اې ښکلې نجلۍ

مهرتاج

936

پوهېږي، چې زه ستا د کومې ښکلا خبره کوم؟!
زه ستا د هغې ښکلا خبره کوم، چې ته یې په خپل درون کې لري، نه ستا د اندام و څهرې!
د اندام و څهرې ښکلا کاذبي ښکلا ده، بلکې یؤ دام دی، چې نه یوازې لیدونکي پکې ښکيلېږي بلکې تا پخپله هم د یو خوړونکي دیو ښکار کوي. داسې دیو چې کله یې درباندې غاښ ګرم او په نس موړ شي، بیا دې د تش توږلي هډوکي په څلور دیواله پنجره کې بندوي. په تورو تیارو یې ورستوي.

نو اې ښکلې!
ته پوهېږي!؟
د هرې ښکلې څهرې لرونکی انسان خوشاله نه وي، ځکه دا ښکلې څهره ده چې تور زړونه یې ترشا پټ کړي دي.
هر خوشاله انسان ښکلی دی، ځکه چې د زړه رڼا یې بدرنګه څهرې ته ځانګړی نور او ځلا وربخښي، دا خوشالي ده چې انسان ښایسته کوي.
اې د ښکلې زړه څښتنې!
ته لایقه د هغه چا یې، چې ستا ناویل شوې اوري. ستا په نه شتون کې تا حس کولي شي، په هره بوختیا او هر حالت کې یې ته په ذهن او زړه خپره وې!!!
ښکلې!
ته لایقه د هغه چا یې، چې تا په انسانانو کې وشمېري، تا د پښو پیزار نه بلکې د سرتاج ګڼي او تا د خپل وجود، مِهر، مینې یوازینۍ حقداره وګڼې.. ته یې په روح حاکمیت ولرې، ته لایقه د داسې چا یې!!

اې ښکلې!
که ته چیرته ریښتینې مینه غواړي؟!
نو، د ریښتیني ميئن په لټه کې شه، هغه میئن چې ښکلې څهره دې نه، بلکې ریښتینی زړه او د روح پاکېزګي دې لیدلی شي.
ښکلې!
تا به د روح او وجود فلسفه لوستي وي!؟ چې هر وجود خزان و بهار لري، وجود د روح تابع دی، نه روح د وجود.نو که هر چا ستا د څهرې پر ځای ستا له روح سره مینه درلوده، ځنډ مه پکې کوه، له وجود سره دې یؤځای او په روح کې بندیوان کړه. ځکه، همدا ستا ريښتینی میئن دی!

 

—————————————————————————————————–

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.