د مالیې پخواني وزیر حضرت عمر زاخېلوال پر ټویټر له حامد کرزي سره خپل جوړه تصویر خپور کړی او ورسره لیکلي یې دي چې دی او پخوانی ولسمشر له هېواده بهر روان دي.
نوموړي که څه هم نهدي ویلي چې حامد کرزی کوم هېواد ته او د څه لپاره روان دی، خو زیاته یې کړې یې ده چې دواړه به ژر بېرته راوګرځي.
حامد کرزی له شاوخوا ۱۶ میاشتو وروسته وتوانېد چې له هېواده بهر ولاړ شي. تر دې مخکې عبدالله عبدالله هم له ورته بندیز سره مخ و، خو هغه بیا د سفر اجازه ترلاسه کړه او څو ځله هند ته ولاړ.
د راپورونو او کرزي ته د نږدې سرچینو د معلوماتو پر بنسټ، اسلامي امارت تر دې مخکې پخواني ولسمشر حامد کرزي ته د بهر ته تګ اجازه نه ورکوله.
په وروستیو ورځو کې داسې راپورونه خپاره شول چې نوموړي د تګ اجازه ترلاسه کړې، خو ځینې شرطونه هم پرې اېښودل شوي دي
حامد کرزی واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته سره له دې چې ځینو نړیوالو غونډو کې د ګډون بلنې هم ورکړل شوې وې، خو له هېواد څخه د باندې نه و تللی
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.