نظم

محمداجمل کریمي

160
د انګار په سر ولاړي.
ورځې شپې مې عشق پرستې.
منصوري شېبې راژباړي.
زه بدل یم که وخت بل شو.
آئينې را توکې لاړي.
هوس سپی یاد دي لېوه دی.
بس د شپې ورځي مې داړي.
په ځان پټ یمه بې هوشه.
لکه بنګ او شراب نوشه.
سندریز ماحول را غم کړي.
له نغمو مې ګيله کیږي.
راحاضر په ذات صنم کړي.
د کالبوت غوندې ولاړ یم.
چې څوک ذکر ستا د چم کړي.
که دي غم راته را نکړې.
په ملا به مې را خم کړي.
زه به زه نه شم پو هېږم.
که له ما “تا”کې اوسېږم.
په ما مه تړئ لوظونه.
له ما مات دي قسمونه.
آسماني هوا چلیږي.
د عشق عشق سندره وایي.
عشق پرست ورته ګډیږي.
ونې بوټې له حد اوړي.
پر ملاوو را قاتیږي.
د عُشاقو منظره ده.
د هواوو څڼې اوړي.
دا سندره څه خوږه ده.
ما سکروټه په لاس ایښي.
شمالونه د وخت ګورم.
چې له هر اړخه څرخيږي.
او پوکی غوندي لګیږي.
دا سکروټه تازه کیږي.
او زما وجود دوديږي.
هم رباب دی هم سندره.
ژوند چې ځار وي له دلبره.
خوند یې خوند ته لکه خوند وي.
چې لالی دي په مړوند وي.
څه به وکړي ازارونه.
څه به اور کړي هوسونه.
څه به سترګي شي را ماتي.
څه به مات شي نظرونه.
څه به جوړ”کریمي”مات وي.
څه به سخت وي علاجونه.

/////////////////////////////////////////////////

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.