په ژمي کې پښې سړې یا یخې ساتل د کومو ناروغیو لامل کېږي

655

په ژمي کې پښې سړې یا یخې ساتل د کومو ناروغیو لامل کېږي؟ نو موږ باید څه وکړو؟

په ژمي کې د بدن د هرې برخې ګرم ساتل اړین وي، په ځانګړي توګه د پښو ګرم ساتل بیا ډېر اړین وي. که چېرته ستاسو پښې په پرلپسې ډول یخې یا سړې پاتې شي، نو له ډېرو روغتیایي ستونزو سره مخ کېدلی شئ. اوس پوښتنه دا ده چې څه شی د پښو د سړېدو لامل کیږي؟ څنګه کولی شو چې خپلې پښې ګرمې وساتو؟ او دا کوم روغتیایي خطرونه رامنځته کوي؟

ستاسو په اند پښې د انسان په بدن کې څه رول لوبوي؟ ډېر به وایي چې پښې د حرکت لپاره وي او بس؛ خو په ختیځ طب کې دا د بدن د دویم زړه په نوم یادېږي. پښې ۱۹ عضلات، ۲۶ هډوکي، ۳۳ د وینې رګونه، ۱۰۷ لیګامینټونه، له ۷۲۰۰ څخه زیات اعصاب، ۲۰۰۰ انډروکرین غدې، ګڼ شمېر شریانونه، رګونه او د بدن په ټولو برخو پورې اړوند ۶۶ حیاتي نقطې لري. په بل عبارت د بدن هره برخه له پښو سره تړلې ده، که چېرته پښې کمزوري وي، نو نور غړي نشي کولی چې صحت من وي.

په ژمي کې زیاتره خلک یوازې د لاسونو ګرم ساتلو ته پام کوي او یوازې د لاسونو، سر، غوږونو او نورو په ګرم ساتل اهم بولي خو دا هیروي چې پښې هم باید ګرمې وساتل شي. که تاسو هم تر ډېره پښې سړې ساتئ او ګرموالۍ ته یې پام نه کوئ نو خبر اوسئ چې له ستونزو سره مو مخ کولی شي.

د پوستکي وچېدل او وینه بهېدل:
پښه یوازې پوستکي او هډوکي لري او په لاندنۍ برخه کې یې کم غوړ وي، چې له بهرنیو خطراتو څخه یې ساتنه ستونزمنه وي. د ژمي د وچې هوا له امله د پښو پوستکی وچېږي، چاودونه کوي او ممکن وینه ترې وبهېږي، که چیرته په سمدستي توګه درملنه ونه شي، نو د پښو ناروغۍ پیدا کوي.
د بندونو ناروغۍ:
د پښو سوړ ساتل سړې د بندونو ناروغیو لکه د مفصلونو او نورو سبب کېږي، لکه د مفصلونو پړسوب، د هنګري درد، او داسې نورې ستونزې او دردونه، چې حرکت ستونزمنوي او سهار به له ځایه نشو پورته کېدلی.
د ګوتو پړسوب:
دا هغه شرایط دي چې زیاتره خلک ورسره په ژمي کې ورسره مخ کیږي، په ځانګړې توګه په سخته سړه هوا کې پښو ته زیان رسېږي، پوستکی چادونه کوي او سوخت پیدا کوي، چې سوروالی هم ورسره وي او سخت دردناک وي. د شدید ناروغۍ په صورت کې د ناروغ درملنه ستونزمنه کېږي او احتمال شته چې بند یې مات شي، چې د پښو د دې زیان تر ټولو عام لاملونه د پښو سړېدل، په پوستکي او مفصلونو کې د وینې رګونو تنګیدل، د وینې کمېدل د اسپټیک نیکروټیک ارتریتس او نور دي.
د پښو د ګرم ساتلو لارې چارې:
د پښو سړېدل د ډېرو ناروغیو سبب کېږي، نو هڅه وکړئ چې پښې ګرمې وساتئ، چې ځینې لارې چارې یې په لاندې ډول دي.
جرابې او بوټان:
جرابې د ژمي په ورځو کې اړین او مشهور توکی دی، نو د پښو له سړېدو څخه د مخنیوي لپاره په منظمه توګه جرابې واچوئ؛ خو پام مو وي چې فیشني جرابې په ګرم ساتلو کې مرسته نه کوي، نو غوره جرابې او بوټان انتخاب کړئ.
پښې مو په ګرمو اوبو کې ډوبې کړئ.
په ګرمو اوبو سره د پښو وینځل ډېرې روغتیایي ګټې لري، لکه د پښو تود ساتل، د پښو بوی له منځه وړل، او د پوستکي د یوه شمیر شرایطو درملنه لکه د ګوتو، د غاښونو فنګس، او ښه خوب کول.
د پښو د تود ساتلو لپاره یوه ساده لاره دا ده چې پښې په ګرمو اوبو کې ډوبې کړئ. د دې لپاره یو غټ لوښی راواخلئ او د ۴۵ – ۵۰ درجو سانتي ګراد ګرمو اوبو کې خپلې پښې ډوبې کړئ او د موثریت د زیاتولو لپاره یې مالګه اضافه کولی شئ.
دا مهم ټکي په پام کې ونیسئ:
مه پرېږدئ چې تودوخه ډېره شي، د ډېر وخت لپاره پکې پښې مه ږدې ترڅو د پوستکي مو خراب نه شي او د دې لپاره ۱۵-۲۰ بسنه کوي.
همدغه راز:
ښه خوراک وکړئ او ډیرې ګرمې اوبه وڅښئ.
د پښو د چادونو څخه د مخنیوي لپاره په منظمه توګه نمي وکاروئ.
خپلې پښې پاکې کړئ او د بکتریا له خپریدو څخه مخنیوی وکړئ.
په منظم ډول تمرین وکړئ.

 

—————————————————————————————————–

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.