نظم

منزه غفورزۍ

610

که د خوښې ژوند کېدلای
که مې خیال انځورېدلای
دې انځور کې به نجلۍ وه
شپه او ورځ به موسېدلای
زېړ وېښتان به یې پر مخ
خورېدلی ، نڅېدلای
د هوا نرمې څپې یې
له وجوده درد زبېښلای
یو ارامه موسیقي یې
په رګو کې بهېدلای
خوشبويي به د نرګسو
هرې خوا احساسېدلای
له ساه ګانو یې خوږ عطر
په فضا کې خپرېدلای
د لمدو زلفو په څاڅکو
یې نړۍ زرغونېدلای
د آبي سترګو رڼا یې
تورتمونه رڼولای
د خندا خوږې نغمې یې
د هوا څپې څيرلای
چې آيينې ته درېدلای
له خپل حُسنه شرمېدلای
شرارت د شوخو سترګو
له کونجونو څڅېدلای
په سُرخۍ د باړخوګانو
د ګلونو رشک راتللای
ګرد کمیس به یې په لاسو
کې نیولای ، تاوېدلای
هر قدم لاندې یې نوی
ګل له ځمکې ټوکېدلای
په الماسو ښکلی شوی
تاج یې سر کې شین کېدلای
نې ميئن ته ضرورت وای
نه د چا شهۍ کېدلای
نه د اوښکو په نامه یې
څه بڼو نه څڅېدلای
نه یې مرګ نه غم لیدلای
نه یې وینه پېژندلای
نه یې ظلم چا سره وای
نه مظلومه جوړېدلای
نې د چا ژوند اخېستلی
نې دنیا بدرنګولای
نه به وېره نه وحشت وای
ټول په مینه رنګېدلای
دې به بل شانې دنیا کې
یو ریښتینی ژوند کولای
نېکمرغي به یې په لاس کې
په ورغوي شنه کېدلای
له خوښيو لبرېز خیال به
تصور کې غرقولای
له مستۍ به یې وزرې
په هوا کې غوړولای
په شېبه کې الوتلای
دنګو غرو ته رسېدلای
طلايي وزرونو یې هسک کې
رڼې لارې جوړولای
کله ستوری جوړېدلای
کهکشان کې ځلېدلای
کله لمر نه تاوېدلای
او سپوږمۍ رخه کولای
کله یې تل د سمندر کې
لکه کب لامبو وهلی
دې به خپل تقدیر وای خپله
په تندي باندې لیکلای
که یې غوښتي وای ژوندۍ وای
که یې غوښتی مړه کېدلای
که یې غوښتی نوې ساه یې
په وجود کې غځېدلای
بیا له سره زېږېدلای
سترګې یې بېرته رڼولای
که زما په خوښه ژوند وای
ما به دغسې کولای
که زما په زړه کېدلای
که نړۍ نوې کېدلای…
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

‏Date: 22/ May /2020

 

—————————————————————————————————–

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.