رياض تسنيم پنځه کاله د جدائي پوره شو
همدرد یوسفزی
بیا به جهان راپسې ګورې !!!
د دسمبر وړمبنې تاریخ دی ، د کراچۍ هوا د دړد او غم نه ډک پکه ده ، شور ماشور کښې زه نه یم خبر چې زه څنګه او په کومو لارو اغا خان هسپتال د ځيګر وارډ ته اورسېدم … ژوند لکه چې ولاړ وي… یو دنګ چنار چنار سړی … د مینې او محبت د ښار سړی د ژوند سره په جنګ دی … ساونه د اکسیجن په زور په څومره ګرانه د هغه غلبیل غلبیل سینې ته اورسي او بیا څومره په ګرانه رابهر شي ..
وجود یې چاڼ چاڼ نرې نروچکې … په ټول وجود يې بیلروبین خواره شوي .. عن تر دې چې د وښتو تور رنګ یې هم د ځان سره تک زېړ کړې دی ..
ما وې ماما ماما ماما ماما ماما
هېڅ غږ رانغلو
ما بیا چغې کړې خوله مې تر غوږه نژدې کړه ما وې ماما ما ماما ما ما
خو ماما خو تېرکال پري زاد ته په مخاطب کېدو ویلي ؤ
پري زاده !زه که دا وارې اوده شوم
هېڅ یو شور به مې راوېښ نه کړي له خوابه
د ماما دغه الهام څومره رشتنې ؤ …
ماما چې خپل اخري کتاب چاپ کوو نو وې نوم یې دا دی
“زه که دا وارې اوده شوم”
ما وې نه نه نه نه ماما دا نوم زما خوښ نه دی
ولې د هغه رشتنې الهام ؤ هم هغه شان هغه کتاب چاپ کړو
او چې دا ځل اوده شو نو زمونږ مرۍ بوغې شوې
خو ماما وېښ نه شو
مېډيکل ساینس د خپلو ممکنه وسایلو په زور چغې کړې
ولې ماما وېښ نه شو !!!
قېصر اپريدي لالا په یو تېره کریکه ورته په غوږ کښې نارې کړې
ریاضه ریاضه ریاضه
ګوره همدرد راغلې دی
ته غږ کړه خو ماما
بیا هم وېښ نه شو …
ماما د خپل رنځور ځيګر سره پوره نهه کاله منډه اوکړه
بلا بلا تکلیفونو سره یې چرته هم چاته دا ګمان نه ورکوو چې ځيګر یې نور ستړی شوې دی ..
هر وخت د ژوند د ښاستونو په تکل دغه لیونی سپيلنې ماما مونږ تل خندولې وو
ځان له یې تل ژړلي دي خو مونږ یې چرته ژړا ته نه یو پرېښي
وینې وینې ماما دغه دردونه په خپله سینه کښې سنبال ساتلې ؤ
د مور ابۍ په مرګ داسې مات رامات ؤ چې څه به اولیکل نو زما سترګې به نم شوې
ما به ورته کال اوکړو
ما به ورته وې ماما دا خو سم زمونږ زړونه دې په امسا اووهل
او بیا به د تېلفون بل اړخ ته هغه په خپل مخصوص انداز کې د ژوند نه ډکې سندرې پيل کړې
ماته به وې
ډاکټر من !!!ژوند ښاسته دی خو چا چې بد رنګه کړې دی رنګ یې ورک شه
دغه بد رنګه ژوند کښې به رنګونه کشېد کول وي …
چرته به ما کوم سیاسي پوسټ اوکړو نو زر به یې کال اوکړو
د خندا نه شین به شو او ماته به یې وې
ملي مشره ! ته ډېر ښارښتي یې ښه
دغه ستا کار نه دی سم شه ګنې نو په امسا دې ووهم
ما به وې ماما څه اوکړم زړه مې تنګ شي نو
هغه به وې اې دا زړه چرته ارت کړه
چرته څربې نرسې سره کېنه ګپ اولګوه
ما به وې ماما ته ما غېر سیاسي کوې
بیا به د خندا شین شو
وې ځه نو خو چې انقلاب راغې بیا ماته کال اوکړه
.. زما د اردو په پوسټ به نېغ راغې ان بکس کښې به راته مېسج اوکړو
عبدالکلام اذاد صېب !!!!دا ټکې دې غلط لیکلې سم یې کړه …
ژوبل ژوبل زړه کښې او اېرې اېرې ځيګر کښې هغه څومره یادونه پرېښودل …
د دسمبر په دریمه نېټه چې ماسخوتن زه د هغه کټ ته نژدې شوم
ما ورته جي سي ایس کتلو نو هېڅ غږ نه ؤ
ما وې ماما زه لاړ شم
نو ساونه یې بېواره شو
ما په ډيوټي ډاکټر ته وې زمونږ ماما ساونه بې واره دي ته یې دا اکسبجن شیچوریشن اوګوره
اکسیحن سېچورشن یې بلا کم ؤ
ډیوټي ډاکټر ماته په یو مانا خېزه نظره اوکتل
زما سترګې نم شوې
ما وې چې یوه تېره چغه اوباسم خو
خو د ماما د وېرې به ممکن نه ؤ او هره کریکه به یو سوړ اسویلې او تړمه اوښکه شوه …
مشرې خور یې دواړه لاسونه اونېول
وې ریاضه ریاضه ریاضه
ګوره کنه ستا ټول ملګري راغلي تاته ولاړ دي ته غږ ولې نه کوې
ریاضه ستا لاسونه تک زيړ شوي دي
بیا به ماته مخ کړو بچیه د ریاض لاسونه خو داسې نه ؤ
دا ګوره سورې سورې شوې دی
او بیا یې لاسونه لا ښکل کړي نه ؤ
چې غریو اونیوه
او په چغو چغو په ژړا شوه
دغه وخت ماسره د تسلۍ دوه ټکي هم نه ؤ
ما چې بل اړخ ته مخ کړو نو د څو تړمو اوښکو سره باهر روان شوم
د ملاقات وخت ختم ؤ
زه ستړې ستومانه چې د ملګرو خالقداد ، امان اپریدی صېب عزیز بونېري صېب
بحر کمال افتاب خان سره مات مات زړه د دسمبر په دغه یخ ماسخوتن د اغا خان هسپتال په انتظار ګاه کې کینیاستم
سبا سحر چې ما د ملګري عزیز بونیري
سره د نه مېلادو دپاره معزرت فون اوکړو نو هغه وې چې د ماما طبیعت خراب شوي زه هسپتال ته لاړم
زه په یوه منډه هسپتال ته په منډه شو م
د کراچۍ په وران ټریفک کښې چې زه اغا خان ته رسېدم
نو ماما د عمرونو عمرونو د پاره سترګې پټې کړې وې
ماما د ژوند دغه لنډ تنګ زغل نه ایله دمه شوې وو
هغه چنار چنار ځواني په کټ پرسکونه پرته وه
زه نه یم خبر چې ما به ورته دغه وخت څومره چغې وهلي وي
د جمعه خټک صېب په اوږه زما د ډېرو مودو غریو چغې شو
خو ماما هېڅ چغه نه اورېده
ماما خفا ؤ
ماما به چا وېښوو
ماما د اوږد سفر په تکل د کراچې او پېښور نه ډېر لرې د خپلې مور غږې ته په تلوار ؤ
او دسمبر په څلورمه ماسخوتن تېر د خاورو په جامو کښې ابدي ابدي اوده شو
د کراچۍ فراخې سېنې د مقبوصه پښتونخوا دغه مسافر په خپله سینه کښې اوده کړو.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.