو کیلو وزن کمېدای شي.

د خندا/ مسکا ځينې نورو رواني، جسمي او ټولنیزو ګټو ته په لنډ ډول داسې نغوته کوو:

  • د بدن د دفاعي ځواک پیاوړتیا
  • د اظطراب هورمون کمښت
  • د زړه له ناروغيو مخنیوی
  • ژوند ته د میلان پیدا کېدل
  • روحي سکون
  • ټولنیز محبوبیت
  • غوره ټولنیزې اړیکې

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.