مستوفي او مستوفیت

پوهاند محمد بشیر دودیال

627

مستوفي هغه څوک دی چی پخوا وختونو کی  به یې په اسلامی هیوادو کې د دولت د حسابي چارو  مسئولیت په غاړه درلود .په بله وینا: مستوفی په اسلامی مالی نظام کې د یو هیواد عمومی حسابدار ته ویل کیدل. په خپله د مستوفی کلمه له عربي(استیفا) څخه اخیستل شوی ده او مستوفیت هغه ځای دی چی مستوفي هلته کار کوي، مالی احکام صادروی او اجراءت کوي .استیفایعنې په وافی او کافی توګه خپل حق اخیستل.

 په عمومي توګه مستوفي او مستوفیت د عباسیانو د خلافت له وخت څخه په اسلامی هیوادو کې رواج شو .هغه مستوفي به چې د دارلحکومه په مرکز کې و، د ټول حکومت دخل او خرچ حسابات ور په غاړه وو ، خو دولایتونو مستوفی او مستوفیتونو بیا دولایت مالی چاری، مالیات او مستمری مسایل اجرا کول.  د فاطمي خلفاوو پر مهال د مصر مستوفي د هغه هیواد ټول مالی مسایل په غاړه لرل.  په ایران کې د قاجاریانو له وخته مستوفی اومستوفیت حسابي چارې اجرا کولې. مثلا نظامی ګنجوی نامتو خوږ ژبی شاعر ویلی و:

صرف کر د آن همه  به بی خوفی           فارغ از مشرفان ومستوفی

یعنی مالونه یی پرته د مستوفی او تفتیش او پولیس له ویرې بېغمه ولګول.

 یو بل شاعر هم دغه کلمه استعمال کړې، وایی:

چون وزیر ومیر ومستوفی توباشی کی بود      مدحت آرای وزیر ومیر ومستوفی ذمیم

په پورتني بیت کې هم د مستوفی صلاحیت او واک ته اشاره شوې ده.  په ایران کې د مستوفیت دنده میراثی وه اوله پلار څخه به زوی ته په میراث پاتې کیده،  خو د عباسی خلافت پرمهال به دخلیفه له خوا ټاکل کید.  په مصر کې هم مستوفیان د پاچا له خوا په دنده ګومارل کیدل.

په افغانستان کې دمستوفیت تاریخچه د اعلیضرت احمد شاه بابا تر مهاله رسیږي. هغه وخت افغانستان یوه لویه امپراتوري وه، نو مالی چارو زیات اهمیت پیداکړ. دغه پاچا د لومړي ځل لپاره یو ډول مترقی او عادلانه مالیه و ضع او یو شمیرغوره یفورمونه یې رامنځته کړل، نو ځکه یې د خپل دولت په تشکیل کې یو شمیر ادارات هم نوي تاسیس کړل. د لومړي ځل لپاره په ۱۷۶۰م. یا ۱۱۴۰ لمریز کال کې یې سردار عبدالله خان پوپلزی د( مالی د یوان بیګی) په نوم سره مالی چارو ته وګومار. ورو ورو د دیوان بیګی لقب په مستوفی المالک تبدیل شو چی د نن ورځی د مالیې د وزیر صلاحیت او دندي یی لرلې.  په دې توګه عبدالله خان پوپلزی زمونږ په هیواد کې لومړنی مستوفی ؤ. مستوفی المالک د خپل واک له مخی هم د مرکز او هم د ولایتونو مالی حسابونه منسجم او سمبالول او د عمومی نظارت چارې یې هم پر مخ بیولي. دهر ولایت دمستوفی نوم به د هغه ولایت له نوم سره ذکر کیده لکه د احمدشاه بابا د وخت د کشمیر مستوفی، دترکستان مستوفی، دبلوچستان مستوفی،  دمشهد مستوفی د سوات مستوفی د کابل مستوفی او داسی نور.

په پخوا وختونو کی د مستوفی او مستوفیت دندی په یو ولایت کی په څلورو برخوویشل شوی وی :

  • . دولایت د دستورالعمل د کتابچی تنظیمول،
  • د حقوقود خاوندانو د قبوض دحاشیو  لیکل ( دمامورینو دمعاش ورکول او عایدلرونکو خلکو څخه مالیه  اخیستل )،
  • د فرمانونو حاشیه لیکل ( دفرمان د حکم له مخی یوچاته د بیت المال له مال څخه د ورکولو حکم)،
  • او دولایت په سطحه د حسابونو درج کول.

دهرولایت والی او حاکم به د کال له پایته رسیدوسره سم، د مالیی وزارت ته دخپل حساب راپورنه ورکول او د ولایت دستورالعمل دکتابچی او دخزانی د وزارت د حواله جاتو  له مخی به یی حسابونه تصفیه کول .د مصرف اسناد به مستوفی  برابرول وزیرمالیه او صدراعظم به مهر کول او بیا به پاچا توشیح کول .په دی توګه  مستوفیت اومستوفی دمالی چارو له امله یوه مهمه اود اعتبار وړدنده اورتبه وه.

په ۱۲۹۸لمریز یا ۱۹۱۹میلادی کال کې افغانستان نوی ژوند پیل او خپله خپلواکي یې بیاترلاسه کړه. مترقی پاچا؛ غازی امان الله خان هیوادته د بیسساري خدمت په ترڅ کې نوي حکومتي تشکیلات هم جوړ کړل. له استقلال  څخه مخکې د دولت مالی منابع چې مستوفی المالک او مستوفیت راټولول مستقیم مالیات ؤ چی له ژرندو، کرنیزوځمکو، پایکو ګانو، د اصنافو له جواز، مذهبي جزیې، د مال زکات، څلویښتمه برخه مالیات، د څارویومالیه،صکوک او نورو څخه اخیستل کیدل. خو غیر مستقیم مالیات بیا د (وجوهات) په نوم د ګمرک په واسطه جمع کیدل. دې ته یې ګمرکی مالیات ویل. په دغو غیرمستقیم مالیاتو کې له ګمرکی مالیی څخه  پرته،حق الانحصار، په اسعارو باندی مالیه او نور هم راتلل. هغه مهال ګمرک ته جیپوتره ویل کیدل. په ۱۲۹۹ل.(۱۹۲۰م.)کې دفتري اصول جوړشول. ورو ورو په مرکز کې وزارت ته دمالیی وزارت نوم ورکړل شو او په ولایاتو کی تر نن ورځې په هماغه (مستوفییت) نوم سره پاتی شو.

 

 

/////////////////////////////////////////////////

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.