موږ هغه خلک یوو

شېبه ګهیځ

518

موږ هغه خلک یو چې
سل نیوکې اورو خو د یو ځواب ویلو لپاره یې ګونګۍ کړې یو
موږ هغه خلک یو چې
د خلکو خوشحاله ساتلو لپاره ټول ورځ ماتیږو
اخر خلک راباندې د لیوانیانو نوم ږدي
موږ هغه خلک یو چې
خپلې ټولې ژړاوې، ګیلې، او درد د شپې غیږې ته وړو.
موږ هغه خلک یو چې
د چا په وړاندې نشو ژړلی
که وژاړو بیا وایې؛
خاوند غواړي!
موږ هغه خلک یو چې
ورور مو هر ځل د خلکو امانت بولي
په ځای چې واویې
ته زما خور یې نباید بد درسره وشي
موږ هغه خلک یو چې
کور خلک راته وایې؛
کله چې میړه وکړی بیا به د هر څه صاحبه شې!
او میړه وایې؛
دلته ستا د پلار کور ندی چې هر فرمایش دې زړه غواړي وې کړې.
موږ هغه خلک یو چې
د پلار،  ورور، خاوند او زوی د واکمنۍ په غیرت کې ښکار یو
موږ هغه خلک یو چې
له موږ ځواکمن موجود چې الله پاک نارینه پیدا کړی
د دروغو غیرت په نوم د واکمنۍ خواته ډډه وهي
موږ هغه خلک یو چې
خپل سل ارمانونه د څو خاموشو اوښکو په پیل، پای ته رسوو
موږ هغه خلک یو چې
بار بار په یوه غلطۍ رټیږو
موږ هغه خلک یو چې
په کال کې یو ځل هم د کوره په خوشحالۍ نشو وتلې
موږ هغه خلک یو چې
وروسته له وختونو یو نظر ورکوو او ځواب یې داسې اورو
(ښځه به چیشې وي خبره به یې چیشی وي پریده مړه)
موږ هغه خلک یو چې
د مینې قیصې راڅخه اورته اچوی
موږ هغه خلک یو چې
د وړوکتوبه یې صرف میړه کولو ته واداره کړی یو
موږ هغه خلک یو چې
د پلار او ورور سره د امانت په شکل ژوند کوو
او خاوند سره د وینځی په بڼه
موږ هغه خلک یو چې
د غیرت له مخې د خپلی بی ګناهۍ په وړاندی هم باید چوپ پاتې شو
موږ هغه خلک یو چې
حتی خندا کول راته فحاشی بولی
موږ هغه خلک یو چې
د خپل حق دفاع په حالت کې سل بد رد اورو
موږ هغه خلک یو چې
په کور کې ناسته باندې مو تیار خوره او بیکاره لوښي بولي
او وایې
موږ یې درته راګټو او تاسې یې خورئ
او کله چې د کار لپاره دباندی ولاړه شې
بیا وایې
بازاری ښځه خدای خبر چاسره به ګرځي راګرځي د قیامت فتنه
موږ هغه خلک یو چې
صرف غوصه راباندی سړه کیږی
موږ هغه خلک یو چې
د غوصې په وخت کې د لوښو په ځای خپل زړه ماتوو بس
موږ هغه خلک یو چې
پلار ته بوج او خاوند ته مصیبت بلل کیږو
موږ هغه خلک یو چې
په ماشومتوب کې واده کیږو او شل کلنۍ کې مو څیره د څلویښت کلنې ښځې په څیر وي
هو!
موږ افغانې ښځې یو
چې د کور په تورو تنبو کې سوځول کیږو
او د چادرظس وحشتناکې پردې تر شا حلالیږو
موږ هماغه خلک یو بس

,*******************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.