د کابل په ‘شهر نو’ کې د چاودنې او ډزو غږونه اورېدل شوي

551

د کابل په «شهر نو» کې چاودنه شوې او ورپسې د سپکو وسلو د ډزو غږونه هم اورېدل شوي دي.

دغه شخړه د چين د دفتر په شاوخوا سيمه کې شوې او سرچينه ویلي چې د دغه هېواد ديپلوماتان او اتباع په دې سیمه کې وخت ناوخت تګ راتګ کوي.

اسلامي امارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو په خپروشویو ویډیوګانو کې ښکاري چې د یوې لوړې ودانۍ په یوه برخه کې اور لګېدلی او لوګي ترې پورته کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې تازه چینايي ډیپلوماتانو د اسلامي امارت له چارواکو سره د کتنې پر مهال غوښتي وو چې په کابل کې د سفارتونو او سیاسي دفترونو امنیت ټینګ کړي.

په دې وروستیو کې د پلازمېنې کابل په ګډون په یو شمېر لویو ښارونو کې د بمي چاودنو او نښتو راپورونه ډېر شوي دي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.