شاعر هنر احمدزی

لیکنه: اجمل کریمي

579
شمع که وړه وي او که غټه خو په رڼا ورکولو کې یې فرق نه راځي ځکه دوئ د یوه تار پر مټ بلیږي تر څو چې هغه تار ختم شوی نه وي د دوئ رڼایي دوام کوي.
مُهمه نه ده چې ډېوه وړه جوړه ده که غټه خو چې تار یې برابر تار وي رڼا هم ورته ورکوي.
خبره مې دا کوله چې نن سبا زموږ ځینو ځوانانو هم همدا مثال خپل کړی چې له جوړښت او عمر نه واړه دي خو تخیل یې تر مشرانو لا لوړ او اوچت دی.
مثال یې دلته په ځوان او تاند شاعر ډېر محترم هنر”احمدزي”صیب کوو.
دغه ځوانکی شاعر په کم عمر کې داسې تخلیق کوي چې سړی بلې دونیا ته وړي.
هنر ددې هنر تر لاسه کړی چې څنګه خپل الفاظ دچا په زړه کې کېنوي او دخپل زړه اواز پکې ور ولېږي.
د هنر په هنر که غږېدو نو اصلې خبرو ته به وار ورنه شي.
راځو دلته دا خبرې ثابتوو.
سم خراب یمه، سم مرم، نه شم ساتلی
ځان د ګُلو په موسم نه شم ساتلی
زړه خو ځای د ښکلو ښکلو د رام رام وي
بُتکده ده، دا حرم نه شم ساتلی
تا خو ژوند راته راکړی دی یه خدایه! ج
خو زه دا امانت سم نه شم ساتلی
ګیله مه کوه لالیه! ته خو څه چې
زه خپل ځان، ځان سره هم نه شم ساتلی
زما لولپه ځوانۍ! بښنه غواړم
تا د ژوند له جهنم نه شم ساتلی
هسې نه چې سمندر شي جهان یوسي
راشه! نور سترګو کې نم نه شم ساتلی
ښه پوهېږم، د حق لاره ده تر داره
خو بیا هم ترېنه قدم نه شم ساتلی
وخت راکړی لاس کې بېل دی او قولنګ دی
ځکه لاسو کې قلم نه شم ساتلی
ستا تېرو تېرو باڼو نه امان غواړم
نېغ په زړه نېش د لړم نه شم ساتلی
خدای ج دې داسې ورځ رانولي هنره!
چې به خیال د یار د غم نه شم ساتلی.
؃ هنر احمدزی ؃
هنر دلته څه په هنر خبر‌ې کړي دي.
مطلع کې شاعر د چا عشق دومره لېونی کړی چې هغه له ګل سره تشبیه کوي نو کله چې د ګلانو موسم راځي دی داسې حِسوي چې ګواګې هغه یې تر څنګ ده خو لاس رسی ورته نه لري نو بیخي زیات ځوریږي.
دوهم بیت څه لوړ او پر ځای لیکل شوی.
دلته شاعر د زړه هغه رسم کاږي چې د ټولو زړونو ترجمان وي.
هنر وایي چې زړه ته چې د چا کافرې سترګې ننوځي او هلته شنې شي نو بیا سړی د پرهېزګارۍ نه باسي او لکه بُتان پکې شپه ورځ ولاړې وي نو حرم جوړولو ته یې باید دغه بُتان مات کړای شي.
چې دا اسان کار نه دی.
دریم بیت کې شاعر خپل رب ته د ځان شکایت کوي او دا ورته ښایي چې د ځان په ساتلو کې برلاسی نه دی
نو که کومه نیګړتیا یې لرله بښنه به ورته کوي.
څلورم بیت کې شاعر تر دې حده د ژوند کړاوونو خوړلی چې خپله ځواني ترېنه بې خبره خرابه شوي
او بې موسمه یې یاد ته راتګ شاعر په بښنې مجبور کړی.
پینځم بیت کې شاعر خپل معشوق ته دا پیغام ورکوي چې څومره دي غواړم او څومره راته ځانګړی یې.
شاعر دلته ورته پرمایي چې که ته رانغلې نو زما د سترګو اوښکې به د قلم سیاهي شي او ددې قلم نه هره کرښه به لکه د سیلاب څپه په زړونو واوړي او جهان به هم ورسره غرق کړي.
شپږم بیت کې شاعر ټولنې ته څومره ژور پیغام ورکوي چې ګواکي د حق لار که تر داره هم وي قدم به ترې شاته کوئ نه.
اوم بیت کې شاعر د ټولنې هغه نیمګړتیا رسموي چې درد یې نن سبا موږ ټول په زړونو کې ساتو.
او د نړۍ محتاجه کړې یې یو.
اتم بیت کې شاعر د چا له سترګو دومره متأثره ده چې باڼه یې لکه د لړم نېښونه داسې ور لګیږي.
مقطع کې شاعر له خدای نه غواړې چې داسې ورځ ور نکړي چې به دی بې د یار د غم نه پکې ژوند کوي
یعنې شاعر تر دې حده په یو چا پسې غرق دی چې د هغه غم هم ورته هغه ښکاري.
د هنر شاعري ډېر زیات نوښتونه لري چې په لوستلو یې سړی هیله من شي چې ځوانان بې کار ناست نه دي بلکې غواړي راتلونکې کې یوڅه و اوسي.
راځئ دلته د هنر بل هنریز کلام هم لولو.
پل یې بختور کړې:
که بې وخته مې وخت سترګو نه پنا کړې
تصور دې د ژوندون حوصلې راکړې
عشقه! تا چې زه په دواړو سترګو ړوند کړم
خدای ج زما د تخیل سترګې بینا کړې
د پردي وطن په غېږه کې سکونه!!
نه دې وشو څه دَرَک، نه مې پیدا کړې
ما ستا مینه ستا په وړاندې پټوله
خو خبر زما د سترګو تمنا کړې
ځه، دا یو رښتیا خو ووایه قاتله!
کوم احساس زما د قتل نه په شا کړې؟
ما خو خپله پښتو سر کړله هنره!!
اوس ستا خوښه چې وفا کړې که جفا کړې.
هنر احمدزی
د هنر دا غزل څومره لوړ لیکل شوی که زه درته پرې ږدېدم نو ښایي لیکنه تر حدواوړي نو
هنر ته لا زیاته بریا غواړو او ښه اتلونکی یې په الفاظو کې چیغې وهي.
هیله ده زموږ دغه ماتو ګډو الفاظو یې دغه چیغي نه وي خاموشه کړې.
درنښت:
محمداجمل (کریمي)
غزني ولایت اندړو ولسوالۍ خپل کور زرین.

 

/////////////////////////////////////////////////

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.