اېرګاتیو ژبې

ډاکتر ماخان شینواری

721

د الماني اکوزاتیو او پښتو اېرکاتیو یو څو غونډلې د پښتو د اړونده غونډلو سره پرتله کونه یا  د غونډلو یو په بل اړونه، دا چې پښتو په کومه ژبډله پورې اړه لري، د ژبلار په مټه پېژندل کیږي، نو ما مخه دې ته دومره غوره نه ورکاوه او ځان مې هم ورسرهبوختاوه، خو د ځنو م ک ملګرو د ګوتنیولو له امله مې دې ته هم داسې لږ پام راواړاوه او غواړم لږ کار په کې وکړم یا لنډ

دا چې ژبه په کومه ژبډله کې ده، دا د ژبې جوړښت څخه راباسل کيږي. موږ ته اړین دا دی، چې ژبلار مو له ژبې څخه سمه را وباسو، چې له امله د ما دا اخرنۍ لیکنې و ماته ښې مناسب برېښي.

Ergativität اېرګاتیویتي ( لاتین: erga  مخامخ، نږدې)

اېرګاتیویتي یا لنډ اېرګاتیو په ژبپوهنه کې د غونډالبرخو حالت په نخښه ونو سیستم دی، چې دا و یوه نومیز-اکوزاتیو ته مخامخ دی. په اېرګاتیو سیستم کې د ترانزتیو غونډلې نوم یا ښه یې نومویي په اېرګاتیو حالت کې دی، په داسې حال کې چې اېنترانزیتیو غونډله کې ابسولتیوحالت غوره کوي یا لري.

په یوه  نومیناتیو- اکوزاتیو ژبه کې لکه الماني، د دې مخامخ  دواړه په همهغه حالت ( نومیز حالت، بېلګه: Der Mann geht – Der Mann sieht den Hund  پښتو یې : سړی ځي- سړی سپی ګوري ). په پورته غونډلو کې ګورو، چې سړی په کړوني حالت کې دی، چې پرېکړونی نه لري، خو په دویم حالت کې پرېکړونی لري یا د الماني په څېر اکوزاتیو نه دی. بل ډول یې لیکو: (په بخښنه، چې وهل په کې راولو او د سړي او سپي  پرځای باندې نومځاینیوي ولیکو). الماني:

   Er geht- Er schlägt mich  هغه ځي، هغه ما وهي. ،، هغه،، په دواړو حالتونو کې کړونی دی او دویمه غونډله  یاغونډلبرخه کې ،، ما ،، پرېکړونی دی. له دې څخه داسې پوهېږو، چې پښتو اکوزاتیو ژبه نه ده. د اېرګاتیو لپاره یې لاملونه همداسې دي.

دا کېدی شي د الماني اکوزاتیو غونډلو څخه هم څرګنده شي، چې د الماني اکوزاتیو حالتونه د پښتو په کومو حالتونه بدلېږي.

لنډ بیا: ترانزتیو ( پرېکړونی نوموییونه یا ویونه، چې په یوه څه، څه کیږي، لکه خوړل): لکه په الماني کې schlagen په پښتو کې وهل. دا ویی په الماني کې د نومیناتیو اکوزاتیو حالت کې راځي، خو په پښتو کې  د کړوني پرېکړوني حالت کې راځي، لکه

 الماني: ٍEr schlägt mich

په پورته غونډله کې  Er کړونی او  mich اکوزاتیو دی، خو په پښتو کې :

هغه ما وهې. هغه کړونی، ما دلته پرېکړونی دي. دې ته دې پام وي، چې په پښتو کې ،، ما ،، دکړوني او په دې حالت کې د پرېکړوني دواړو لپاره راځي.

بیا دا په یاد راوړم چې د پښتو ژبلار سمه د پښتو ژبلار له لارې څخه ولیکو، هر څه په کې روښانه کیږي. اېرګاتیو د نومیناتیو/ اکوزاتیو ژبو سره په همدې بنسټ پرتله کیږي، چې دا روښانونه یې بې له دې، چې دا نوم راوړم روښانه دي.

په لاندې غونډلو کې هوسۍ د زورېدونې رول لري. له دې داسې پوهېږو، چې هوسۍ په دې غونډلو کې کړونی رول نه لري

  1. „Der Vater schlägt Hosei.“ (Aktiv)

۱. پلار  هوسۍ وهي ( کړونی)

  1. „Hosei wird vom Vater geschlagen.“ (Passiv)

۲ . هوسۍ د پلار له خوا څخه وهلکیږي. ( نه کړونی یا پرېکړونی).

په لومړۍ غونډله کې  پلار کړونی دی او هوسۍ د الماني د اکوزاتیو حالت کې ده او د پښتو په نه کړوني – یا پرېکړوني حالت کې ده.

په دویمه غونډله کې پر هوسۍ باندې څه کړل کیږي، خو اوس هم د برېکړوني په حالت کې ده.

یادونه: د دې روښانونه لږ ستونځمنه ده، خو داسې به ولیکو، چې په لومړۍ غونډله کې یو کړونی شته، دا په دې پوهېدنه، چې دا اېرګاتیو غونډله ده او په دویمه کې کړونی نه شته. یا داسې:

سٍي  ملنګ وخوړ

پام، سپی خوري

په دویمه غونډله کې …..

به لاندې کې الماني غونډلي د اکوزاتیو مخځاینیوو سره دي.

 Du kanst das durch mich bekommen

ته کړی شې دا د ما له لارې یا له خوا څخه لاس ته راوړې.

دا د خاوندوالي حالت دی

    Die Steine liegen entlang meines Hauses

تیږې د ما د کور پر اوږدو یا اوږدوالي باندې پرتې دي

dieses Buch ist für mich bestimm

دا کتاب د ما لپاره ټاکل شوی

Er ist gegen mich

هغه د ما مخامخ دی

     Er geht ohne mich

هغه بې له ما څخه ځي.

  Rund um mich

د ما پر شاوخوا باندې

یادونه: دا دې د پورته غوندلو پر بنسټ باندې هم په ګوته وي، چې اکوزاتیو د اکوزاتیو مخځانییو سره کېدی شي، د پښتو د خاوندوالي یا هم داتییو یا د پسېځاینیوو حالت غوره کړي.

Als Test zum Nachweis eines Akkusativ-Objekts dient im Deutschen die Frage Wen oder was? (Beispiel: Ich gebe dem Mann seinen Hut zurück. → Frage: Wen oder was gebe ich dem Mann zurück? → Antwort: den/seinen Hut). Aus diesem Grund wird er in der Schulgrammatik auch als Wen-Fall bezeichnet.

ګورۍ، چې دلته د پورته روښانه کول په پښتو ستونځمن دي، که دا پوښتنه ولرو، چې زه و دې سړي ته څوک یا څه شی بېرته ورکوم؟ ځواب، به دا یا د هغه خولۍ وي) او دا د ښوونځي ژبلار کې د څوک حالت هم بلل کېږي.

Akkusativ: Ich finde einen armen Mann genauso schlecht wie keinen Mann. Weitere Beispiele: Nominativ: Ein schlechtes Examen ist genauso schlecht wie ein abgebrochenes Studium. Akkusativ: Ich finde einen schlechten Arbeitsplatz genauso schlecht wie keinen Arbeitsplatz.

د اکوزاتیو د بېلګو څنګه والی په پښتو:

د الماني اکو حالت په پښو کړونی حالت دی: زه یو بېوزله سړی همداسې بد میندم لکه نه کوم سړی( نه سړی، راته لږ ښه ونه برېښېد).

بله بېلګه: د الماني نومیناتیو د پښتو کړونی حالت: یوه بده ازمویېنه همداسې بده ده لکه پرېښودی پوهنځي درس.

د الماني اکوزاتیو د پښتو کړونی حالت: زه یو خراب کارځای همداسې بد میندم لکه نه کارځای.

Als Postpositionen bezeichnet man Wörter, die in ihrer Funktion Präpositionen entsprechen, aber hinter dem Wort stehen, das sie regieren (d. h., dem sie Kasus zuweisen):

دا د پورته الماني ژباړه ده: د پوستپوزېشن په څېر هغه وییونه پوهېږو، چې په خپله دنده د پرېپوزېشن دنده و سر ته رسوي، خو د وییونو و شا ته ځای نیسي، چې په هغې واک ولري ( د په دې پوهېدنه چې هغه مو  و کازوس ته لارښود کړي):

پښتو او الماني به یې وګورو، چې څه دي؟

  • „einem Bericht zufolge“ (+ Dativ)له یوه خبر پسې
  • „meiner Meinung nach“ (+ Dativ)   د ما اند پسې یا ښه یې د ما له اند پسې.
  • „den Fluss entlang“ (+ Akkusativ) د سیند پر اوږدو باندې
  • „des Geldes wegen“ (+ Genitiv) د پیسو له امله

په پښتو کې لومړی د پسېځاینیوو حالت دی او دا نور د خاوندوالي حالتونه دي.

ما په دې خپلو اخرنیو لیکنو کې و ښووله یا ښهیط ومیندله، چې پښو یواځې پوستپوزېشنونهلري.

له پورته پښتو غونډلو څخه داسې برېښي، چې پښتو غونډلو کې یواځې پوستپوزېشنونه ځای شوي او لکه پوهېږو  چې پښتو یواځي پوستپوزېشنونه لري.

په پای کې مو دا یوه اړیېنه لاس ته راوړنه ده چې:  د ژبو ژبلاریزه څېړنه په دې پورې اړه نه لري، چې ګوندې دا ژبه په کومه ژبډله کې راځي. ژبلار پخپله د همهغې ژبې په لار باید ولاړ وي. دا د ژبو ډلې چې پېژندل کیږي یا په ډلو وېشل کیږي، بنسټیز توپیر یې په حالتونو کې دی، چې له همدې امله څخه د ژبو یوه ډله دومېناتیو/ اکوزاتیو او بله ډله یې نه اکوزاتیو ده یا اېرګاتیو ده، چې پښتو هم  له همدې ډله څخه ده. ما چې اوس داسې لږ د اېرګاتیو له پېژند او داسې لږ د څېړنې لاندې نیولې، نو پوهېږم، چې دا وروستۍ څېړنه یا څېړنې مې په همهغو لارو ولاړې دي او کوم بدلون ته هم په کې اړتیا نه پېښيږي، نو په ژبه کې باید د ژبلارې کړنلار سمه او له ژبلاریزو لارو سره  برابره وي.

یوه یادونه به دلته ولرو، چې ژبپوهنه هم یوه پراخه یا ستره پوهنه ده، چې په یو څو کتابونو کې هم نه پوره کیږي، چې یو توانمند مرکزي دنده لرونکي څه ونه لري، چې تر هغې پورې موږ هم ورته هم ناکړوني نه شو کښېناستلی.

یوه غوره څرګندونه:

ما ډېر یا نږدې اولس کاله له دې څخه پیل وکړ، چې د پښتو یا په پښتو کې ناسمونونو باندې څه ولیکم، چې دا کار مې وکړ، خو له دې سره سم  د ژبلاریزو یو لړ ستونځو سره مخامخ شوم او  اړ شوم، چې  ژبلاره کې هم داسې لږ څه کار وکړم، چې په پای کې مې درې د پښتو ژبلار کتابونه  او نور په ژبه اړوندې لیکنې وکړې، چې ټولې په ډېرو برېښنایي خپرونو کې خورې شوي، چې د هغو له ډلې څخه درنې خپرونې ټول افغان، تاند، دعوت خپرونې دي او د کتابونو په څېر دا لیکنې د کتابونو سترې برېشنایې زېرمتون په کتابتون.کوم کې خورې شوې، چې زه ورڅخه د زړه له کومې خوښنه کوم.

یو څه باید وکړم، چې روغ وم، خو نه پوهېږم چې څه؟ که رېښتیا ووایم د پښتو لیکنو سره هم ستړی شوم ( اولس کاله هم ډېر وخت دی او هره ورځ مې ډېر ساعتونهکار کړی)، که څه هم چې کار په کښې ډېر دی.

که څوک مې د لیکنو سره ستړي کړي وي، نو وما ته دې بخښنه وکړي.

که دما حالت څېړنو په هکله لیکنو ته پام وکړو او د نومیز/اکوزاتیو ژبو توپیر د اېرګاتیو ژبو و توپیر ته سره وګورو، نو همداسې کېدی شي، لکه څنګه چې پېژند کې شته.

کړونی حالت، چې د الماني د نومیناتیو سره ورته یا برابر دی او پرېکړونی حالت، چې د ترانزیتیو کړنوي سره وي، د پښتو کړونی حالت دی یا د پښتو د کړوني حالت ته ورته دۍ. د خاوندوالي حالت او د اتیو یا د پسېځاینییو حالتونه همداسې دي، لکه د الماني ګینیتیو او داتیو حالتونه.

یو بل غوره توپیر د دواړو حالتونو په منځ کې نومځاینیوو هم دي، چې په الملني کې بڼه بدلیږي، خو په پښتو کې دا تسیا بیا د اړونده مورفېمونو سره ډکیږي لکه، ،، د ،، د خاوندوالي مورفېم او ،، له، تر،…،، د داتیو غونډلو سره اړوند مورفېمونه دی، چې د ،، ما ،، سره یوځای د ،، ما،، پوهېدنه د حالت سره سمه بدلوي.

  د الماني جینیتیو:Mein Buch

پښتو د خاوندوالي حالت: د ما کتاب.

پهپښتو کې ،، ما ،، د مورفېم ،، د ،، پهمرستهاو ورسره خپل د ،، ما ،، پوهېدنه و ډډ دما ،، واړوله.

،، د ،،  خاوندوالی مورفېم دی.

د الماني ژب داتیو:

Von mir, mit mir, bis mir, zu mir

د الماني اکوزاتیو:   auf mich

دا د پښتو داتیو کیږي: پر ما باندې.

پسېځاینیوي یا داتیو حالت پر پښتو باندې  انډول یې د پروکلیتیکې یا د مخه تکیه اړ نومځاینیوو سره:

( را، در، ور)( څخه، سره، کره، پسې، کې، باندې، پورې، ته…)

که پورته ته وګور، نو وینو، چې دا کټ مټ یې په پښتو اړونه د المان داتیو ته ورته دي

د نومیزو نومځاینیوو سره:

له ما څخه(سره،کره، پسې) ، په هغه کې، پر تا باندې، تر هغه پورې، ,وتا ته ,……

په پورته کې ګورو، چې له ،، ما،، څخه دمخه له، په، پر ، و او …… لرو. دا چې ،، ما، تا، هغه …. ،، لرو او دا د کړونو لپاره راځي، نو دا ،، ما ،، څنګه نه کړونی یا پرېکړونی، دا په دې پوېدنه، چې د پښتو داتیو، ا ګینیتیو کیږي، چې باید له کړوني حالت څخه را واوړي. دلته دا ،، له، پر، او دا پورته نور چې لرو، کومه پلواکه پو هېدنه نه لري او دا نورو وییونو ته  د خپل ځن سره یوه بله پوهېدنه ورکوي، که دا ،،له ما،، = mir   کیږي او همداسې دا نور هم. د ما تېرې لیکنې کتلی شۍ.

دا چې څو لیکنې غبرګې کوم او خونديونې یې سره نږدې دي، دا سې له ګډوډي کېدی په دې کې راشي، خو هڅېږم، د ناسمونونو مخه نیول شوي وي.

د پام و: له هغو م ک ملګرو څخه، چې د ما په لیکنه کې ژبلاریزې یا نورې ستونځې او ناسمونوونه ورته برېښي، هیله هِ د ما د پوهېدنه لپاره هم داسې روښانه په ګوته کړي.

که لیکو، چې داښه نه دۍ یا دا داسې ده دی، نو باید ور سره مل ولیکو، چې ولې، له یو بل سره د پوهېدنې له امله. ستاسو له ستونځو هم مننه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.