ایا سختې سزاوې د جرمونو کچه ټیټولی شي؟

حسیب نورمل

540

ډیری خلک فکر کوي چې سختې او علني سزاوې د جرمونو په مخنیوي یا کمولو کې مرسته کوي، خو که د جرمونو او سزاو تاریخ مطالعه کړو مالومه به شي چې هېڅکله هم د سختو سزاو د جرمنو د کچې په کمولو کې مرسته نه ده کړې. پخوا مجرمینو ته سختې سزاوې ورکړل شوې دي هغوی علني په دار را ځوړول شوي دي، د بدن غړي یې ترې پرې شوي دي، علني وهل شوي او وژل شوي دي خو دې او دې ته ورته سزاو بیا هم جرمونه کم نه کړل.

یو وخت امریکا او انګلستان کې د جرمونو د مخنیوي لپاره سخت قوانین وضع کړل خو بیا هم په یادو هېوادونو کې د جرایمو کچه ټیټه نه شوه. هغه وخت دوه لویې ستونزې وې یوه دا چې جرمونو تر شا به لاملونه نه څېړل کیدل دویم دا چې قوانین به یوازې د ټیټې طبقې (ولس) لپاره وضع کېدل او پر هغوی به تطبیق کېدل چې ترننه دغه دود په ځینو هېوادونو کې دوام لري.

تاریخ او تجربو ثابته کړې ده چې سختې او علني سزاوې تر هغه نه جرمونه له منځه وړي او نه یې کچه راکمولی شي څو چې د جرمونو تر شا لاملونه ونه څېړل شي او له منځه لاړ نه شي، کله چې په یو ښار کې غلاوې زیاتې کیږي نو مجرمینو ته د سختې سزاو پرځای دې د غلا تر شا لاملونه وڅېړل شي او له منځه د لاړ شي په دې سره به خلک له غلا لاس واخلي. ښايي خلک له لوږې او بې وزګارۍ یا د بل لامل په خاطر غلاوې کوي خو که خلکو ته د کار زمینه برابره شي او د هغوی په کور کې ډوډۍ پیدا شي ښایي بیا غلا ونه کړي.

زه نه وایم چې مجرمینو ته سزاوې نه ورکول کیږي، زه وایم له جرمونو سره د مبارزې یوازنۍ لار سختې سزاوې نه دي، ښه دا ده د سزاو ترڅنګ د جرمنو تر شا لاملونه هم وڅېړل شي او له منځه د یوړل شي. په دې سره به د جرمنو په کچه کې د پام وړ کموالی راشي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.