هغه صحابي چې سروکال یې رسول الله علیه وسلم وخندوه

ژباړه: شرر ساپی

366

دا صحابي نعیمان ﺑﻦ ﻋﻤﺮﻭ رفاعه نومېده، انصاري و، د جګړې پر مهال ډېر زړور و، بدر، احد او خندق کې یې برخه اخیستې وه، ډېر ټوکي و، ام سلمه رضی الله عنها وایي: خنده رویه او ټوکي و.

یوه ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم له عایشې رضی الله عنها سره ناست و، دا هغه وخت و چې د حجاب ایاتونه لا نه و نازل شوي، نعیمان ورغی، نعیمان له څېرې ډېر بدرنګ و، رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یې غږ کړه، ای د الله رسوله، هغه د ابوبکر لور عایشه همدا ده؟! رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل، هو
نعیمان وویل: طلاقه یې کړه ، زه به خپله خور درکړم.
عایشې رضی الله عنها په سړه سینه وپوښنه،
نعیمانه، ته ښایسته یې که خور دی؟!
نعیمان وویل: زه، زه مې له خور نه ډېر ښایسته یم
عایشې رضی الله عنها وویل: الحمد لله
رسول الله صلي الله عليه وسلم په خندا شو.

یوه ورځ مدینې ته یو کوچي ګبین راوړل، دی ورغی ګبین یې ترې واخیستل، د رسول الله صلی الله علیه وسلم د کور دروازه یې وټکوله، رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یې وویل، دا مې تاته ډالۍ اخیستې، رسول الله ص کور ته ننوت، نعیمان کوچي ته وویل، پیسې درته راوباسي، که یې راونه ویستې دروازه وروټکوه، لږه شیبه وروسته کوچي دروازه په زوره زوره ووهله، او چیغې یې کړې:
– یا مې ګبین راوړی، یا پیسې.

رسول الله صلی الله علیه وسلم راووت، وموسیده، بیا یې وویل، نعیمان راته پیدا کړئ، کله چې یې راووست، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل:
– نعیمانه، دا دې څه وکړل!!
-ای د الله رسوله، زخت لیواله وم چې ډالۍ درته واخلم، خو هیڅ مې نه درلودل او دا ګبین مې خوښ شوي و
رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وموسیده او کوچي ته یې پیسې ورکړې.

یو ځل یو کوچی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی، خپله اوښه یې بهر ودروله، ځینو صحابو نعیمان ته وویل، ډېر سپورخواره شوي یو، کاش دا اوښه حلاله کړې، نعیمان اوښه چپه کړه، کوچی راووت چیعې یې کړې، ای محمده اوښه مې یې حلاله کړې ده، نبی اکرم صلی الله علیه وسلم راووت، ویې ویل، دا کار چا کړی دی؟ ورته وویل شول، نعیمان دا کار کړی دی، ورپسې شو، اخر یې د زبیر بن عبدالمطلب د لور ضباعه په کور کې وموند، د کور په سوړه کې ننوتی و، رسول الله صلی الله علیه وسلم یې ځای ته لاس ونیوه چې هلته دی، راویې ویست، ورته یې وویل، څه شي دې کار ته اړ ویستې؟ هغه وویل، ای د الله رسوله، چاچې زه دروښودم، هم هغوی راته وویل چې دا اوښه حلاله کړه. رسول الله صلی الله علیه وسلم یې له مخ نه خاورې پاکولې او خندل یې، بیا یې کوچي ته د اوښې تاوان ورکړ.

تاسې د رسول الله صلی الله علیه وسلم، عظمت او شخصیت ته وګورئ، دا صحابي یې ونه رټه، ځکه چې د دې صحابي په فطرت کې ټوکې نغښتې وې.
دې صحابي به زیات خندل، رسول الله صلی الله علیه وسلم یې په اړه وویل، دا به جنت ته هم په خندا ننوځي.

ام سلمه رضی الله عنها وایي، یو ځل ابو بکر بصری ته په سوداګری ووت، له ده سره نعیمان او سلیط بن حرمله ملګري وو، دواړه بدري صحابه دي، حرمله د توښي مسئول و، نعیمان په لاره وږی شو، ابوبکر رضی الله عنه په څه کار پسې ولاړ، ده سلیط ته وویل، لږ خواړه راکړه چې بیخي وږی یم، هغه ور نه کړل، ده ورته وویل، زه به هم درسره داسې لوبه وکړم چې ټول عمر یې یاد ساتې، په لاره کې له نورو عربانو سره مخ شول، نعیمان ورغی، ورته یی وویل، غلام رانه نه اخلئ؟ هغوی وویل، ولې نه؟ دوی ورته ډېر خوشاله شول، نعیمان، سلیط ته اشاره وکړه، ویې ویل، غلام هغه دی خو خبرې په کې شته دی، دا به تاسې ته وایي چې زه غلام نه یم، که تاسې یې په خبره باور کوئ، نو بیا ترې تېر شئ، دوی وویل، نه، نه …اخلو یې. د خبرو په کیسه کې یې نه یو. لس اوښان یې ورکړل.

خلک سلیط پسې ورغلل، هغه ورته وایي، زه ازاد یم، خو دوی یې وار له مخه غاړې ته لونګۍ ورواچوله او کش یې کړ، ورته یې وویل، ستا په اړه موږ ته ټول جزئبات ویل شوي دي، کله چې ابوبکر الصدیق راغی، او پوه شو په خلکو پسې یې ځان ورسوه، ورته یې وویل، زموږ دې ملګري درسره ټوکه کړې، سلیط یې ازاد کړ، کله چې مدینې ته راغلل، رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یې کیسه وکړه، هغه وخندل، بیا چې به ورسره کله هم سلیط مخ شو ورته به موسکی شو.
کتاب: محمد رسول الله والذین معه شل ټوکه
لیکوال: عبدالحمید جودة السحار

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.