د طالبانو چارسمبالی دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد چې دا مهال د متحده عربي اماراتو په سفر دی، د یکشنبې پر ورځ هلته له مېشتو افغانانو او سوداګرو سره د هېواد په روان وضعیت غږیدلی دی.
نوموړي په یوه وینا کې چې ځينې برخې یې رسنیو ته لېږل شوې د افغانستان په روان سیاست تم شوی او پخپل حکومت کې یې د ټولو افغانانو په ګډون ټينګار کړی.
د طالبانو پر حکومت یوه نېوکه دا کېږي چې له لویه سره یې د یوې ډلې خلک په حکومت کې ګومارلي دي.
نوموړي ويلي، “د افغانستان هر وګړی که هغه د هرې ژبې، هر ولایت، هر قوم یا هر لوري وي هم باید په اقتصاد کې، هم په نظامي او هم په سیاست کې برخه ورکړل شي، هر افغان چې په هره برخه کې خدمت کوي په دوی دروازې نه دي تړل شوې او موږ دې ته کار کوو چې دا زمینه لا برابره شي.”
په دې ناسته کې د هغه تر څنګ بل طالب چارواکی انس حقاني هم ښکاري چې اوسمهال افغانستان ته د شخصیتونو د ستنیدو کمیسیون غړی دی.
ملا يعقوب مجاهد په دې ناسته کې په خلکو هم غږ وکړ چې د هغو کسانو پر وړاندې ودرېږي چې د ده په وینا د “ملي ګټو ضد” دي او بهرنۍ اجنډاوې پلې کوي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.