هوا سړه او سپینه واوره ده، کړکۍ ته نږدې ولاړه او تریخه قهوه مې په لاس ده، پلي کسان وینم، هر څوک ځانته درد لري، خپله بوختیا او خپلې وسوسې ورسره دي، ذهنونه ستړي، زړونه زخمي او ژبې تړلي دي، دا ښار له خلکو څخه ګیلمن دی.
یو حس په ما کې داسې وایي چې دا خلک ژور درد لري، داسې درد چې زړونه یې دردولی دی. موږ پاتې یو، پاتې په داسې سخته ازموېنه کې چې بریالۍ کېدل په دې ازموېنه کې ستونزمنه ده؛ خو له دې ازموېنې څخه په تېرېدو ګورو چې ژوند تېر دی. د ژوند ټولو هغو سختیو ته به مو خندا راشي کوم چې په هر حال کې تېرېدونکي وو، که مو ورته خندلي یا ژړلي وای!!
په رښتیا سره هم موږ ولې دې نړۍ ته راغلي یو؟؟ ځینې وخت حس مې راته وایي چې هر څه بې مانا دي، په هغې ځمکې کې چې میلیون کلونه هېرېږي، موږ په غمونو کې پیدا یو، لوېږو هڅه او کوښښ کوو، ناروغ شو، د زړونو د ازار لامل شو، ژاړو، خاندو، مرو او زموږ ځای نوي نسل ته ورکول کېږي هغوی هم راځي، هر څه له سره پیل او دا بې مانا دور تېروي.
ددې هر څه سره سره باید دوام ورکړو، ځکه دې نړۍ کې ضعیف/ضیعفه پاتې کېدل نشته زه ددې لپاره نه یمه پیدا چې ماته ومنم زه دې نړۍ ته د بدلون لپاره پیدا شوې یمه، نړۍ د خپلو هیلو لپاره قربانوم او دا زما هیله ده چې رسېدل ورته ګران نه وینم.
راشئ! د چا په کار کې کار ونه لرو، سپرلی تېر شو، منی له رنګ بدلولو سره تیر شو او ژمی هم تېرېدونکی دی، هر څه بدلېدونکي دي، هر هغه څه مو چې له لاسه ورکړي د ژوند روان بهیر ته یې وسپارئ او له نویو هیلو سره ژوند پیل کړئ.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.