زلنسکي د امریکا په لومه کې؛

ژباړه: نصیر احمد څپاند

654

د اوکراین د خلکو سره د زلینسکي خیانت او د ناټو په ساز د هغه ګډیدل، د دې لامل شو چې اوکراین یې پایلي وویني یانې د اوکراین د ورانۍ او د هغه هېواد د سرتیرو او خلکو د وژل کېدو ننداره وکړي. د روسیي سره جګړه د اوکراین په ګټه نه وه، ځکه اوکراین د روسیي سره اوږده پوله لري، د اوکراین دوښمني د خپل پیاوړې ګاونډي روسیي سره د لنډي او اوږدي مودي له پاره خطرناک ده. که د اوکراین جګړه له طرف نیولو پرته تر شنني لاندي ونیول شي، څرګندیږي چې غربي رسنۍ روسیه او پوتین تیري کوونکې بولي خو د زاویو ژوروالی او د روسيي امنیت نه درک کوي. که ناټو په سیمه کې د روسیي د امنیت ګټي درک کولی د اوکراین د جګړي او ورانېدو لامل به نه ګرځېدلی. ناټو دا نه درک کوي چې په دویمه نړیواله جګړه کې د روسیي ۲۷ میلیونه خلک مړه شول چې میلیونونه د اوکراین اوسیدونکې وه او اروپا یې د نازیزم له خطر بچ کړه. په ۱۹۹۱ کې چې شوروي اتحاد وپاشل شو، جیمز بیکر او هلموت کول ګورباچوف سره لوز کړی وو، که هغه د خټیځ او لویدیز المان یووالی ومنې ناټو به د خټیځ په لور پراختیا نه مومي. خو دا لوز نه یوازې چې پلی نه شو، په وړاندې یې خټیځه اروپا ناټو کې شامله شوه او ناټو د روسیي د دروازو تر شا راوغزیدله، نو ځکه روسیه بې پروا پاتېدلی نه شوله.

د ناټو غزیدني وښودله چې امریکا او ناټو په خپلو لوزونو ولاړ پاتېدلی نه شي. امریکا داسې هېواد دی که ګټه یې په کې وي په خپلو دوستانو او ټلوالو هم رحم نه کوي د سترګو لېدلي حال ته په لنډه توګه ګوته نیغوو: – د انګلیس په وړاندي د امریکا بې رحمي: د انګلیس مستعمري ګریناډا باندي تیری، له مصر څخه د انګلستان د ځواکونو ایستل او د سویز کانال شخړه، په دویمه نړیواله جګړه کې د نورماندي نیول چې د انګلستان ځواکونو د درني مرګ ژوبلي لامل شول. – د فرانسي اړوند: فرانسوي شرکتونو ته د یوي لسزي په موده د امریکا جاسوسي فعالیت، د ۲۰۰ میلیارد ډالرو په ارزښت د فرانسي اقتصاد ته زیان اړول، ۱۱ ځله د شارز دوګول د ترورولو هڅه چې بربالۍ نه شوه، د ۳۷ میلیارد ډالرو په بیه د استرالیا او فرانسي تر منځ د اوکاس تړون هوکړه ګډوډول. نور هېوادونه لکه لیبیا، مصر، عراق، سوریه، افغانستان د امریکا بې رحمه مرګوني ګذارونو لاندې راغلي او په نړۍ کې ښایي ډیرو لږو هېوادونو دا بیرحمۍ نه وي لیدلي. د مجرمو او غرب پلوه کړیو په لمسون اوکراین د ۵۰ اروپایي هېوادونو په ملګرتیا د وسلو په کرته پورته کولو جګړه نښلولي ده او د امریکا د بازار بیو پرتله په ۴ ځله لوړ قیمت د وسلو او ګاز پیرودلو په پلمه له مرۍ د اروپا تیرولو، د اوکراین هېواد ورانولو او د نړۍ له نقشي څخه د اوکراین د پاکولو هڅه روانه ده. اوکراین ته د وسلو کرته پورته کېدل او د اوکراین مجرمو بانډونو، د فنلند، دانمارک او د خټیځي اروپا نورو هېوادوادونو په لاس د دې وسلي قاچاق کېدل، ژر یا وروسته په دغو هېوادونو کې د جګړي اور بلول او د امریکایي وسلو د خرڅلاو تود بازار پرانیستل ګڼل کیږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.