رونالډو د سعودي عربستان ‘النصر’ کلب سره یو ځای شو

762

د پرتګال مشهور فوټبالر، کریستیانو رونالډو په رسمي ډول د سعودي عربستان له «النصر» فوټبال کلب سره تر ۲۰۲۵ پورې تړون لاسلیک کړی.

د سعودي عربستان النصر کلب تېره شپه جمعه د مرغومي۹مه  له ۳۷ کلن رونالډو سره یې دوه‌نیم کلن تړون لاسلیک کړی دی.

د راپورونو له مخې، رونالډو به هر کال له النصر کلب سره د یو ځای کېدو په بدل کې له ۱۱۷ میلیونو ډالرو ډېر عاید ترلاسه کوي، چې دا به د فوټبال په تاریخ کې تر ټولو لوړه اندازه وي.

د النصر کلب د دې قرارداد لاسیک وروسته وویل: “دا زمونږ تاریخ جوړوونکې ده. دا هعه تړون ده چې نه یوازې زموږ کلب لویو بریا ترلاسه کولو ته هڅوي بلکه زموږ لیګ ، زموږ ملت او زموږ راتلونکي نسلونه هم هڅوي.

له «النصر» کلب سره د رونالډو د خبرو اترو او له دې کلب سره د هغه د یوځای کېدو ډېر راپورونه خپاره شوي وو، خو د دې قرارداد لاسیک وروسته ځینې سپورت سایټونو د دې کلب سره د رونالډو لاسلیک کول د توقع خلاف کار بولي.

رونالډو النصر سره د یوځای کېدو وروسته وویل: “زه په یو بل لیګ او یو بل هیواد کې د نوې تجربې لپاره لیواله یم، د النصر لید خورا الهام بښونکی دی. زه ډیر خوښ یم چې د خپلو نوي ټیم ملګرو سره یوځای شم او له دې ټیم سره لا ډیرې بریا ترلاسه مرسته وکړم.”

کله چې د مانچسټر یونایټډ کلب په رسمي ډول له رونالډو سره د همکارۍ پای اعلان کړ، رونالډو ته نږدې ژورنالیست «پیرس مورګان» هغه ته په یوه متن پیغام کې ورته ویلي: “د یوې مرغۍ په څیر له پنجرې څخه د خوشې کېدو احساس لري.”

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.