یو مهال مې د «رنډال ووډ» په مشهور کتاب The Dictator’s Handbook کې لوستي وو، که چېرې ته د یو غریب یا پرمختلونکي اقتصاد لرونکي هېواد واکمن یې، نو یو څيز ته دې فکر وي، چې له طبیعي افتونه خورا ښه اقتصادي گټه پورته کولای شې، که زلزله درباندې راغله، نو نړیوالو ته دې د تلفاتو ارقام لسچنده وښایه، که له کوم بل طبیعي افت سره مخ شوې، نو هڅه وکړه، چې له پرمختللیو هېوادونو او نړیواله مرستندویه ادارو څخه ډېره مرسته خپل هېواد ته جذب کړې.
او دا د «بحران مدیریت» يوه ښه بېلگه هم ده، یو وار مو په Crisis Management کې لوستيوو، چې: Never waste a good crises یانې «هېڅکله هم یو ښه بحران مه ضایع کوئ!» پهدې هکله د نړۍ هېوادونه هوښیار دي، له نورو له جگړو يې خپل اقتصاد ورغولو، موږ له شته فرصتونو (طبیعي افتونو او نورو) څخه سمه گټه نهشو پورته کولای، تازه خبر دا دی، چې گاونډې د سیلاب ځپلیو لهپاره د مرستو په لړ کې د ۸ مېلیارده ډالرو ژمنه په جېنوا کې ترلاسه کړه. تاسې که وگورئ، دوی نړۍ ته دا خپل سیلابونه داسې وښودل، چې دا د دوی په تاریخ کې تر ټول ناوړه سیلابونه وو، چې کابو له دېرش مېلیونه څخه ډېر وگړي يې ځپلي دي، خبره دا ده، چې دا مرسته د سیلاب ځپلیو سره ده، نو څرنگه به پرې خپلې ارزي شتمني لوړوي؟
ځواب خورا اسانه دی، د کلدارې ټوله ارزي شتمني یا پشتوانه له ۵ ميلیارده ډالرو څخه راټيټه ده، د نړۍ یو هېواد هم دې ته حاضر نهوو، چې د ۵ مېلیارده ډالرو په مقابل کې له دې ورسره ۶ یا له ۶ مېلیاردو پورته سوداگري/پانگونه وکړي، خو اوس يې لوبه خورا اسانه بدله کړه، نه بانگ گرنټي ته اړتیا شته، نه کوم بل تضمین ته، په مفتو کې به يې هېواد ته ۸ مېلیارده (۸زره مېلیونه) ډالر راننوځي، خو دا هم یو موقتي لوبه ده، نور گورئ چې څه څه کولای شي!؟
هو رښتیا پهءدې اته مېلیاردو کې لوړه مرسته د اسلامي پرمختیايي بانک (۴.۲ مېلیارده)، د نړیوال بانک (۲ مېلیارده) او د اسیايي پرمختيايي بانک (یو مېلیارد) ده، نور پاتې د امریکا، جاپان، جرمني، اروپايي اتحاديې، فرانسې او چین ده.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.